د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د ختيځې امريکا پر وخت د ۲۶مې نېټې د مازديګر تر ۲ بجو او ۲۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۰۰۰۳۲۴۶۱ او له دې امله د مړه شويو کسانو شمېر ۲۱۴۹۸۱۸ ته رسېدلی دی. د اړوندو معلوماتو له مخې، پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو د زياتېدو سرعت مخ په چټکېدو دی چې له صفر نه ۱۰ ميليونو ته د زياتېدو لپاره څه باندې نيم کال مصرف شوی، له ۱۰ميليونو نه ۲۰ ميليونو ته د زياتېدو لپاره ۴۳ ورځې تېرې شوې او له ۹۰ميليونو نه ۱۰۰ميليونو ته د زياتېدو لپاره يوازې ۱۶ ورځې لګول شوې دي. په امريکا کې د يادې وبا څه باندې ۲۵ ميليونه ناروغان شتون لري چې د نړۍ د عمومي شمېر يو په څلورمه برخه نيسي او په دغه هېواد کې څه دپاسه ۴ لکه تنه پر دغې وبا د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.
ښايي په ځينو هېوادونو کې د کرونا وبا پېښې تر اعلان شوي رقم لوړې وي. د فرانسې خبري اژانس د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۵مه نېټه د افغانستان د عامې روغتيا د وخت وزير احمد جواد عثماني له قوله خبر ورکړ چې دغه هېواد د روغتيا نړيوال سازمان په مرستې سره پر ۹۵۰۰ تنو افغانانو د کرونا وبا ضد د انتي باډي(Antibody) ټېسټ وکړ او پايلې يې ښيي چې د ټول افغانستان په کچه ۳۱.۵سلنه خلک او د کابل په کچه کابو ۵۰ سلنه وګړي پر کرونا وبا اخته شوي دي.
د India Today ورځپاڼې د خبر له مخې، د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د جنورۍ له ۱۰مې نه تر ۲۳مې نېټې پورې د کرونا وبا ضد د انتي باډي ټېسټ ۵م پړاو تر سره شو چې نيمه برخه ټېسټ منونکي يې مثبته پايله لري. دا معنی لري چې د نوي ډيلي له ۲۰ ميليونه نفونس نه لږ تر لږه ۱۰ ميليونه تنه پر کرونا وبا اخته شوي وو.
د دې تر څنګ له تېر دسمبر راهيسې په برېتانيا، جنوبي افريقا او برازيل کې څو ډوله نوي کرونا ويروسونه پيدا شوي دي. د ابتدايي څېړنې له مخې، په برېتانيا کې د پيدا شوی نوي کرونا ويرس د خپرېدو شونتيا لا نوره هم زياته ښکاري. اوس لږ تر لږه ۶۰ هېوادونو د روغتيا نړيوال سازمان ته د همدا ډول نوي کرونا ويروس پيدا کېدو رپوټ کړی دی.
که څه هم کرون وبا لا تر اوسه په ټوله نړۍ کې په چټکه او سخته توګه خپرېږي، خو ښه خبر دا دی چې په زياتو هېوادونو کې عامو خلکو ته د واکسين تزريق پيل شوي دي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدريس څو ورځې دمخه ويلي چې د دغه نړيوال سازمان تر لارښوونې لاندې د کرونا وبا ضد د واکسين تزريق پلان( COVAX) به د روان کال له پای مخکې ۲ ميليارډه دوزه واکسينونه برابر کړي څو د کرونا وبا خپرېدل پای ته ورسوي.
تر اوسه پورې د فيزر (Pfizer) په نوم د امريکا د درملو جوړولو شرکت او د جرمني د بيولوژيکي تکنالوژۍ شرکت(Biotech) په ګډه ځېړل او توليد شوی mRNAواکسين، د امريکا د موديرنا(Moderna) شرکت لخوا جوړ شوی واکسين، د برېتانيا د AstraZeneca شرکت او Oxford پوهنتون لخوا په ګډه توليد شوی واکسين، د روسيې د Sputnik-V په نوم واکسين او د چين د Sinopharm او Sinovac په شمول د څو شرکتونو لخوا جوړ شوي څو ډوله واکسينونه هم د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د تزريق منظوري تر لاسه کړې ده.
د چين څو ډوله واکسينونه چې جانبي عوارض يې کم دی، ارزن، اغېزمن او عامو خلکو ته لاسرسی لري. اوس يې د برازيل، پيرو، ترکيې، اندونيزيا، فليپين، تايلنډ، مصر او بحرين په شمول زياتو هېواد کې خلکو ته تزريق پيل شوی دی. د بحرين وليعهد، د اندونيزيا ولسمشر، د اردو لومړي وزير، د ترکيې ولسمشر، د سيشل ولسمشر، د عربي اماراتو اتحاد مرستيال ولسمشر او صدر اعظم په شمول د څو هېوادونو مشرانو يا لوړ پوړي چارواکو په څرګنده توګه چيني واکسينونه تزريق کړي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم د داوس اجنډا ويډيويي غونډې ته په يوه وينا کې څرګنده کړه چې چين تر اوسه څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۱۳ نړيوالو سازمانونو ته د کرونا وبا ضد اړوندې مرستې برابرې کړې، څو هېوادونو ته يې د طبي کارپوهانو ۳۶ ګروپونه لېږدولي او د واکسين په اړوندې نړيوالې همکارۍ کې يې مثبته برخه اخيستې ده. نوموړي زياته کړه چې چین به په دوامداره توګه د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په اړه خپلې ګټورې تجربې له مختلفو هېوادونو سره شريک کړي، کمزورو هېوادونو او سيمو ته به تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړي څو د مخ پر وده هېوادونو خلک واکسين ته لاسرسی ولري او د کرونا وبا ضد نړيواله مبارزه ژر بريالۍ شي.