د دوحې له نيمګړې هوکړې وروسته چې هيڅ لوری پکې د جنګ د خاتمې لپاره ملزوم نه دی ګڼل شوی، جنګ لاخونړی شوی. طالبانو ځانونه فاتحين او حکومت له جمهوريت څخه د دفاع لپاره جګړې ته دوام ورکړ او اوس دا دي جنګ لا خونړۍ بڼه ځان ته غوره کړې، چې د دواړو لورو تر څنګ د ورځې پکې لسګونه ملکي افغانان قرباني کيږي. له بل لوري د جنګ د پای ته رسيدو لپاره د خبرو لار تقريباً له اغزيو ډکه ښکاري، استانبول غونډه د طالبانو د مخالفت له امله له ځنډ سره مخ شوې او په قطر کې تر اوږده ځنډ وروسته د پلاوو تر منځ بې پايلې ليدنې د جنګ د پای ته رسېدو او حداقل درېدو تمې له هيڅ سره ضرب کړې دي. په نړيواله کچه او بیا په ځانګړې توګه امريکايان چې له جنګ يې پښه سپکه کړې، اوس د افغان سولې په اړوند بې تفاوتي خپله او د نظارت دنده يې نيولې او ان د دې پروسې د تخريب لپاره وخت ناوخت ضد و نقيض اندونه او فرضيې هم وړاندې کوي. پاکستان هم د تل په څېر پر طالبانو له خپل رسوخ او نفوذ څخه د خپلو اهدافو لپاره په افغانستان کې د ګټې اخيستنې لوبې ته له تغيیر پرته دوام ورکوي. حکومت د داخلي سياسي اجماع په برخه کې يا ناتوانه او يا يې هم نه غواړي چې رامنځ ته شي. دې پورته ټولو خنډونو او بې باوريو ته په پام، اړتيا ده چې د سولې د روانو په ټپه ولاړو خبرو ته په صادقانه توګه د دوام او د روانې خونړۍ جګړې د درېدو لپاره په بديلو افغاني لارو چارو فکر وشي.
لومړی؛ دا چې له پيله تر اوسه د سولې خبرې يوازې د ښکېلو لوريو تر منځ روانې دي، ځکه يې هيڅ پايله نه ده ورکړې، نو بناءً اړتيا ده چې سياسي احزاب، مطرح څېرې، واقعي قومي مشران، بې طرفه ديني علما، بې طرفه مدني فعالان او د رسنيو استازو له ګډون يوه داسې مجموعه رامنځته شي، څو وکولی شي د حکومت له رسوخ او مداخلې پرته د يوه بې طرفه اړخ په توګه لاندې څو کارونه تر سره کړي:
اول- له حکومتي مداخلې پرته دې د طالبانو په ګډون د ديني علماوو يوه ستره غونډه راوبولي، څو د جګړې په اسلامي اړخ هر اړخيز علمي بحث وکړي، چې د روانې جګړي اصلي ماهيت له ديني اړخه جوت او د جنګ اصلي څېره وپېژندل شي.
دويم- له بده مرغه اوسني جنګ داسې بڼه خپله کړې چې دواړې غاړې پر يوبل د بريدونو او يو بل ته په پېغور ورکولو تورنوي؛ خو اصلي خبره هم له موږ پټه ده. د همدې لپاره اړينه ده ياده موضوع د يوه را منځته شوي بې طرفه اړخ لخوا وڅېړل شي او په بې پرې توګه په ښکېلو لورو د فشار په رامنځته کولو حکومت او طالب له يادې جګړه یيزې آلې بې برخې کړي.
درېيم- له طالب نظاميانو سره دې د ولايتونو په کچه اړيکې ونيول شي څو په ولايتونو او ولسواليو کې د جګړې په کمښت فکري غور وشي.
څلورم- يوې داسې بې پرې لويې عنعنوي جرګې ته دې لار پرانيستل شي چې د ولس واقعي استازي پکې ګډونوال وي.
پنځم- حکومت او طالبان دې له لمسوونکو او جګړه یيزو الفاظو له کارولو راوګرځول شي او په ياده برخه کې دې په دواړو لوريو فشار راوړي.
شپږم- په افغانستان کې ښکېل اړخونه: ناټو، امريکا او سيمه یيز هيوادونو سره دې د همدې ټولګي له ادرسه د ولس واقعي غوښتنې شريکې او په قاطعيت دې له هغوی د دوه ګوني چلند د پای ته رسېدو غوښتنه وشي.
اووم- د همدې بې طرفه مجموعې له ادرسه دې يو ټيم را منځته او د نظارت لپاره دې دوحې ته د دواړو لوريو د خبرو لپاره وليږل شي او همدارنګه دې له اسلامي سيمه یيزو هیوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وشي، څو د دوحې خبرو د نظارت او څارنې لپاره استازي وروليږي.
غوښتنه؛
له ټولو سياسي څېرو، د ګوندونو له استازو، مدني فعالينو او نورو خواخوږو افغانانو هيله کوو، چې د هيواد په اوسني نازک او وژونکي حالت کې د خدای او د هغه د رسول او د حساب د ورځې د راتلو له ډاره خپل سياسي- قومي او نور اختلافات يوې خوا ته کړي او په يوه اسلامي او ملي روحيه په يوه مجموعه کې راټول شي، څو د هيواد په ژغورنه کې خپل رول په بې طرفانه ډول ادا کړي. له طالبانو مو هم غوښتنه ده چې د ولس غوښتنو ته تمکين وکړي، ځکه ولس جګړه نه غواړي او دوی هم د جګړې په دوام کې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدی او حکومت دې هم نور د قدرت د تداوم لپاره د جګړې لوری نه خپلوي.