یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

امريکا د ګډوډيو په اوج کې؛ پر کانګريس په بريد کې څلور کسان وژل شوي

ليکنه: سيدالرحمن سالار

جنوري 7, 2021
in لیکنې
0 0

د سپينې ماڼۍ مرستيال وياند له خپلې دندې څخه  استعفا ورکړه.

د امريکايي رسنيو د خبر له مخې،د چهار شنبې په ورځ  پر کانګريس د ټرمپ د پلويانو په هجوم کې د يوې ښځې په ګډ‌ون څلور کسان وژل شوي، د پوليسو له خوا ۵۲ کسان نيول شوي، د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکي جوبايډن له ټرمپ څخه غوښتي چې خپل پلويان  دې غلي کړي .

الجريزې چينل  د سپينې ماڼۍ د مرستيال وياندې سارا متيوز د  استعفا خبر ورکړی او ويلي يې دي چې امريکا کې بايد واک په سوله ييز ډول انتقال شي.

د امريکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ زرګونه پلويان چهار شنبه په داسې حال کې کانګريس ودانۍ ته په زور ننوتل چې هلته په ولسمشريزو ټاکنو کې د جوبايډن د بريا لپاره غونډه پيل شوې وه.

کانګريس کې روانه غونډه لومړی بنده شوه او له شپږ ساعته ځنډ وروسته بېرته پيل شوه.

د يادونې وړده چې په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ د پاتې کېدو يوازې دوې اوونۍ وخت پاتې  دی.

د ټرمپ د پلويانو  دغه اقدام د ياد هېواد په داخل او له هېواده بهر سخت غبرګونونه راپارولي او  دا کار يې د امريکا په اصطلاح ډيموکراسۍ ته سخته ضربه بللی.

د امريکا منتخب  ولسمشر جوبايډن ويلي چې پر کانګريس بريد اعتراض نه، بلکې يوه بلوا ده.

نوموړي  زياته  کړې چې د چهارشنبې پېښو وښودله چې په امريکا کې ډيموکراسي له خطر سره مخ ده.

د ټرمپ مرستيال، مايک پنس هم پر کانګريس بريد غندلی او ويلي يې دي چې تاوتريخ غواړي به هېڅکله بريالي نه شي.

د امريکا پخوانۍ خارجه  وزيرې هيلري کلنټن د ټرمپ پلويان کورنۍ ترهګر بللي او ويلي يې دي چې هغوی بايد پرکانګريس د بريد ځواب ووايي.

هاخوا ټويټر له خپلې پاڼې څخه د ټرمپ پيغامونه پاک  کړي او د ۱۲ ساعتونو لپاره يې د نوموړي پاڼه هم بنده کړې.

بل خوا ډونالډ ټرمپ په يوه ويډيويي پيغام کې له خپلو پلويانو غوښتي چې غلي شي او خپلو کورونو ته ستانه شي، خو ادعا يې کړې چې دی ټولټاکنې له درغليو ډکې وې او بايد سوله رامنځ ته شي.

د سکاټلينډ لومړي  وزير  نيکولا سترجن په يوه ټويټ کې  پر کانګريس بريد وحشتناک عمل بللی او دا کار يې دده په وينا د هغو کسانو لپاره شرمونکی بللی چې ډيموکراسي يې دود کړې.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې چې پر کانګريس بريد، پر ډيموکراسۍ د بريد نښه ده.

د اروپا د پارلمان مشر، يويد ساسولي هم په يوه ټويټ کې د کانګريس پر ودانۍ د بريد له امله ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې بايد ډيموکراسۍ ته درناوی وشي.

آيا امريکا د زوال پر لور ځي؟

تاريخ دا ثابته کړې چې لوی قدرتونه او امپراتورۍ هغه مهال نړېدلې او د زوال پر لور تللې چې له کورنيو ستونزو سره مخ شوې، داسې ښکاري چې امريکا اوس هماغه پړاو ته داخله شوې.

که څه هم په امريکا کې داخلي جنجالونه هغه مهال رامنځ ته شول چې  تېر کال د پوليسو د يوه سپين پوستي افسر له خوا د  جورج فلويډ په نوم يو تور پوستی په بوږنونکي ډول ووژل شول او له امله يې پراخ اعتراضونه رامنځ ته شول چې ان د امريکا تر پولو محدود نه شول، بلکې د نړۍ په ډېرو لويو ښارونو کې هم ترسره شول.

خو دا چې  دغه اعتراضونه د هېواد د انتخاباتي مبارزو په اوج کې رامنځ ته شول، د امريکا سياسي فضا يې بدله او د هغو محکومو نژادونو د اواز پورته کولو لپاره يې فرصت برابر کړ چې نژاد، رنګ او قوم په پلمه ځپل شوي او محکوم شوي دي.

د امريکا په ځينو ايالتونو کې د ډونالډ ټرمپ پرضد بې مخينې پراخ لاريونونه ترسره شول او ټرمپ يې پر توکم پالنې تورن کړ او له امله يې په امريکايي ټولنه کې موجود پخواني درزونه لا پسې ژور او په ډاګه شول.

همدې نژادي تبعيضونو نتيجه وه چې  د امريکا  د ۲۰۲۰  ولسمشريزې ټاکنې د ياد هېواد په تاريخ کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وبلل شوې .

دغه ټاکنې د نوامبر په درېيمه ترسره شوې او د جوزف بايډن په برياليتوب سره پای ته ورسېدې. ډونالډ ټرمپ يې مخالفت وکړ او ټاکنې يې ان د افغانستان تر ولسمشريزو ټاکنو هم بدې وبللې، د عدلي ارګانونو  دروازې يې وټکولې، خو ګټه يې ونه کړه.

نوموړي ولسمشرۍ چوکۍ له لاسه ورکړه، خو د امريکا په سياست کې يې خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی، نوموړی هڅه کوي چې جمهوري غوښتونکی ګوند کنټرول او له دې لارې د امريکا په سياست کې اغېزمن پاتې شي.

اټکل داسې کېږي چې بالاخره به په امريکا کې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشريزو ټاکنو له جنجال وروسته د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شي چې هم به پکې ګټونکی جوبايډن او هم به ټرمپ پکې ونډه ولري.

دې ټولو ته په پام سره ويلای شو چې امريکا د خپل تاريخ په تر ټولو بد حالت کې قرار لري او که اوسنی وضعيت کنټرول هم شي، شک نشته چې ۲۰۲۰ او ۲۱ کال پېښې به د امريکا د زوال او ټوټه کېدو اساس او پيل وي او وخت ناوخت به پکې دا ډول او تر دې بدې پېښې به پکې رامنځته کېږي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In