یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د سولې ځنډ؛ د جګړې او تاوتریخوالي دوام!

لیکنه:  بخت الله بیان 

دسمبر 21, 2020
in لیکنې
0 0

په بین الافغاني مذاکراتو کې اوږد ځنډ د دې سبب کېږي، څو په هېواد کې د ناامنۍ کچه لا ډېره او دواړو ښکېلو لورو ته د تلفاتو او مرګ ژوبلې ګراف په بې ساري ډول پورته شي او په هېواد کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي لمن پراخه، ترهګریز بریدونه زیات او د افغانانو د جنګ او جګړې کټوه همداسې ګرمه وساتل شي.

د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې ۲۳ ورځنی ځنډ په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې په امریکا او نورو عیسوي هېوادونو کې د عیسویانو اختر یا کریسمس لمانځل کېږي. له همدې امله د سولې په خبرو کې اوږده دمه منځ ته راغله. له کله نه هم چې د سولې خبرې پیل شوې، تل په یو نه یو ډول د سیمو هېوادونو له لوري متضررې شوې او د انحصار تر بریده رسېدلې دي. د سولې یاد ملي بهیر یې په بېلابېلو نومونو او بېلابېلو پلمو له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

کله چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې طالب استازي د متواترو خبرو پر مهال سیاسي بلوغ ته ورسېدل او په قطر کې یې د سیاسي تحرکاتو د پیل زمینه مساعده او د سیاسي دفتر د پرانیستل کېدو اجازه یې تر لاسه کړه؛ دوی په سیمه کې د یوه نوي سیاسي ځواک په توګه مطرح شول او د سیاسي ځواک ترڅنګ یې د پخوا په څېر پر پوځي ځواک هم ټوله تکیه، تګلاره او انګېزه متمرکزه کړه.

هغه وو چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د فبروري په ۲۹مه د طالبانو او امریکایانو تر منځ د دوحې یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې طالب جنګیالي پر امریکایانو او هم به امریکایان پر طالبانو بریدونه نه کوي.

اوس چې د طالبانو سیاسي پلاوي د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی دی، یاد پلاوی به په پاکستان کې د لوموړي وزیر عمران سربېره، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د آی اېس آی له مشرانو سره هم د تړلو دروازو تر شا وګوري. له بلې زاویې پاکستاني چارواکو او سیاسیونو یې بیا د افغان سولې په غبرګون کې بېلابېل نظریات او وړاندوینې وړاندې کړې دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد طارق بیا په تازه او نویو څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان ته د طالبانو سفر د دوی د سیاستونو یوه برخه ده. نوموړی وایي، دا سفر د پاکستان د سیاست یوه برخه ده، چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي او روان تاوتریخوالی د خبرو او مذاکزاتو له لارې حل او فصل شي.

د دې تر څنګ بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ټلیفون له لارې د سولې په مورد د همکاریو ژمنه بیا تازه کړې. عمران خان د تېر په څېر یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره به په افغانستان کې اوربند د تامین او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي؛ خو پاکستاني چارواکو په دغو څرګندونو کې د پاکستان ملي عوامي ګوند مشر او ملتپال سیاستوال اسفندیار ولي خان ویلي که پاکستان له زړه او په رښتینې مانا وغواړي، افغانستان سولې ته رسېدلی شي. نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په خیر هم ده.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې ناستې ته ویلي، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او نه غواړي چې د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره پیل شي او د سولې فرصت دوی په لوی لاس بیا بیا ضایع کوي.

اوس پوښتنه او اندېښنه دا ده، چې پاکستان به د تېر په څېر هغه کړې ژمنې عملي کړي او که هسې د کاذب سیاست او د دوه مخیتوب یوه بله لوبه چې اصلي طرحه کوونکي او تمویلېدونکي هېوادونه یې د سیمې هېوادونه دي، پیل کړې ده. ځکه پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو له افغانستان سره دوه مخي لوبه کړې ده، ښایي د پاکستان دوه مخیتوب او منحوسې څېرې دغه روانه لړۍ دومره په اسانۍ سره پای ونه مومي؛ ځکه پاکستان تل د افغانستان په جنګ او جګړې کې لالونه لوټلي دي، نو له همدې امله نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته او افغانان په یوه ټغر سره راټول شي. افغان ولس بیا د متواترو غوښتنو پر اساس له دواړو ښکېلو غاړو څخه غوښتي، چې اوربند ته لومړیتوب ورکړي. افغان ولس له طالب پلاوي څخه په وار وار غوښتي چې د نورو د خوښۍ لپاره د افغانانو هیلې په ناهیلۍ نه بدلوي او اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

خو طالبانو بیا د اوربند په خبرو پسې سر نه دی ګرولی او د دایمي اوربند خبرې یې رد کړي دي.

Share7Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In