دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چيان داو جهيل په شاوخوا کې ازمويښتي کروندې

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جون 17, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د جه جيانګ ولايت د مرکز هانګ جو ښار د پراخو ځنګلونو په منځ کې د ۵۶۷ کيلومتره مربع په پراخوالي د چيان داو په نوم يو لوی جهيل شته، چې څه باندې زر ټاپوګان پکې موجود دي. دغه جهيل د هانګ جو ښار څه دپاسه ۱۰ ميليونو کسانو ته څښاک اوبه برابروي.

دوکتوره مو چيوان پنځه کاله کيږي، چې د چيان داو جهيل په څنګلورې چون آن ولسوالۍ کې د چاپېريال ساتنې دنده ترسره کوي. نوموړې په ۲۰۱۶م کال کې د نړيوال بانک په يوې پروژې کې د کار پر مهال په لومړي ځل چيان داو جهيل ته ولاړه، له دغه جهيل سره يې خورا مينه پيدا شوه او هيله منده وه، چې په خپلو هڅو دغه جهيل وساتي، نو ځکه هغه اوس په چون آن ولسوالۍ کې مېشته شوې او هلته کار کوي.

چيان داو جهيل د چين د يانګځه سيند د شاوخوا سيمې د خلکو لپاره د څښاک اوبو ډېره مهمه سرچينه ده او ډېر شهرت لري. دوکتورې مو چيوان د علمي څېړنو په ترڅ کې ومونده، چې د دغه جهيل په شواخوا ځايونو کې ميشت کليوال د نباتاتو د کرلو لپاره زيات کيمياوي مواد او سره پر پټيو شيندي، چې ډېری يې له باران سره بيا چيان داو جهيل ته بهېږي. دغو کيمياوي موادو يادې اوبه ککړې کړې وې.

علمي او څېړنيزو ادارو دا ومونده، چې د پټيو ککړتيا د چيان داو جهيل په ټولو ککړو موادو کې څه دپاسه نيمه برخه نيسي.

هلته د ځايي کليوالو عمده اقتصادي سرچينه چای او د شولو کرکيله ده. دا يوه خورا سخته مسئله ده او ډېر ستونزمن کار دی، چې له يوې خوا د چيان داو جهيل اوبه وساتل شي او له بلې خوا کليوال د کرکيلي لپاره کيمياوي سره وکاروي.

دوکتورې مو چينګ په تېرو ۵ کلونو کې د چيان داو جهيل په اړه له ۸۸ سيندونو او ډنډو او ۲۳ ولسواليو او علاقه داريو څخه ليدنې کړې دي. هغې په پيل کې هېڅ لارې چارې نه درلودې، بيا يې له زياتو کليوالو، حکومتي چارواکو او کارپوهانو سره وکتل او د يادې مسئلې په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې. دوی يو ځای کېناستل او پر دې يې بحث وکړ، چې کوم تدبيرونه به اغېزمن وي، چې هم د ياد جهيل اوبه پاکې وساتل شي او هم کليوال خپلو فصلونو ته کيمياوي سره ورکړي. دوکتورې مو چيوان په دې اړه وويل، چې موږ ۱۲ تدبيرونه غوره او ازموينې مو ترسره کړې دي.

دوکتورې مو چيوان په ۲۰۱۸م کال کې د څو لويو تصديو او ټولګټو صندوقونو په همکارۍ د اوبو ساتلو په پار يو نوی صندوق جوړ کړ، چې مالي پيمانه يې کابو ۱۰ ميليونو يوانو ته رسېده او ځايي کليوال، حکومتي ادارې او تصدۍ يې پکې برخمنې کړې. دوی د شولو ايکولوژيکي چاپېريال په ازمويښتي توګه اصلاح او يو نوی بيولوژيکي سيستم يې جوړ کړ. اوس هلته د ۲ هکتارو په پراخوالي ازمويښتي کروندې کې شولې ښه حاصلات ورکړي، تر څنګ يې ګلانو او واښو ښه وده کړې او په اوبو کې رنګا رنګ کبان ژوند کوي.

دوکتورې مو چينګ په دې اړه وويل، چې ګلان او واښه د شولو لپاره ډېر ګټور تماميږي، زياتې حشرې راجلبوي، چې دا هم د شولو لپاره ډېره ګټه لري او په دې کړنې سره اوبه پخپله پاکيږي.

۶۱کلن کليوال يو يوی تيان د دوکتورې مو چيوان ازمويښتي کروندې اداره کوي. د ده په شان زيات شمېر کليوال پر دوکتورې مو چيوان باور لري او وايي، چې په راتلونکې کې به د دوی کروندې د ايکولوژيکي اصلاحاتو له لارې کيمياوي سرې ته اړتيا ونه لري.

د چين د جه جيانګ پوهنتون علمي څېړنه ښيي، چې د دوکتورې مو چيوان د ازمويښتي کروندو شولې، نه يوازې له ۱۰ نه ۳۰ سلنه ککړتيا کمولی شي، بلکې په خوړلو کې هم ډېر ښه خوند لري.

دوکتورې مو چيوان په چون آن ولسوالۍ کې د روان کال ازمويښتي کرونده له ۲ نه ۳۳۰ هکتارو ته پراخه کړې او پلان لري، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې د ازمويښتي کروندې پراخوالی له ۵۰۰۰ هکتارو نه هم واړوي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

جولای 27, 2026

یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

جولای 27, 2026

یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

جولای 27, 2026

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In