۲۰۲۰ کال که څه هم په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله يو بې مثاله کال و، تر ډېره له ستونزو کړاوونو ډک و او د ژوند ډېری چارې يې له عادي مسيره ايستلې وې، خو په چين کې تر ډېره دا کال بيا له يوه بل اړخه مهم او د پاموړ و، له بېوزلۍ څخه د پاکې، مرفع هوسا ټولنې د جوړېدو او د رامنځته کېدو هدف وروستی کال و. چين په خپل دې مزل کې ښه روان و او دا هدف يې ښه تر سره او پوره کړی دی، په دې توګه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د پرمختګ او د فقر له منځه وړلو ټاکلې مودې څخه لس کالونه وړاندې ياد هدف ته رسېدلی دی او لومړی سل کلن مبارزاتي هدف يې تر سره کړی دی.
که څه هم د تېر کال ډېری وخت يې له کرونا وبا سره پر مبارزه باندې تېر شوی، خو بيا هم په ټوليیزه توګه د ديارلسم پرمختيايي پلان په موده کې میليونونه وګړي، سلګونه زره کلي، بانډې او کورنۍ د بېوزلۍ له حالت څخه ايستل شوي دي، يوازې د اوو کلونو په موده کې ۹۰ میليونه وګړي له بېوزلۍ څخه خلاص کړای شوي دي چې دا يوه ډېره لوړه شمېره او بريا ده.
په چين کې د پنځو کلنو پرمختيايي پلانونو لړۍ له ۱۹۵۳ کال څخه پيل شوې ده او بيا په ۱۹۸۷ کال کې د فقيد دنګ شياو پينګ د واکمنۍ په موده کې کله چې د ورخلاصون ابتکار وشو، تر همدې نوښت لاندې دا لړۍ څو برابره پراخه او د سترو اقتصادي اصلاحاتو تر چتر لاندې راوستل شوه، چې په ترڅ کې يې په چين کې د اقتصادي او صنعتي ټکنالوژيو د پرمختګ انقلاب رامنځته او د سترو بدلونونو لړۍ ته لاره جوړه او هواره کړای شوه. د سترو پرمختيايي پلانونو کارنامې وې چې د نړۍ تر دويم ستر اقتصادي مقام يې ورساوه، اټکل کيږي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به د نړۍ لومړی تر ټولو ستر اقتصادي هيواد وګرځي او په دې توګه به له امريکا پښه واړوي او مخکې به شي.
د اقتصاد، توليد او صادراتو په تړاو یوه معتبره څېړنیزه اداره چې مرکز یې په برېټانیا کې دی، وايي، د امریکا او اروپايي هېوادونو په پرتله د کرونا وبا پر وړاندې د چین مبارزه، د مخنيوي لارې چارې او تدابير ډېر اغېزمن وو، چین وکولی شول چې پر وخت او په مناسبه توګه ستونزې مهار او د حالت مديريت کولو تر عهدې ووځي، د کمپنيو او فابريکو ماشين څرخونه دې درېدو حالت ته پرېنږدي، وزګارتياوې رامنځته نه شي او همدا د چين دې اقتصادي ثبات په برقرارۍ کې عمده لاملونه دي چې اقتصادي دوران يې په دغسې يو سخت ترينګلي حالت کې فعاله او روان وساته. په داسې حال کې چې نوره نړۍ له دې امله حيرانه ده، د اقتصادي رکود او فلجېدو په حالت کې ګير او لوېدلې ده. د همدغو نښو نښانو پر بنا د چين اقتصادي وده به په راتلونکو څو کلونو کې د امریکا په پرتله لا ګړندۍ او د لوړ عايد لرونکي اقتصادي ځواک په توګه به ظهور وکړي.
په چين کې د فعال اقتصادي پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه يو مروج مشهور فورمول دی: که غواړی شتمن شی او اقتصاد مو وده وکړي، پر اساسي تاسيساتو سربېره د منظمو لارو او کرښو جوړول او د فعال ترافيکي سيسټم درلودل ډېر اړين دي. که موږ په چين کې يوازې د یو کال په موده کې د لارو جوړول وګورو، څه باندې پنځه میليونه کيلومتره سفالټ سړکونه او ۳۵۰ زره کيلومتره د ريل پټلۍ جوړ شوي دي. اغېز او رول يې په بدن کې د رګونو په څېر ارزښتمن دي او همداسې لارې د يو هيواد د اقتصاد لپاره هغومره د لوړ حياتي ارزښت درلودونکې دي.
چين د خپل ديارلسم پنځه کلن پلان په ترڅ کې تر ډېره تمرکز د بېوزلۍ او بېکارۍ په له منځه وړلو او د لازمو شغلونو په ايجادولو ساتلی و، د وزګارتياوو سطحه يې تر وروستۍ کچې ټيټه ساتلې ده، د دومره لوړې بشري قوې بوختېدنه او پر حرکت راوستنه د اقتصادي دوران قوت په څو برابره لوړولو کې تاثير درلودلی دی، يادې موخې ته په رسېدو کې يې له خپل هيواد سره همکاري او مرسته کړې ده. د ۶۹کلونو په ترڅ کې اته سوه میلیونه وګړي يې د بېوزلۍله حالت څخه په وتلو توانېدلي دي او د خودکفايۍ سطحې ته پورته شوي دي، د ۹۰ سلنه بشري فقر ریښې يې په اساسي توګه ايستلې دي.
وخت ډېر مهم دی، د چا انتظار او پروا نه کوي، بختور هغه دي چې له وخته يې مناسبه او د چارو جوړولو، په ښه والي او سمون کې لازمه، اعظمي استفاده کړې ده. د ۲۰۲۱ کال په پيل سره چين د پرمختګ يو بل پلان وړاندې کړ، څوارلسم پنځه کلن پلان د چين لپاره بيا هم بې شمېره سترې پرمختياوې په مخ کې لري، مخکې له دې چې د چين څوارلسم پرمختيايي پلان په اړه خبرو ته لاړ شم، لومړی غواړم د تير ديارلسم پرمختيايي پلان څو لاسته راوړنو ته تم او ځغلنده کتنه کوم بيا د څوارلسم پرمختيايي پلان په اړه څو خبرې.
لومړی؛ د تېر ديارلسم پنځه کلن پلان عمده لاسته راوړنې:
هيوادونه د خپلو پرمختيايي چارو د ښه تنظيم او ترتيب لپاره له مهالوېش سره سم دقيق او اغېزمن پلانونه سنجوي او جوړوي، خپلې انکشافي موخې او ټاکلي کارونه په پلانونو کې شاملوي. د چين واکمن کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي درې ورځنۍ ناسته چې د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې په پلازمېنه بېجينګ کې د څه باندې ۳۰۰ غړو په ګډون رابللې شوې وه. د ټاکلې کاري اجنډا له مخې، لومړی يې د ديارلسم پنځه کلن پلان پايلې وارزولې او د څوارلسم پنځه کلن پلان تصويبولو باندې ګټور بحثونه، سلامشورې، د نظرونو تبادلې، وړانديزونه مطرح او شريک کړل.
له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د پرمختګ پلان (څوارلسم پنځه کلن پلان) او تر ۲۰۳۵ کال پورې د چين اوږدمهاله پرمختيايي هدفونه تایيد او تصويب کړل، په دې توګه د هيواد لپاره د اقتصادي او ټولنيزې ودې په موخه پنځه کلن هدفونه وټاکل.
د بېوزلۍ په برخه کې د چين بېلابېل اغېزمن تدبيرونه او تجربې د زده کړې او د پام وړ دي. د ځينو هغو يې دلته په لنډون يادونه کوو: يوازې د تېر ديارلسم پنځه کلن پلان په ترڅ کې په چين کې ۳۵ زره نوي رهايشي ښارګوټي يانې دوه میليونه شپږ لکه شپېته زره نوي کورونه جوړ شوي دي او په څه باندې نهه میليونه او شپږ لکه بېوزلو کورنيو باندې وېشل شوي دي. په زرګونو کيلومترو لارې جوړې شوې دي. په تېرو پنځو کلونو کې په ښارونو او لرې پرتو سيمو کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او زياتوالي اندازه شپېته میليونه وه او څه باندې ۹۵ سلنه وګړي د روغتيايي بېمو د خدماتو تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي.
دویم؛ اوسنی څوارلسم پنځه کلن پرمختيايي پلان:
د پنځو کلنو پرمختيايي پلانونو موخه او هدف معمولاً تر ډېره د خلکو ژوند ښه کولو او جوړولو سره تړاو لري، د خدماتو عرضه يې په ټوله کې د ټولګټو او بنسټيزو کارونو تر سره کولو سره تړلې ده او متوازن پرمختګ پکې يو اساسي اصل وي. د پنځو کلنو پلانونو په لړ کې د چين حکومت د وګړو د ښه ژوند د تامين لپاره د کارونو رامنځته کولو لپاره د پام وړ پلانونه عملي کړي دي، تاثيرات او اغېزې يې د خلکو په ژوند کې او د هيواد په اقتصادي وده کې محسوسې او د پام وړ دي. په راتلونکو پنځو کلونو کې به د کار بازار ورسره لا وغوړېږي، دا چې د نړۍ او سيمې لپاره به يې اغيزې څه وي، په لنډون سره ورته دلته اشاره کوم:
لومړی؛ د چين کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د پنځمې عمومي غونډې له ناستې وړاندې د مرکزي کمېټې غړو له بېلابېلو ځايونو څخه هغه که لوی ښارونه وو يا لرې پرتې سيمې وې، د ليدنو، پلټنو او موندنو په ترڅ کې له خلکو سره د مخامخ خبرو ناستو او همدارنګه په انلاين توګه د وګړو د غوښتنو، اړتياوو او وړانديزونو د راټولولو لپاره کړکۍ جوړه او پرانیستې وه، څو د عام ولس په خوښه او له غوښتنو سره سم د ژوند د ښه والي په برخو کې ګټور ټولشموله پلان جوړ او رامنځته کړي، کوم چې د چين راتلونکي پرمختګ کې به مهم اغېز او ځای ولري. ښوونه او روزنه، لوړې زده کړې، ساينس، تخنيک، طب او روغتيا، کرنه او مالداري، لارې او سړکونه، ريل پټلۍ او د رهايشي ښارګوټو جوړول به تر ډېره د پاملرنې وړ او د تمرکز برخې اوسي.
دويم؛ د چين د اقتصاد پر وړاندې عمده ستونزې حل او تر ډېره له منځه تللو په حال کې دي او اوس يې په ختيځو او لوېديځو برخو کې په ښارونو او کليوالو سيمو کې د پرمختګ حالت تر فوکس او پاملرنې لاندې دی، د همدې لپاره نوي فرصتونه ايجاد او رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه، له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په ټول چين کې د ښاري کېدنې انډول ۴.۵ سلنه دی، کابو سلو میليونو وګړو ته له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته د لېږد زمينه مساعده شوې ده او په دې توګه د منځنيو عايد لرونکو مشتريانو او مصرفوونکو بازار وسعت موندلی او دا دې اقتصادي پرمختګ لپاره يوه مثبته نښه او شنه اشاره ده.
درېيم؛ په اوسني وضعيت کې د نړۍ ځينې هيوادونه لګيا دي چې د خپلو شخصي سليقو او غوښتنو پر اساس يو اړخيز عمل کوي او له خپلې خوښې سره سم محدوديتونه وضعه کوي، کوم چې د ازادې سوداګرۍ له رويې سره ښکاره په ټکر کې دي او د سوداګريز اصطحکاک د ژوروالي سبب ګرځيدلي دي، د اندېښنې وړ دي، د همدغسې کشمکشونو په حال کې د ډېرو هيوادونو اقتصادونه مخ پر ځوړ روان دي. يوازې د چين اقتصادي لوړوالی د مثبت تمايل په حال کې دی او ورته تر ډېره د ټولو سترګې او تمې دي. د نړيوال اقتصادي بحران په مخنيوي کې ترې دې ډېر څه کولو توقع کيدلی شي.
د چين څوارلسم پنځه کلن پلان په لړ کې به د عامو وګړو د ژوند او په ټوله کې د اقتصاد لوړوالی یو لوړ او مهم هدف اوسي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې باندې ټينګار به يوه دوامداره لړۍ وي، له نړۍ سره د لا همغږۍ، دوستۍ، همکاریو او صميميت شبکه به فعاله وي او د تقويت او پراختيا لپاره به يې لا کار کيږي. د توليداتو، عرضه، تقاضا او د پېر او پلور اړيکو ټينګښت او لا پراخوالي لپاره به د لازمو فرصتونو رامنځته کولو لپاره هڅې او کوښښ کيږي او دا به د ګډو ګټو، شراکت د مېکانېزم په چوکاټ کې راغونډېږي او ورته به لا وده ورکول کيږي.
د ځينو يادونه يې په لنډون سره دلته را اخلم: د اقتصادي ودې په ترڅ کې د نويو زېربناوو، د ټولګټو تاسيساتو او د سترو پروژو لړۍ به روانه ساتل کيږي. د اقتصادي ودې له دايرې بيرون نا استفاده شوې، ناڅرګندې او پټې وړتياوې به رابرسېره کيږي او تر استفادې لاندې به راوستل کيږي. د داخلي بازارونو له پياوړتياوو به ملاتړ زياتیږي او اقتصادي جوړښت کې به لا اغېزمنې اسانتياوې رامنځته کيږي. د نوښتونو، وړتياوو رابرسېره کول به هڅول کیږي او ورته لا پرمختګ به ورکول کيږي. صنعتي بنسټونه به پر نوې ټکنالوژۍ باندې سمبالېدنې ته زمينه مساعديږي، د سرعت، دقت او کيفيت په موخه به له صنعتي ځنځير سره د نوې او مډرنې ټکنالوژۍ د اړيکو رول ته زياتوالی ورکول کيږي. له زراعتي بنسټونو ملاتړ ته به پراختيا ورکول کيږي. په ښارونو او کليو کې به د برابر، متوازن او همغږي پرمختګ لارو چارو جوړونې ته پاملرنه کيږي. د اقتصادي سيستم د نوي کېدو بهير به له پرمختګونو برخمنيږي. د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير به په سرعت سره مخ پر وړاندې بېول کيږي، په بازارونو کې د سالم رقابت لپاره به د فرصتونو په رامنځته کولو او زياتولو تمرکز ساتل کيږي.
په چاپېريال ساتنې او پرمختګ کې به د نويو څرګندو لاسته راوړنو رامنځته کولو لپاره هڅې کيږي. له ځمکو څخه د استفادې او ساتنې لارو چارو ته به لا منظموالی او پياوړتيا ورکول کيږي. توليدي چارې به داسې جوړې او عياريږي چې چاپېريال ته زيان او صدمه ونه رسيږي. دغه راز بايد د ټولنيز ژوند په طريقه او عادتونو کې چې د چاپېريالي ککړتياوو لامل ګرځي بدلون، د اصلاحاتو راوستل اړين او يوه مهمه اړتيا ده. د ککړتياوو د کمښت او مخنيوي په موخه به د اغېزمن سيستم رامنځته کول هڅول کيږي، څو په مسلسل ډول د محيطي ککړتياوو اندازه کمه او کنټرول کړی شي. په ژوند کې د اسانتياوو لوړوالی بايد يو له عمده لومړيتوبونو څخه اوسي، ډاډمن کاري فرصتونه بايد برابر او رامنځته شي، د اتباعو عايداتو او د هېواد اقتصادي ودې او متوازن انکشاف لپاره به لا په قوت سره کار کيږي او د بېوزلۍ له منځه وړلو بهير به پر يو دايمي او دوامداره خوځښت او جريان باندې بدليږي.
د ښې او اغېزمنې حکومتوالۍ رامنځته کول، د تقنيني سيستم پياوړتيا او شفافيت په ډاډمن ټولنيز عدالت تامينولو کې مرسته کوي، د حقوقو خونديتوب او د برابرۍ لپاره به د اصلاحاتو لړۍ يو دوامداره اصل اوسي، دا هغه څه دي چې د ښې حکومتوالۍ د اغېزو او هم د ولس باور پياوړتيا او لوړوالي کې تر ډېره عمده رول او تاثير لري.
د خطرونو مخنيوی، د بېړنيو پېښو پر وړاندې د بيدارۍ او وړتياوو د لوړولو لپاره به لازم کارونه کيږي، په دې توګه د طبعي پېښو د مخنيوي او مبارزې سويې په لوړوالي او ښه والي کې به د پام وړ زياتوالی راوستل کيږي.
د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د پاکې دوامداره انرژۍ انقلاب د عموميت لپاره په قوت سره کار کيږي، د شين او دوامداره پرمختګ اصل به په صنعتي چارو کې يو له لومړيتوبونو اوسي، په دې توګه له چاپيريال ساتنې ملاتړ به يوه دايمي دنده او مسووليت ګرځي.
د اټکل له مخې، د چين اقتصادي توليدي ارزښت به تر ۲۰۲۵ کال پورې دوولس زره ميليارده يوان (دوه زره ميليارده ډالره) ته ورسيږي، دا به د وګړو کلني سر عايد اته سلنه برخه جوړه کړي، تر ۲۰۳۵ کال پورې به د وګړو کلني سر عايد څه دپاسه لس سلنې ته لوړ شي. په راتلونکې کې به اقتصادي پرمختګ په عمده توګه د شين پرمختګ پر ټکنالوژۍ ولاړ اوسي. د شين پرمختګ لارو چارو ته به د يو مهم اساس او اصل په توګه وکتل شي، د چاپېريال ککړتيا او د اقليمي بدلون مسئله د ډېرو هيوادونو لپاره اوس يوه ستونزه ده او د پام وړ مسئله ګرځېدلې ده، د مخنيوي په اړه يې اقدامات ګډو او نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري. چين د چاپېريال مسئلې په اړه هڅاند او جدي دی، په دې برخه کې يې غوره او ګټور تخنيکونه، تجربې او نظريې وړاندې کړې او شريکې کړې دي.
پاکې او رڼې اوبه، زرغون سمسور غرونه په هر ځای کې د ټولو لپاره مهم او ارزښتمن دي. د انسانانو او طبيعت تر منځ د هوساينې، د ټولنيز ژوند مډرنيزه کولو، جوړولو او ابادولو کې يې ونډه مهمه او ګټوره ده. د چين واکمن ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې پنځمه غونډه کې د اقليمي بدلون د مخنيوي په اړه مشخص هدفونه ټاکل شوي دي، دا نه يوازې د چين د منظم پرمختګ لپاره ډېر مهم او ګټور دي، بلکې د يوې خوندې پاکې او سمسورې نړۍ د جوړولو په لوري د ګامونو پورته کول دي.
دا وې د چين د څوارلسم پنځه کلن پرمختيايي پلان ځينې هغه موخې چې هر هيواد يې د خپلې ښې او پياوړې راتلونکې، د ډاډمنې بسيا، مرفع او سعادتمندې ټولنې د جوړونې لپاره د يو زيارکښه، زحمتکښه، هوډمن ملت او هيواد په توګه د مضبوطو ګامونو اخيستلو او پورته کولو لپاره ټاکلی او غوره کولی شي.
دا نړۍ زموږ ټولو شريکه ده او ګډ کور مو دی، سلامتيا او ابادي يې د هر تن او ټولو دنده ده. پر هر تن او ټولو برابر حق لري. راځئ په ګډه د يوې خوندي، سوکاله، سالمې، ښکلې او ابادۍ نړۍ لپاره کار وکړو! د بشر ګډ برخليک ټولنې د جوړولو شعار په عمل کې پلی او تر سره کړو!