د برېټانيا حکومت د ډسمبر په ۱۴مه خبر ورکړ چې په هېواد کې يې د کرونا ويروس بڼه بدله شوې او دوی اوس د دغه بدلون د څرنګوالي په اړه پر څېړنو لګيا دي.
د اروپايي ټولنې په شمول ډېری هېوادونو له برېټانيا سره پروازونه او تګ راتګ ځنډولي.
بل پلو روغتياپوهانو ويلي چې تر اوسه داسې شواهد نشته چې د کرونا ويروس نوی ډول دې تر پخواني ډېر وژونکی وي او يا واکسين ورباندې اغيزه نه لري، خو د پخواني په پرتله يې د خپرېدو قدرت اويا سلنه زيات دی او دې کار حکومت او پوهان وارخطا کړي.
طب پوهان اوس دې پايلې ته رسېدلي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يوازينۍ او معقوله لار واکسين دی. په هالنډ کې مېشت مشهور افغان ډاکټر، اسدالله ژرفين حبيبي وايي د کرونا ويروس د کنټرول او مخنيوي لپاره له واکسين پرته بل هېڅ انتخاب نشته.
نوموړي پر خپله فيسبوکپاڼه په خپره شوې ويډيو کې افغانانو ته په خطاب کې په نړۍ کې د کرونا ويروس د نوې بڼې را پيدا کېدو په اړه ويلي، چې د بشر په واک کې لا هم د دغه ويروس په اړه دقيق معلومات نشته؛ ځکه په دې برخه کې وخت په وخت بدلونونه رامنځ ته کېږي، خو د هغه په خبره، د ويروس نوی ډول د پخواني په پرتله ډېر قوي او د سرايت قدرت يې ډېر زيات دی چې په سپټمبر کې په انګلستان او د ډسمبر په لومړيو کې په هالنډ کې هم تشخيص شوی.
په ورته وخت کې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړوونکو هم خپلې هڅې چټکې کړې، په انګلستان او امريکا سربېره، اوس چين هم ويلي چې تر اوسه يې له يو ميليون ډېرو کسانو ته واکسين تطبيق کړی او هېڅ منفي اغيزه نه ده رامنځ ته شوې.
د چين د واکسين جوړولو ځانګړي ټيم مسوول څوی ګانګ د ډسمبر په ۱۹مه په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ، چې تر اوسه له يو ميليون ډېرو کسانو ته واکسين تطبيق شوی او منفي عوارض نه دي رامنځ ته شوي.
نوموړي ويلي چې اوس په چين کې د واکسين د سرتاسري تطبيق چارې پيل شوې او په لومړي پړاو کې به هغو کسانو ته تطبيق شي، چې لومړيتوب لري او ورپسې به د واکسين د توليد اندازې په زياتېدو سره به ټولو خلکو ته تطبيق شي.
خو په ياد خبر کې راغلي چې خلک بايد د واکسين له تطبيق وروسته هم طبي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه د طب پوهانو په وينا، تر اوسه د هېڅ واکسين سل سلنه اغېزه نه ده ثابته شوې.
بل خوا د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم د ډسمبر په ۱۸مه د يوې غونډې پر مهال وويل، چې هېواد به يې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې نړيوالې همکارۍ وهڅوي .
د هند روغتيا وزارت هم تمه ښودلې چې په جنورۍ کې به د کوويډ- ۱۹ ضد واکسين د تطبيق کمپاين پيل کړي.
ايران هم ويلي چې په کور دننه يې د واکسين جوړولو کارونه چټک کړي او اوس د کلينيکي ازموينې لومړي پړاو ته داخل شوي.
د يادونې وړ ده چې په عربي متحده اماراتو، بحرين، پاکستان، برازيل او ځینو نورو هېوادونو کې هم د چيني شرکتونو لخوا د واکسين توليد چارې روانې دي، چې په ځينو هېوادونو کې نهايي مرحلې ته رسېدلې.
افغانستان کې که څه هم حکومت د واکسين جوړولو لپاره اقدام نه دی کړی، خو د حکيم الکوزي په نوم يوه افغان آن تېر کال د کرونا ويروس ضد واکسين او درملو د جوړېدو ادعا وکړه.
که څه هم افغان حکومت د نوموړي واکسين او درمل رد کړل، خو ياد حکيم لا هم د پلازمېنې په شمول په ډېری ولايتونو کې خپله جوړ شوی واکسين او درمل ويشي.
اوس عمومي اندېښنه دا ده چې ښايي کلونه وخت ته اړتيا وي چې واکسين د نړۍ ټولو وګړو ته ورسېږي.
دې ته په پام سره چې په نړۍ کې څه باندې اووه ميليارده انسانان ژوند کوي، په داسې حال کې چې که د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د توليد شوي واکسين کچې ته پام وکړو، نو ښکاره ده چې د واکسين اندازه نسبت د ټولې نړۍ د انسانو شمېر ته ډېره کمه ده.
د رسنيو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کوويډ- ۱۹ ضد شاوخوا شل واکسينونه د کلينيکي ازموينې درېيم پړاو ته رسېدلي چې شپږ يې يوازې د چين دي.
خو د چين د واکسين جوړولو ټيم مشر څو ورځې وړاندې وويل چې د روان ميلادي کال تر پايه به دوی شپږ سوه ميليونه دوزه واکسين توليد کړي، په داسې حال کې چې د ياد هېواد يوازې خپل نفوس ۱۴سوه ميليونو تنو څخه زيات دی.
همدا ډول طبيعي ده چې د واکسين هر توليدوونکی هېواد به خپلو خلکو ته لومړيتوب ورکوي، چې په دې صورت کې به د افغانستان په شان مخ پروده يا وورسته پاتې هېوادونو برخليک څه کېږي؟
يونيسف د نوامبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې د افغانستان او يمن په شان هېوادونو ته به دوه ميليارده دوزه واکسين برابر کړي، دا خبره پر خپل ځای د خوښۍ وړ ده او افغان حکومت بايد په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي او يونيسف دې قانع کړي چې څومره کېدای شي افغانستان ته پوره واکسين ورکړي، ځکه له واکسين پرته بله لار نشته او هسې نه چې خدای مه کړه بيا د نړۍ هېوادونه د افغانانو پرمخ خپلې دروازې وتړي.