د افغانستان په شمال ختيځ کې د چين په نوم د يوې لويې جغرافيې په حدودو کې را ټول هېواد موقعيت لري چې نفوس يې د نړۍ کابو يو پر پنځمه برخه نفوس جوړوي، د اقتصاد په برخه کې د نړۍ دويم مقام لري،ابر قدرت دی، د ملګرو ملتونو امنيت شورا دايمي غړی دی، چې دا ټول هغه ځانګړتياوې دي چې په نړيواله کچه يې اهميت ثابتوي.
د تاريخي سرچينو په حواله چې دغه هېواد له افغانستان سره زرګونه کاله بې غرضه اړيکې درلودلې، ددې کرښو تر ليکلو يې د افغانستان پر خاوره تېری نه دی کړی.
د هېوادونو، دولتي سازمانونو، خپلواکو غير دولتي سازمانونو او… ترمنځ روابطو ته نړيوالې روابط وايي.
په حقيقت کې دا د ټولو هېوادونو اړتيا ده چې له نورو هېوادونو سره سياسي، تجارتي، فرهنګي، علمي، او… اړيکې ولري.
د ملي اهدافو په پام کې نيول په نړيوالو اړيکو کې مهم ځای لري او طبيعي ده چې هر هېواد ځانته د ملي اهدافو تعريف لري او له نورو هېوادونو سره د خپلو ملي اهدافو په رڼا کې اړيکې پالي.
که په نړيوالو اړيکو کې ملي اهداف له پامه وغورځول شي نو د يوه هېواد د تباهۍ لامل هم کېدای شي.
که د افغانستان تېر تاريخ ته وګورو نو متاسفانه ډېر وخت په بېلا بېلو دلايلو له نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه سترو هېوادونو سره په اړيکو کې ملي اهداف له پامه غورځول شوي او اړيکې د متقابل درناوي نه، بلکې يوازې د مقابل لوري ګټو ته پکې پام شوی چې په نتيجه يې افغانستان نه جبرانېدونکي زيانونه ليدي، چې په دې برخه کې له پخواني شوروي اتحاد او بريتانوي هند سره د افغانستان د وخت اړيکو ته اشاره کولای شو.
دا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی، نو ځکه زموږ ملي او اسلامي ارزښتونه او اهداف يو له بل څخه نشي بېلېدای او له نورو سره په اړيکو کې زموږ سرې کرښې دي او بايد هېڅکله له پامه ونه غورځول شي.
د چين او افغانستان اړيکې په دوو برخو ويشلای شوو، په لرغونې زمانه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دي چې څه باندې دوه زره کاله زوړ تاريخ لري او بل په معاصره زمانه کې ددواړو هېوادونو اړيکې دي چې سبا ” د جنورۍ ۲۰مه” يې ۶۶مه کليزه ده.
ځينې هغه تاريخي ليکنې چې د يونليکونو په بڼه شتون لري، ددې ښودنه کوي چې د چين او افغانستان خلکو له ډېر پخوا څخه ښې اړيکې درلودلې دي.
د چين د هان امپراتورۍ ، زينګ جيان له ميلاد څخه ۱۲۸کاله وړاندې د کنشکا امپراتورۍ پرمهال په افغانستان کې د خپل لومړني استازي په توګه وټاکه، چې ددې سرچينې له مخې د افغانستان او چين د اړيکو مخينه شاوخوا دوه زره کلونو ته رسېږي.
خو د چين او افغانستان دولتونو ترمنځ اوسمهاله (معاصرې) ډيپلوماټيکې اړيکې په ۱۹۵۵زيږديز کال کې پيل شوې چې په ترڅ کې يې د چين د وخت لومړي وزير چوان لای افغانستان ته سفر وکړ.
د چين لومړي وزير په دې سفر کې د افغانستان د وخت له پاچا محمد ظاهر شاه او لومړي وزير سردار محمد داوود خان سره سرحدي مسايلو او اقتصادي اړيکو د جوړېدو بحث مطرح کړ او ورپسې سردار محمد داوود خان چين ته سفر وکړ او ددغه هېواد له رهبر، مايو تسه تونګ سره يې د سرحدي مسايلو د حل په اړه د افغانستان اراده شريکه کړه او بالاخره په ۱۹۶۳کال کې له پکن څخه کابل ته يو لوړ پوړی پلاوی راغی او د چين له سين کيانګ ايالت سره يې د افغانستان بدخشان ولايت د واخان ترمنځ د ګډې پولې ټاکلو په موخه يو تاريخي تړون لاسليک کړ چې په پايله کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراخېدو لپاره يو ځل بيا زمينه برابره شوه.
خو کله چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د ۱۹۷۹کال د ډسمبر په ۲۵مه افغانستان اشغال شو، چين يې پر وړاندې خپله غوسه په ډاګه کړه او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې پر افغانستان دغه يرغل په سختو ټکيو وغانده.
دغه راز چين په ۱۹۹۳ کال په افغانستان کې د ډ اکټر نجيب الله حکومت تر ړنګېدو وروسته او د کورنيو جګړو پرمهال په کابل کې خپل سفارت بند کړ، خو په ۲۰۰۱ کال کې يې د حامد کرزي په مشرۍ افغان دولت په رسميت وپېژاند او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو تړون لاسليک شو او دې هېواد له ۲۰۰۱زېږديز کال را په دې خوا له افغاستان سره سلګونه ميليون ډالره مرسته کړې.
چين د افغانانو د مصرفي توکو لپاره مناسب بازار پرانيستی، داسې چې د افغانستان په هر کور کې له پوښاک( بوټ، څپلۍ، موزې، جرابې، جامې …) نيولې تر ټوکر، فرش،ماشين الاتو، ودانيزو توکو، کمپيوټر، تيلېفون … او داسې نور د چيني توليداتو بېلګې ليدل کېږي او په زړه پورې داده چې چيني محصولاتو بيه د نورو هېوادونو د محصولاتو په پرتله ښه او ټيټه ده.
چين اوسمهال له افغانستان سره د اقتصادي همکاري تړون لري.
چين ډېر لرغونی ټاټوبی دی چې د تاريخ پوهانو په باور ددغه هېواد لومړني تمدنونه د يانګ تسه او زېړ سمندر په څنډو کې رامنځ ته شول.
موندنې ښيي چې انسانان له ميلاده ۵۰۰۰کاله پخوا د يانګ تسه په سيمه کې ميشت او کرنې ته يې مخه کړه.
د چين لسګونه لرغوني ځايونه د ملګرو ملتونو د يونيسکو په سازمان کې له خوا د نړۍ د مشهورو تاريخي ځايونو په نوملړ کې ثبت دي.
شانګهای،پکن،هانګزو او شنزن د چين مشهور ښارونه دي.
شانګهای:
شانګهای تر ټولو ګڼ نفوس ښار دی غرونه يې پر شنو ځنګلونو پوښل شوي او ددغه ښار طبيعي منظرې ته يې لا ډېره ښکلا ور بښلې ده.
په نوموړي ښار کې ګڼ شمېر پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې شتون لري نو ځکه د علم او روشنګرۍ مرکز هم بلل کېږي.
دغه ښار د سيند په وسيله پر دوو برخو ويشل شوی.
هانګزي ښار:
هانګزي ښار د ژجيانګ ايالت مرکز دی او د سياست، اقتصاد او کلتور مرکز هم ګڼل کېږي، ډېر ښکلی ښار دی او له اقتصادي پلوه په چين کې مهم مقام لري.
دې ښار ته هر کال ميليونونه بهرني او کورني سيلانيان ورځي.
د ايټايايي مار کوپولو دغه ښار د يوان لړۍ په وخت کې د نړۍ تر ټولو باعظمته او زړه را ښکونکی ښار بلل دی.
شنزن ښار:
د شنزن ښار د موبايل، کمپيوټر او نورو برېښنايي وسايلو بندر ګڼل کېږي.
دغه ښار د توليدي کار ځايونو او مهمو سوداګريزو مرکزونو درلودلو له امله ځانګړی ارزښت لري. په دې ښار کې د نړۍ اتمه لوړه ودانۍ شتون لري .
شنزن اوسمهال د اسيا په ختيځ کې يو مهم سوداګريز مرکز ګڼل کېږي.
سياست
د چين بهرنۍ اړيکې:
چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو مهم او دايمي غړی هېواد او د نړۍ له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري، په ګڼ شمېر هېوادونو کې سفارتونه لري چې يو له دې هېوادونو څخه افغانستان دی.
دغه راز د نړيوالې سوداګرۍ سازمان، اپک، شانګهار د ملګرتيا سازمان او ۲۰ډلې په شان د څو اړخيزه سازمانونو غړی دی.
اقتصاد:
يو کمربند يوه لار(د ورېښمولار):
چين اوسمهال د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکی او د ناخالص کورني توليد پر بنسټ په نړۍ کې دويم ستر اقتصاد لرونکی هېواد ګڼل کېږي .
چين د پخوانيو پېړيو را په دې خوا د علمي تمدن پر مرکز سربېره د نړۍ يو ستر سوداګريز مرکز پاتې شوی او له چين څخه د نړۍ کابو ټولو برخو ته سوداګريز او د توليد اومه توکي لېږدول کېدل چې د لېږد يوه مهمه لار يې د ورېښمو لار پاتې شوې، خو د ټکنالوژۍ په ډګر کې د پرمختګ او په وړو وړو برخو د ډېری اسيايي هېوادونو د وېشل کېدو او ځينو ښکيلاکي سياستونو له امله دغه لاره سلګونه کاله له پامه غورځول شوې، خو اوس چين په ۲۰۱۳ کال کې يو ځل بيا ددې لرغونې او نړيوالې سوداګريزې لارې د جوړېدو پلان اعلان کړ.
يو کمربند، يوه لار د نړۍ ۶۹ کابو هېوادونه په برکې نيسي او په دې سره د نړۍ کابو نيمايي نفوس چيني محصولاتو ته لاس رسی پيدا کوي.
د ورېښمو لارې يو مسير له چين څخه پيل او د مرکزي اسيا له لارې اروپا ته رسېږي او بل يې د ۲۱مې پېړۍ سمندري لاره ده چې چين د سمندر له لارې له سويل ختيځې او لوېديځې اسيا، منځني ختيځ او افريقا سره نښلوي.
د ورېښمو لارې يوه برخه د افغانستان له بدخشان څخه تېره شوې چې په بيا رغېدو سره يې افغانستان له اقتصادي پلوه لا ډېر سټراټژيک ارزښت پيدا کولای شي.
دغه هېواد د اټومي وسلې په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو ستر پوځ او په نړيواله کچه د سترې دفاعي بوديجې درلودونکی هېواد دی.
چين ته د ځينو پوهنتونونو، پوځي، اقتصادي او سياسي څېړوونکو له خوا د يوه ابرقدرت لقب ورکړی شوی دی.
د ورېښمو لارې مخينه:
هغوی چې د سيمې له تاريخ سره بلد دي، پوهېږي چې د ورېښمو لار چې افغانستان يې هم برخه ده کابو دوه زره کاله وړاندې د منځنۍ او سويلي اسيا، افريقا او اروپا ترمنځ يوه مهمه اقتصادي او کلتوري لار وه. د هغو هېوادونو په پراختيا او پرمختګ کې د يادې شوې لارې مهم رول چې دغه لار ورڅخه تېره شوې ده ډېر څرګند دی.
د ورېښمو لارې د لرغونتوب په اړه ځينو تاريخي سرچينو ويلي چې ددې لارې لرغونتوب له ميلاد څخه کابو ۳۵۰۰کاله پخوا وختونو ته رسېږي، خو دغه لار په چين کې له ميلاد څخه کابو ۱۵۰۰کاله پخوا د ورېښمو لارې په نوم مشهوره شوه.
دا چې چين ډېر ورېښم توليدول او له دې لارې يې صادرول، ښايي له همدې امله د ورېښمو لار نومول شوې ده.
د افغانستان واخان د ورېښمو لارې يوه مهمه دروازه ده او پخوا ترې بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان صادرات او واردات له همدې لارې څخه ټرانزيټېدل.
د ياد شوي دهليز بېرته پرانيستل به د افغانستان په وارداتي لګښتونو کې د پام وړ کموالی رامنځ ته کړي او ان ددې دهليز بېرته پرانيستل کېدو سره د افغانستان د مس عينک کان اومه مواد د همدې دهليز له لارې چين ته استول کېدای شي،نو ځکه ددې لارې پرانيستل چين او افغانستان دواړو ته ډېره ګټه لري.
د سيمې جفرافيايي جوړښت ددې ښودنه کوي چې چين او د سيمې هېوادونه د ځمکې او اوبو له لارې سره تړلي دي او دا کار د سوداګريزو توکو وړل راوړل لا اسانه کوي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان او د چين نوښت:
د شانګهای د همکارۍ سازمان د چين په نوښت په ۲۰۰۱ کال ددغه هېواد، روسې، قزاقستان،قرغيزستان،تاجکستان او ازبکستان د مشرانو له خوا د امنيتي، اقتصادي او کلتوري همکاريو لپاره رامنځ ته شو.
په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې مغولستان او يو کال وروسته يې ايران،پاکستان او هند او په ۲۰۱۲کال کې افغانستان او ورپسې بلاروس ددغه سازمان څارونکي غړي شول.
د چين ورزش:
د نړۍ ډېری بېلا بېل ورزشونو هم له چين څخه سرچينه اخيستې ده. کونګ فو د چين ترټولو مشهور ورزش دی چې په ۱۶۰۰زېږديز کال کې رامنځ ته شوی.
د ورزش ډېر مشهور شخصيتونه لکه جکي چان او بروس لري دواړه د چين د هانګ کانګ دي چې په نړۍ کې د کونګ فو پر اصولو مشهور دي .
کونګ فو او ووشو،تالو، وينګ چون کونګ فو يا وينګ چون ووشو د چين پخواني او دوديز رزمي هنرونه دي.
د چين صنا يع:
د چين اصلي صنايع ډېر پراخ دي او محصولات يې اوسپنه، سټيل، د ډبرو سکالره، ماشين الات، تيل او پتروشيمي، د لوبو سامان،جامې او برېښنايي توکي دي.
د مالدارۍ او زراعت په برخه کې وريجې، غنم، کچالو، جيوار، ممپلي، چای،ږدن، وربشې، کتان، کب او خوګ، د چين د خلکو مهم محصولات دي. د چين عمده صادرات، ماشين الات، جامې، بوټ، د لوبو شيان، کيمياوي توکي او کاني سون توکي دي.
واردات يې ماشين الات، کيمياوي توکي، اوسپنه، سټيل او کاني سون توکي دي.