د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۵مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابره وه. دغه سازمان له ۲۰۰۱ کال راهيسې په نړۍ کې تر ټولو پراخ او زيات نفوس لرونکی سيمه ييز سازمان ګرځېدلی دی.
شانګهای همکارۍ سازمان په تېر شل کلن مزل کې د نړۍ لپاره څه کړي او په اوسنۍ زمانه کې د سيمه ييز پرمختګ او سولې لپاره څه خدمتونه کولی شي؟
شانګهای همکارۍ سازمان پر نړيوالو اړيکو زياته اغېزه او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو کليدي توان لري. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ غړی سون جوانګ جه په دې اند دی، که څه هم شانګهای همکارۍ سازمان ځوان او شل کلن دی، خو د امنيت په برخه کې د همکاريو داسې نظريه لري، چې د نورو سيمه ييزو سازمانونو له نظريو سره بيخي توپیر لري. نوموړی وايي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د امنيتي ننګونو، ترهګرۍ، تونلارۍ او بېلتون غوښتنې پر ضد پاملرنې وړ مبارزه کړې. په عين وخت کې دغه سازمان د انټرنيټ، مالوماتو، ايکولوژيکۍ، انرژۍ او پولي چارو امنيت په شمول د ځينو نويو امنيتي ننګونو پر وړاندې هم يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولي دي. برسيره پر دې، دغه سازمان يو مهم اصل لري، هغه دا چې د کومې درېيمې خوا پر وړاندې نه دی جوړ شوی او هېڅ پوځي يا سياسي اتحاد نه لري، نو ځکه د دغه سازمان د امنيت نوی همکاريز شکل د زمانې د پرمختګ له تمايل سره سمون لري.
کارپوه سون جوانګ جه په دې اند دی، چې شانګهای همکارۍ سازمان په تېرو ۲۰ کلونو کې ګړندی پرمختګ کړی او په دې ترڅ کې يې پر شانګهای روحيې (( متقابل باور، ګډې ګټې، ګډې همکارۍ، مساوات او همغږي)) ټينګار کړی او د ډول ډول تمدنونو درناوی یې کړی دی. دغه سازمان د غړو هيوادونو ګډ پرمختګ هڅوي، د نړيوالو شخړو د حلولو، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ او نظر تبادلو د زياتولو په برخو کې ډېر مهم رول لوبوي.
د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر له ۶ څخه ۸ ته پورته شوی، ۴ کتونکي او ۶ د خبرو اترو همکار ملګري هيوادونه لري. شانګهای روحيه د دغو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې مهم رول لوبوي.
ترکيه د شانګهای همکارۍ سازمان د خبرو اترو همکارو ملګرو څخه ده.
د استانبول پوهنتون استاد پروفيسر ايوب وايي، چې شانګهای روحيې په مساوي او سوله ييزه توګه د مسئلو پر حل ټينګار کړی او د ټولو غړو او همکارو هېوادونو د پاملرنې وړ موضوعاتو ته یې پوره توجه کړې ده. نوموړي باور وښود، چې شانګهای همکارۍ سازمان به په راتلونکي کې لا بريالی وي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصاد عمومي اندازه نږدې ۲۰ زرو ميليارډو ډالرو ته رسېږي او دغه شمېر د تازه جوړېدو وخت په نسبت ۱۳ ځلې زياته ده او د نړيوالې سوداګرۍ عمومي ارزښت يې ۶.۶ زرو ميليارډو ډالرو ته رسېدلی، چې دا د شلو کالونو مخکې په پرتله سل چنده زياتوالی ښيي.
د چين د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون استاد وانګ جه من په دې اند دی، چې چين د دغه سازمان د نورو غړو هېوادونو د يو کمښت د پوره کولو په برخه کې وړتياوې لري. دغه هيواد د توکو جوړونې پياوړی توان او ډېره شتمني لري، نور غړي هېوادونه زياتې سرچينې لري او تازه سمسور شوي او د پرمختګ ستر پټ ځواک لري، نو د همکارۍ ډګرونه يې هم ډېر پراخ دي.
د هند د نړيوال فکري مرکز د چين د څېړنې ادارې مشر شارمه دې ته اشاره وکړه چې شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو او د غړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ پرمختګ د هڅولو په برخه کې هم رول لوبولی دی.