دوو امریکايي چارواکو ویلي، هېواد یې د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د ائتلاف پر جنګي الوتکو سون توکي دروي.
دغو دوو امریکايي سرچینو رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوسمهال پر دې موضوع له دواړو لورو سره خبرې روانې دي.
بل خوا، د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي، د یمن په جګړه کې یې جنګي الوتکې د امریکا سون توکو ته اړتیا نه لري.
د سعودي عربستان یوې خبري سرچینې ویلي: «سعودي عربستان او د ائتلاف نورو هېوادونو په وروستیو کې د خپلو الوتکو د سون توکو کچه لوړه کړې ده».
وړاندې ناروې ویلي وو چې سعودي عربستان ته به د هر ډول دفاعي توکو صادرول ودروي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینا اریکسن سوریډ ویلي وو: «په اوسني وضعیت کې مو هوکړه وکړه چې د سعودي د پوځي او دفاعي موخو د ملاتړ په پار خپل توکي ودروو».
دا ګام په داسې حال کې دی چې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته پر ریاض د نړیوالو غوسه ډېره شوې ده.
ناروې وايي، اوسلو تېر کال پر ریاض د ۴،۸۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دفاعي توکي پلورلي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ښايي په یمن کې جنګي جرمونه کړي وي.
په یمن کې د روانې جګړې له کبله شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي د لوږې له ناورین سره مخامخ دي.
تېره میاشت، جرمني وویل سعودي عربستان ته به د جرمني وسلو صادرول ودروي.
د یمن روانه جګړه کې لږ تر لږه لس زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.
دې جګړې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې پراخه ویجاړي هم رامنځ ته کړې ده.
جګړه هغه مهال پیل شوه چې حوثي یاغیانو د يمن ډېری لوېدیځې سیمې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي له هېواده بهر تښتېدو ته اړایستل شو.