زموږ د بدن ټول حرکات د هډوکو په مرسته تر سره کېږي. هډوکي مړه انساج نه دي؛ بلکې د ژوندیو حجراتو په درلودلو سره همېشه د خرابېدو او مجدداً جوړېدو په حال کې دي. که چېرې له ۲۵ کلنۍ وروسته د خپلو هډوکو مراقبت ونه شو کړای، په دې صورت کې د هډوکو خرابېدل تر دوباره جوړېدو زیاتېږي او د وخت په تېرېدو سره هډوکی نری، ضعیف او په لوړ سن کې د هډوکي پوکی یا osteoprosis چې د هډوکي د ماتېدو سبب کېږي، منځ ته راولي.
۱- د ضرورت په اندازه پروټین وخورئ!
پروټین د کلاجن رشتو په جوړولو سره د هډوکو اسکلیټ تشکیلوي او هم په عضلاتو کې ستر رول لري.
۲- په مناسب وخت له سبزیجاتو ګټه واخلئ!
۳ـ کلسیم لرونکي خواړه مصرف کړئ!
که په غذا کې په کافي اندازه کلسیم نه وي، نو د هډوکو کلسیم کمېږي او په نتیجه کې د هډوکو د ماتېدو احتمال زیاتېږي. کلسیم په لبني محصولاتو، سوپ، سبزیجاتو، مغزیاتو او انځرو کې شته.
۴ـ حرکت یا فـزیکي فعالیت باید ولرئ!
د ورځې کم تر کمه باید نیم ساعت سپورټ وکړئ.
۵- ویټامینونه او منرالونه د ضرورت په اندازه واخلئ!
مګنیزیم، پوټاشیم، ویټامین C او ویټامینK .
پورتني مواد په مېوو او سبزیو کې په پوره اندازه پيدا کېږي.
۶- د زیاتې مالګې د خوړو عادت پرېږدئ!