چين او افغانستان د نړیوالو او کورنیو حالاتو له بدلونونو او لوړو ژورو سره سره خپلمنځي دوه زره کلنه دوستي دوامداره ساتلې ده. چینایان له خپلو ګاونډیو سره، په تېره بیا له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ته درناوی لري، ځکه د دغو دواړو هيوادونو اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس جوړې شوې دي او دا په نړیوال تاریخ ډېر کم تر سترګو کیږي.
د چین د رسمي تاریخي سندونو له مخې، کابو دوه زره کاله مخکې، د چین د هان امپراطورۍ سلسلې د وخت امپراطور استازي جانګ چیان د افغانستان له مزارشریف څخه لیدنه کړې وه، چې د نوموړي دغه سفر د وریښمو لرغونې لارې د پیل سبب هم شوی و.
د وریښمو لرغونې لارې د دغې لارې په اوږدو کې د مېشتو خلکو پر ورځني ژوند سيوری غوړولی و او لا یې هم اغېزې ښکاري، د ساري په توګه یې بادرنګ، سره بانجان، انګور او انار یادولی شو. دغه خوراکي توکي پر همدغې لارې چين ته راوړل شوي او د چینایانو د ورځنيو خوړو یوه نه جلا کیدونکې برخه ګرځیدلې ده. په لومړۍ ميلادي پيړۍ کې د اوسني افغانستان ختیځ او د پاکستان شمال لوري ته پرتې سيمې او په لویه کې ګندهارا سیمې کې د بودایي کلتور او د هند، یونان، فارس، روم او منځنۍ اسیا سبکونه ګډ شوي وو، چې اوس په تاریخ کې د ګندهارا بودایي کلتور په نوم ياديږي. ګندهارا سبک د چین بودایي کلتور تر ډیرې اندازې پورې اغیزمن کړی و او دا اغېز د چین په ډیرو بودایي مجسمو کې له ورایه ښکاري.
سږ کال د چین ولسي جمهوریت او افغانستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګیدو ۶۶مه کالیزه ده او دغه کال د دواړو هيوادونو لپاره ستر اهمیت لري.
کله چې په ۱۹۴۹م کال کې، د چین ولسي جمهوریت جوړ شو، نو د افغانستان د وخت حکومت په لومړيو وختونو کې په رسميت وپېژنده او ورپسې دواړو خواوو په ۱۹۵۵م کال کې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.
چین د افغانستان ګاونډی دی او هميشه يې د دغه هیواد له بیا رغونې څخه ټینګ ملاتړ کړی او په بیلابیلو برخو کې یې تر وسې پورې ورسره مرستې کړي او کوي یې.
چین غواړي له افغانستان سره خپلې انکشافي تجربې شریکې کړي. هر کال ګڼ شمیر افغان دوستان په سیمینارونو او کورسونو کې د ګډون لپاره چين ته راځي او له دغه هيواد څخه ليدنه کوي، د ابتدایي شمیرنې له مخې اوس څه دپاسه شپږ سوه افغان محصلین د چین په بیلابیلو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.
تجارت او سوداګري انکشاف ته خوځنده ځواک ورکوي.
چین د ۲۰۰۶ کال په جولای کې اعلان وکړ، چې د افغانستان له کابو درې سوه ډوله صادراتي تولیداتو به هیڅ ګمرکي مالیات وا نه خلي. د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ لومړی هوایي دهلیز د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې پرانیستل شو او له دې لارې د افغانستان دوه زره ټنه جلغوزې چین ته وليږدول شول. د دې ترڅنګ په راتلونکي کې به د افغانستان د زعفرانو، بادامو او مميزو په ګډون ډول ډول ځانګړي تولیدات چين ته صادر شي او د چمتوالي کارونه يې روان دي.
چین اوس د افغانستان درېیم لوی تجارتي همکار دی.
په 2019م کال کې چین ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۳۰ ميلیونو امریکایي ډالرو ته ورسید، چې اوس دغه رقم مخ پر زیاتیدو دی او په همدې کال کې له افغانستان څخه چین ته د مالونو لیږدونکی لومړني اورګاډي تګ راتګ پيل کړ. چینایان د دې هرکلی کوي، چې په خپلو بازارونو کې لا زیات افغان ځانګړي تولیدات وویني.
د دواړو هيوادونو ترمنځ بل مهم کار د کلتوري اړيکو تبادله او د ځوانانو ترمنځ راشه درشه ده. ډېری افغانان اوس په چيني ژبې زده کړې کوي او هم ډېری چينایان پښتو او او دري ژبې زده کوي.
د چين حکومت په ۱۹۵۹م کال کې افغانستان ته د پښتو او دري زده کړې لپاره محصلین ولیږل او په ۱۹۷۳م کال کې یې د چین پښتو راډیویي خپرونې پيل کړې. له ۲۰۰۸ کال راهیسې سلګونه افغان محصلين د کابل پوهنتون له کنفوسیوس پوهنځي څخه فارغ شوي او اوس په چيني ژبې روانې خبرې کوي. ژبه د کلتور نښه ده او د کلتور متقابله پیژندنه بیا د خلکو زړونه نږدې کوي.
د دواړو هيوادونو دوستي ټينګه ده او یو بل ته بد نیت نه لري. چین په افغانستان کې شخصي ګټې نه لټوي، د دواړو هيوادونو دوستي صادقانه ده او همدا د دواړو هیوادونو د خلکو ګډه هیله ده. چین د افغانستان په کورنیو چارو کې هيڅ لاسوهنه نه کوي، دواړه خواوې یو د بل درناوی کوي او خپلو واقعیتونو ته په کتو بیل ټولنیز سیستمونه او انکشافي لارې انتخابوي. دوه زره کاله دمخه افغانستان د وریښمو لارې په اوږدو کې یوه ځلانده ملغلره وه. کله چې چین د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز مطرح کړی، افغانستان له دغه انکشافي وړاندیز سره د پيوستون واضحه هيله څرګنده کړې او غواړي د اسیا زړه او د اسیا-اورپا د ځمکني پل رول ولوبوي. چین هم هیله لري، چې په افغانستان کې ژر تر ژره دایمي سوله او ارامتیا رامنځته شي. چین د تېر په څېر د افغانانو په مالکيت، مشرۍ او لارښوونې د دغه هيواد له سوله ییز بهیر څخه ټینګ ملاتړ کوي او د ګاونډي په کور کې جنجالونه نه غواړي.