د ۲۰۱۲ز کال د مارچ په یوولسمه، یو امریکایی سرتېری د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې په نیمه شپه د خلکو پر کورونو ور واوښت، شپاړلس ملکي او بېګناه خلک، چې نهه یې کوچنیان وو، ووژل. د افغانستان او نړۍ رسنۍ یې په خبرونو ستړې شوې، خو وروسته امریکایانو وویل، چې یاد سرتېري رواني ناروغي درلوده او خبره پر همدې خلاصه شوه.
د وردګو په تنګي دره کې ظفرخان یې په دې خاطر وواژه، چې په بایسکل تېز روان و او دوی پلمه وکړه، چې موږ د طالب ګومان پرې وکړ. په همدې دره کې د امریکایي سرتېرو اډې ته د نږدې کور اوسېدونکی ډاکټر عبدالقادر یې په رڼا ورځ وویشت او هېڅ بهانه یې هم نه درلوده.
په ۲۰۰۹ ز کال کې بهرنیانو په ارزګان کې یو عام وګړی، په شنه سهار له موټرسایکل ښکته کړ او مېرمن یې په سپېره دښته کې پرېښوده، دوی د ترهګر په نوم په بګرام کې بندي کړ او پرته له دې چې دوسیه یې جوړه او فیصله شي، شپږ کاله وروسته خوشې شو.
درې اونۍ وړاندې، د استرالیا دفاع وزارت وویل، چې ځانګړو ځواکونو یې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹ ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي دي.
د استرالیا یو لوړپوړي پوځي چارواکي وویل، چې د دوی څلور کلنو پلټنو ښودلې، چې ځینو سرتېرو یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې لاس درلود او دوی په دې موده کې د ۳۹ داسې مواردو په کشف بریالي شوي، چې په هغه کې استرالیايي ځواکونو ملکي افغانان او زندانیان په قصدي توګه وژلي دي.
په همدې اړه د استرالیا صدراعظم ولسمشر غني ته په یوه تلیفوني مکالمه کې ډاډ ورکړ، چې د دغو جنګي جنایتونو په اړه به لا ډېرې پلټنې کېږي او په دې اړه یې بښنه وغوښته.
د یاد خبر په خپرېدو، ګڼو نړیوالو حقوقي او بشري بنسټونو پر استرالیا نیوکې وکړې او د دوی د جنګي جنایتونو د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه یې وکړه.
له یادو خبرونو څو ورځې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله ټویټرپاڼه داسې یو انځور خپور کړ چې په هغه کې يوه استرالیايي سرتېري د يوه افغان ماشوم پر غاړه په وينو ککړه چاړه نيولې ده.
د دغه انځور خپرول د کنبيرا (د استرالیا پلازمېنې) غوسه راوپاروله او له ټويټر څخه يې د انځور د حذفولو غوښتنه وکړه، خو ټويټر رد کړه.
په کنبيرا کې د چين سفير ABC تلويزيون ته وويل، چې له افغانستان څخه د استرالیا د لومړي وزير، سکات موريسون له خوا د بښنې غوښتنه، په افغانستان کې د استراليايي ځواکونو جنګي جنایاتو په اړه تحقیقاتو ته لا توجه ډېره کړې ده.
له ۲۰۰۲ ز کال راهیسې په افغانستان کې د بهرنیانو د ظلمونو او جنایتونو کیسې له شمېره وتلي دي. دلته د وحشت ډېری داستانونه د رسنیو تر سکرینونو او پاڼو نه دي رسېدلي او نه یې په اړه چا هم کومه پوښتنه او څېړنه کړې ده.
د بهرنیانو تر څنګ، په کور د ننه جنګي لوریو هم داسې جنایتونه تر سره کړل، چې ښایي په انساني تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی. د جنګي جرمونو داستان د روسانو د یرغل پر مهال او د دوی له وتلو وروسته، چې د کورنیو جګړو لمبې بلې وې، هم جاري وو.
په ۲۰۱۷ ز کال کې د نړیوالې جنایي محکمې مشرې څارنوالې، له قاضیانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ورکړي. نوموړې هغه مهال وویل، چې داسې معقول دلایل شته، څو سړی ومني چې د افغانستان په وسله وال کړکېچ کې جنګي او د انسانیت خلاف جرمونه شوي دي.
د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو دا غوښتنه، چې په افغانستان کې دې د جنګي جرمونو څېړنې او پلټنې وشي، معقوله خبره ده، خو دا چې د مجرمینو کسانو اړوند هېوادونه یې بښنې غواړي، دوی ته یو ډول برئت ورکول دي، چې په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دي.
د سیمې او نړۍ بې طرفه او د افغانستان په تېرو دوو لسیزو جګړو او بدبختیو کې ناښکېل لوی هېوادونه باید د دغې داعیې تر شا ودرېږي، چې په افغانستان کې په رښتیا د ټولو شویو جرمونو څېړنې او پلټنې وشي او مجرمین دې یې نړیوالو محکمو ته راکش کړل شي.
دغه راز دا هم اړینه ده، چې د افغانستان دولت یوه سرتاسري څېړنه ترسره کړي او که کورني وګړي او لوري په دې جرمونو کې ښکېل شوي وي، د اجتماعي عدالت په خاطر او په راتلونکي کې د نورو ناخوالو د تکرار مخنیوي په موخه، د محکمې مېز ته را کاږل شي.
د ظلم او ظالم کیسه هغه وخت پای مومي، چې پر وړاندې یې مقاومت وي او یوه انساني کتله یې پر خلاف ولاړه وي، عادل نظام حاکم او عادل انسان واکمن وي.