په نړۍ کې د کوويد ۱۹ ضد واکسين لپاره هڅې هغه مهال پيل شوې چې تېر کال دغه ويروس د روغتيا نړيوال سازمان له خوا يوه عامه بلا وپېژندل شوه.
د لومړي ځل لپاره چين هغه مهال د ياد ويروس د واکسين او درملو جوړلو کارونه پيل کړل چې د ياد هېواد په ووهان ښار کې ويروس وپېژندل شو.
جرمني، روسيې، جاپان،هند، امريکا، انګليستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم چې کله په خپلو هېوادونو کې د ياد ويروس خطر احساس کړ، نو د واکسين جوړولو ته يې مه کړه.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه په نړيواله کچه د لسګونو واکسينونو څخه يوازې شاوخوا شل واکسينونه د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د کلينيکي ازموينې لپاره تاييد شوي چې يوازې پنځه يې د چين دي.
تر اوسه په بريتانيا او امريکا کې د د فايزر او بايو اېنټيک شرکتونو توليد شوي واکسينونه د عامه تطبيق مرحلې ته رسېدلي.
خو په يادو واکسينونو کې څو ټکي د اندېښنې وړ دي، يو دا چې د امريکايي رسنيو د خبر له مخې په ځينو کسانو يې منفي اغېزه کړې او فلج شوي چې دا کار د واکسين مؤثريت شکونه راپورته کوي.
بل د اندېښنې وړ ټکی دادی چې دغه واکسينونه شاوخوا منفي اوويا درجې يخې هوا کې ساتلو ته اړتيا لري، چې دا ډېره ټيټه درجه ده او په ځانګړې توګه د لېږدولو پرمهال يې ساتل ستونزمن ښکاري.
بل ټکی دادی چې دغه واکسينونه په ډېره اندازه نه دي توليد شوي او ښايي خپله د امريکا او بريتانيا هېوادونو ټولو وګړو ته يې رسېدل کال يا آن کلونه وخت ونيسي، نو د اوس لپاره تمه نشي کېدای چې د افغانستان په شان هېوادونو ته به ژر دغه واکسين ورسېږي.
خو آيا بالاخره افغانستان ته به واکسين ورسېږي؟
يو نيسف د روان کال د نوامبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې به د افغانستان او يمن په شان مخ پروده هېوادونو ته د کوويد ۱۹ ضد کابو دوه ميليارډ دوزه واکسين ورکړي.
چين چې اوس يې يې شپږ واکسينونه د کلينيکي ازموينې په درېيم پړاو په نهايي مرحله کې دي، د ياد هېواد د رسنيو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې د روانې ميلادي مياشتې تر پايه چې يوازې ګوتو په شمېر ورځې يې پاتې دي، شپږ سيوه ميليون دوزه واکسين توليد او عامه تطبيق لپاره وړاندې کړي.
د چيني رسنيو د معلوماتو له مخې ددغه هېواد واکسين ټيټې درجې سړې هوا ته اړتيا نه لري او د ساتنې او انتقال چارې يې آسانه دي.
ددغه هېواد ولسمشر شي جين پينګ څو ورځې وړاندې د شلو صنعتي هېوادونو په سرمشريزه کې اعلان وکړ چې هېواد يې ژمن دی چې د کوويد ۱۹ واکسين د عامه توليد په توګه وړاندې او ټولې نړۍ په تېره بيا مخ پروده هېوادونو په واک کې به يې ورکړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم ويلي چې نړيوال بانګ هم ورسره کوويد ۱۹ ضد واکسين مرستې ژمنه کړې ده او تمه ده چې ډېر ژر ورکړي.
په ټول کې ويلای شو چې د نړۍ مختلف هېوادونه هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې ياد واکسين ترلاسه او خپلو خلکو ته يې ورکړي چې افغانستان هم له دې څخه مستثنا نه دی.
که څه هم زموږ هېواد په ډېرو برخو کې پر نړيوالو په ځانګړې توګه لوېديځ هېوادونو په مرستو تکيه کړې، خو اوس چې د واکسين په برخه کې لوېديځ هېوادونه خپله له ستونزو سره مخ دي، نو لازمه ده چې افغان حکومت په دې برخه کې يوازې لوېديځ په مرستو تکيه ونه کړي او له نورو هغو سرچينو څخه د واکسين ترلاسه کولو هڅې وکړي چې آسانه او ارزانه يې ترلاسه کولای شي.