د اسیا د پاسفیک حوزې مشران د سوداګرۍ پر سر د راپورته شويو اختلافونو له امله ونه توانېدل چې د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړي.
د سوداګرۍ په برخه کې د امریکا او چین ترمنځ اختلافات د دې سبب شول چې د اسیا پاسفیک حوزې مشران د سرمشریزې د پای اعلامیه خپره نه شي کړای.
د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو وویل، د تجارتي سیاستونو پر سر د راپورته شویو اختلافونو له امله د اسیا فاسفیک د هېوادونو مشرانو ونه شوای کړای چې د دې سرمشریزې پر ګډې اعلامیې موافقه وکړي.
د پاپه نیوګیني صدراعظم پېټر اونیل چې هېواد یې په پورټ موریسبي کې د دې سرمشریزې کوربه و، د سرمشریزې په پای کې وویل، له دې سره سره چې مشرانو دا ومنله چې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر سر کړکېچ زیات شوی، خو په غونډه کې ډېر ګټور بحثونه او ښکاره نظریات هم تبادله شول.
اونیل خبریالانو ته وویل چې ټوله نړۍ د چین او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ پر سر راپوته شوي کړکېچ ته اندېښمنه ده.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د سرمشریزې د پای د اعلامیې مسوده چې امریکا وړاندې کړې او رد شوې وه، د متن په یوه برخه کې یې پر چین انتقاد شوی و چې د سوداګرۍ غیر عادلانه پالیسي مخ ته وړي.
دا سرمشریزه په داسې حال کې بې پایلې پای ته رسېږي چې تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي پر سر ناندرۍ ووهلې.
پېنس وویل، واشنګټن چمتو دی چې د چین پر صادراتو پر اوسنیو لګول شویو ګمرکي تعرفو دوه چنده زیاتې ولګوي او ژمنه یې وکړه چې واشنګټن به تر هغو چې چین خپله تګلاره بدله نه کړي، خپل دریځ به بدل نه کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د چین پر صادراتو د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت ګمرکي تعرفې لګولې او ویلي یې دي چې دا کار یې د چین د سوداګرۍ د غیر عادلانه سياستونو له امله کړی دی.
خو چین هم له خپل لوري له امریکا پر واردونکو تولیداتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړې او ټرمپ یې تورن کړی چې سوداګریزه جګړه یې پیل کړې ده.
د چین ولسمشر شي د شنبې په ورځ دې سرمشریزې ته وویل، تاریخ که هغه د سړې جګړې یا د ګرمې جګړې او یا هم د سوداګرۍ جګړې وخت دی، ښودلې چې جګړه ګټونکی نه لري.