څومره بدنصيبه قانع ملت او څومره بختور بې مسووليته مشران لرو. څوک پرديو راباندې مسلط کړي دي او يا هم داسې خلک راباندې مسلط دي، چې ډېر انسانان يې وژلي وي. په يوويشتمه پيړۍ کې هم فکر کوو چې حکومت کول د زورورو حق دی. د ملت دنده حکم منل او د حاکم د بدو اعمالو مخالفت د تمرد په کټهګورۍ کې راځي.
حاکمه ډله د ژوند تر پايه مشران وي. کله چې مړه شي، نو زامن يې په اوږو سپروو، لاسونه ورته پړقوو. هيڅ حاکم په مشورتي نظام، ملي مشارکت، د ولس د غږ په اورېدو عادت نه دی. د ملت د لوږې او د ژوند د نورو اړتیاوو په هکله ځان مسوول نه ګڼي. دا هر څه د خداى لخوا د تقدير مسئله ګڼي، خو په ملت باندې د خپل حکم منل او سرچینو باندې ټولواک کيدل د خداوند متعال لخوا ورته سپارل شوى داسې حق ګڼي، چې د واک د سلبولو او کمولو غوښتنه يې بغاوت ګڼل کېږي.
له بده مرغه چې په دربار کې د سلاکارانو په توګه ناست افراد هم د جابر حاکم ټولو کړنو ته د دين او يا هم کوم بل منل شوي مدني قانون په چوکاټ کې د مشروعیت دلایل وړاندې کوي.
که ولس د حاکم د ظلم د زغملو حوصله له لاسه ورکوي او پر وړاندې يې دريږي، نو حاکم ټولى جبراً د ملت په ستوني کې د حق غوښتلو غږ د تل لپاره بندوي.
په تيرو څو لسيزو کې مو د کمونستانو د “کور کالي ډوډۍ” د مجاهدینو “راغى اسلامي نظام وروڼو مبارک مو شه” د طالبانو “د دوزخ لایقه طالبان ولې ځوروې” او اوسنى ديموکراسي “د ښځو او ځوانانو حقونه” ” وطنه مور يې زمونږ” او داسې نور مختلف نظامونه له مختلفو شعارونو سره وازمويل او مختلف مخونه مو وليدل. د هغوى تر منځ د ظلمونو او له ارزښتونو سره د ژمنې د کچې له توپيرونو سره سره هيڅ اړخ هم د ولسي ارمانونو د تحقق لپاره د باور وړ ګامونه نه دي پورته کړي.
شل کاله وشول چې د امریکا په خوښه کسان د حاکمانو په توګه راوستل شول. هغه نارواوې چې وشوې تفصيل ته اړتيا نه لري. د ديموکراسۍ په تازه دوره کې د اشرف غني له مشرتابه لاندې څو اشخاص چې د ځينو هويت هم نامعلومه دی، له غربي فکر سره په پراشوټي توګه را وارد شول، زمونږ ملي دودنه يې مات کړل، ملي ارزښتونه يې له پښو لاندې کړل، اخلاقي کودونه يې ونړول او زمونږ سرچینې يې تاړاک کړې.
البته هغه لسګونه زره افغان ځوانان چې د ترهګرۍ پر ضد پردۍ جګړه کې له خاورو لاندې شول، د خاورو خوراک شول، کونډې يې خيراتونو ټولولو ته اړ شوې او يتيمان يې وږي ويده کيږي. په لسګونو زره هغه نور ځوانان هم وينو چې هره ورځ د فقر، لوږې، ناامنۍ او بېکارۍ له امله هيواد پريږدي او د مرګ له لارې ځانونه د يوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره پرديو هيوادونو ته تښتي.
اوس داسې ښکاري چې د ډيموکراسۍ په توره وهل شوي طالبان په دویم ځل پر هيواد باندې بشپړ تسلط غواړي او نور ورته د غوښن رول ورکولو لپاره تيارى نيسي. طالبانو ته د لوبې د ګټلو لپاره د فساد له امله له حکومت څخه ناهيلی شوى ولس، ځورول شوي احزاب، مايوسه شوي اقوام او د ارګ د ناخوالو له امله د وطن پرسته افغاني کدرونو کتارونه د خامو توکو په توګه په لاس ورغلي دي. اوس نو د دغو پرګنو ملاتړ تر لاسه کول د طالبانو په وړتيا، ايماني فراست او ژورليد پورې اړه لري چې په افغانستان کې يې د اسلامي نظام په پلوي او په راتلونکي کې د خپل سياسي اړخ د پياوړتيا په موخه وکاروي.
زه منم د دغه نظام چارواکو په لومړي سر کې له طالبانو سره ظلم وکړ. په کورونو کې يې ونيول، امریکا ته يې د څو پيسو په مقابل کې وسپارل، هيواد پريښودلو ته اړ کړل شول او داسې نور ډېر وحشتونه وو چې انکار ورڅخه نشي کيداى؛ خو اوس د انتقام وخت نه دی. کابل ته ننوتل او يا هم د ارګ نيول کيداى شي اسانه وي، خو دلته حکومت کول خورا سخت کار دی. د طالبانو د اوسني وضعیت د ارزولو وړتیاوې او علمي کچې له خپل ولس او نړۍ سره د هغوى چلن او ذهني ځانګړتیاوو ته په کتو خورا زياتې نيمګړتياوې لري. د خپلو افرادو په روزنه او مديريت کې ستونزې لري. د هغوى افراد اوس هم ولس ځوروي، خلک کډو بارولو ته مجبوروي او د هغوى په جګړو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
په افغانستان کې خورا زيات خلک او کدرونه شته چې په اسلامي نظام غيرمتزلزل باور لري، په ټولنيز عدالت او د خپلو ولسونو په ملاتړ ولاړ اسلامي نظام يې د څو لسیزو د مبارزې موخه جوړوي. په اسلامي نظام باندې د افغانانو تر منځ اختلاف نشته. اختلاف په واک باندې دی. ستونزه دا ده چې طالبان د واک په انحصار او په نورو باندې د باور د نشتون په لاعلاجه رنځ اخته دي. دغه تشه باید هغوى په خپله ډکه کړي، که داسې نه وي، نو دا وړۍ نه شړۍ کيږي.
له حکومتي چارواکو سره د پرتلې وړ نه دي، خو بيا هم د هغوى په ليکو کې له فساد څخه ورهاخوا د حکومتي ودانیو د نړولو، سوځولو، وژلو او خرابولو ذهنیت په پراخه کچه شته. طالبان د خپلو وسلهوالو په لاس د وژل شويو ملکي خلکو وژل نشي توجیه کولاى.
په ځينو مواردو کې شواهد شته چې د طالبانو دلګۍ مشران مفتيان هم دي، قومندانان هم دي، قاضيان هم دي او څارنوال هم دي. د هغوى اړوند چارواکي د سؤکونو اړولو، پلونو او ودانيو نړولو په وحشت کې ښکېل دي. په پکتيا کې د نيمه جوړ شوي روغتون او د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ نړول يې مشت نمونه خروار ده. څرګنده خبره ده چې په دغه ډول مواردو کې د مسووليت نه منل په وحشتونو باندې ځان غلی نيول طالبانو ته برائت نشي ورکولاى.
طالب مشرانو!
ملت په نظام کې ستاسو نشتون محسوسوي، ستاسو په رول سترګې نه پټوي، ستاسو نشتون کې نظام نيمګړى دى، له تاسو سره سوله زمونږ د ټولنيز پرمختګ لپاره د اکسجن حيثيت لري؛ مګر دا هم واقعیت دى چې د ولسوالیو او ولايتونو نيول او د حکومت کولو تر منځ زيات توپير شته. دلته ستاسو په ګډون نورو هم کابل نيولى او د حکومت کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. اوس خو لا د حکومت کولو لپاره ډېرو داسې وړتیاوو ته اړتیا شته چې تاسو يې تجربه نه لری. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ستاسو پر وړاندې ډېر پياوړي کورني او بهرني حساسيتونه شته او تاسو د دغو حساسیتونو د ګراف راښکته کولو لپاره هيڅ نه دي کړي. سپارښتنه مو دا ده چې په خپله د نظام ممکنه پاشلتيا خطرناک ګام مه پورته کوئ او د نورو لخوا د نظام د پاشلتيا د هڅو مخه هم ونيسئ. د سولې نوښتګر شئ، د ستونزې د حل لپاره په زړه پورې وړاندیزونه وکړئ. افغانانو او نړۍ ته ثابته کړئ چې تاسو له جګړو ورهاخوا د مديريت، سياست، نوښت او له نړۍ سره د امن په فضا کې د اوسېدو وړتیا هم لری.
له نورو سياسي ګوندونو، اقوامو، اقشارو او اصنافو سره د ګډ کار او ګډ کمال کولو لپاره ځانونه تيار کړئ. په ټاکنيز نظام کې سمون راتلل اړين دي؛ خو د ملت د مستقيم ووټ پر بنسټ ولاړ نظام د زعامت د ستونزو يوازینۍ حللاره ده. که ولس د حاکم په اطاعت مکلف دى، نو حاکمه ډله هم د خپل ولس د ټولو ستونزو د حل مسووليت لري. د سياسي مخالفت او د بيان آزادۍ دود ته وده ورکړئ. مخالفت ته د دښمنۍ په کټهګورۍ کې ځاى مه ورکوئ.
انتقاد او نيوکې د اشتباهاتو د مخنیوي او خپلو سهوو ته د متوجه کيدو او سمولو لپاره اړينې وګڼئ. په مخالف اړخ باندې د فتوا ورکولو پر ځاى هغوى ته په مسائلو باندې د اګاه خلکو په څېر غوږ ونیسئ. که مو خبره خوښه نشوه، نو هيڅوک يې هم په زور درباندې نه مني او هغوى ته ګواښ مه کوئ. له ولس د خپل ځان خادمان مه جوړوئ؛ بلکې ځانونه د ولس خادمان جوړ کړئ. په سياسي مخالفينو باندې له شرعي ادرسونو څخه فتوا ورکولو مخکې د هغوى د مخالفت لاملونه درک کړئ.