دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په سهار کې مو دغه تېروتنې له ماتې سره مخ کوي

ژباړه: صفي الله پادشاه

جولای 13, 2021
in لیکنې
0 0

له شک پرته چې تاسو هم څو څو ځله د بریالیتوب د فورمول په هکله لوستي او اورېدلي دي. د بریالیتوب لپاره مختلفې او حیرانوونکې لارې شته چې ډاډه یم تاسو هم ډېری دغه لارې ازمویلې دي. خو فکر نه کوم چې تر دې دمه به مو د «ماتې» د فورمول په هکله ډېره پلټنه کړې وي، ځکه؛ هېڅوک نه غواړي چې ماتې وخوري.

خو باور دا دی چې د بریا تر لاسه کولو لپاره ماتې خوړل او د ماتې پر فورمول پوهېدل ډېر مهم دي. موږ په دې مقاله کې هڅه کړې څو د هغو کړنو په هکله خبرې وکړو چې ستاسو د بریالیتوب احتمال کموي او له ماتې سره د مخ کېدو پر لور مو بیایي.

البته موخه مې د ماتې ټولییز فورمول نه دی، بلکې هغه کارونه دي چې که چېرې یې له خوب څخه له راپاڅېدو وروسته تر سره کړی، تاسو د ماتې خوړلو پر لور بیایي. ښايي دغه کړنې ستاسو له نظره ډېرې ساده او بې ارزښته وي، خو اغېزه یې له هغه ډېره لویه ده چې تاسو یې په اړه فکر کوی. نو راځئ پوه شو چې یادې تېروتنې کومې دي:

لومړۍ تېروتنه: له راویښېدو وروسته کوک کېدونکی ساعت بیا بیا تنظیمول او بېرته ویده کېدل

ډېری له موږ او تاسو څخه عادت یو څو د ساعت په زنګ سره سمدلاسه له خوبه راویښ شو، خو ښايي تاسو هم د ډېرو نورو په څېر د کوک شوي ساعت له زنګ وروسته د خپل ساعت زنګ یو ځل بیا د څو راتلونکو دقیقو لپاره تنظیم کړی او بېرته ویده شی. خو له څېړنو سره سم، دغه په ظاهره ساده او اسانه کار ستاسو پر ژوند او بریالیتوب باندې منفي اغېزه کوي. ان که د دغه عادت د څرنګوالي په هکله ډېر فکر هم وکړی، بیا هم یو غوره عادت نه دی او د کار پر مهال ستاسو د اغېزناکتوب او ګټورتیا کچه راکموي.

ایرلنډی لیکوال، جانټن سوېفټ وایي، هېڅ داسې څوک مې نه دي لیدلي چې سهار تر ناوخته پورې ویده وي، خو بریا ته رسېدلی وي.

ډېری ډاکټران او متخصصان لارښوونه کوي څو د سهار پر مهال د ساعت په لومړني زنګ سره له خوبه را پاڅېږو او هڅه ونه کړو چې بیا ویده شو. د دغې لارښوونې دلیل دا دی چې کله تاسو خپل ساعت خاموشوی او بېرته ویده کېږی، د ژور خوب یوه داسې څرخ یا دوران ته د ننه کېږی چې که له هغه وروسته سهار وختي هم پاڅېږی، بیا به هم د ورځې په اوږدو کې ستړي او بې سېکه وی.

له خوب څخه د ویښېدو په هکله یوه غوره لارښوونه د «پنځو ثانیو قانون» په نوم کتاب کې چې د مېل رابینز اثر دی، راغلې ده. نوموړی وایي چې د ساعت له زنګ سره سم په معکوس ډول له پنځو څخه تر یو پورې حساب وکړئ او په ډېرې چټکۍ سره د خپل خوب له ځایه پاڅېږئ.

البته په یاد ولرئ چې په کافي اندازه خوب، د هغو عواملو له ډلې څخه دی چې له موږ سره مرسته کوي څو د سهار پر مهال خپل ساعت بیا بیا کوک نه کړو او په یو ځل زنګ کولو سره له خوبه راپاڅېږو. نو هڅه وکړئ چې د شپې لخوا پر وخت ویده شئ. البته که کومه شپه ونه توانېدی چې پر وخت ویده شی، په سهار یې خپل ساعت بیا بیا مه کوک کوی او له ویښېدو وروسته بېرته مه ویده کېږی، څو د ورځې په لړ کې تر او تازه اوسئ.

دویمه تېروتنه: د سهار پر مهال له ویښېدو سره سم چای یا قهوه خوړل

ډېری خلک په دې باور دي چې له خوب څخه له راویښېدو سره سم باید قهوه وخوري، څو په حال شي؛ خو په خواشینۍ سره دغه کار هم د لومړي په څېر یوه تېروتنه ده او د ورځې په اوږدو کې ستاسو د بریالي کېدو چانس کموي. د ارواپوهانو له څېړنو سره سم، زموږ بدن د سهار له ۸ تر ۹ بجو په موده کې په طبیعي ډول د سټرس هورمون یا کورتیزول ترشح کوي؛ نو که چېرې په همدې موده کې او یا له هغه وړاندې قهوه وڅښی، نو دا چې په بدن کې مو په لږه اندازه کورتیزول ترشح کېږي، همدا لامل دی چې د ورځې په لړ کې مو د بدن ګټورتیا او تمرکز کمېږي. نو غوره دا ده چې د سهار له نهه نیمو وروسته چای یا قهوه نوش جان کړئ.

له یاده مه باسئ چې یادې کړنې په ظاهره ساده او کم ارزښته ښکاري، خو پر هغوی باندې تر سره شوې څېړنې ښيي چې یادې چارې ستاسو بریالیتوب او ګټورتوب تر اغېزې لاندې راولي.

درېیمه تېروتنه: له ویښېدو وروسته د خوب په ځای کې کېناستل او بې حرکته پاتې کېدل

تاسو له خوب څخه له راویښېدو وروسته په چټکۍ سره پاڅېږی، یا په همغه ډول غځېدلي پاتې کېږی او یا دا چې پر خپل ځای کې کېنی. ډېر کله داسې پېښېږي چې موږ له راویښېدو وروسته د څو دقیقو لپاره په غځېدلي یا ناست حالت کې پاتې کېږو. دغه کار د ورځې په اوږدو کې ستاسو د ستړیا او ټنبلۍ لامل کېږي او پر تمرکز او بدني انرژۍ باندې مو اغېزه کوي. نو غوره ده چې په دې حالت کې پر خپل  ځای پاتې نه شئ او بدن ته مو له ځنډ پرته حرکت ورکړئ.

له څېړنو سره سم، له ویښېدو وروسته بې حرکته پاتې کېدل د دې لامل کېږي څو د ورځې په اوږدو کې بې انرژۍ او ستړي وی. خو کله چې له ویښېدو وروسته ځینې کششي حرکتونه تر سره کړی، ورځ به مو له انرژۍ ډکه، تر او تازه تېره شي.

د هاروارډ پوهنتون ارواپوه، اېمي کادي وايي: له ویښېدو وروسته د لاسونو پرانیستل او هغوی ته حرکت ورکول، د دې لامل کېږي څو د یوې غوره ورځې د پيل کولو لپاره تاسو په کافي اندازه پر ځان باور ولری.

څلورمه تېروتنه: له خوب څخه له راويښېدو سره سم د انسټاګرام، تېلېګرام او ایمېلونو راخلاصول

تاسو چې کله له خوب څخه راويښېږی، لومړنی کار چې تر سره کوی یې، څه دی؟ ډېری له موږ څخه له راویښېدو سره سم خپل موبایل را اخلو او خپل پیغامونه چک کوو. ښايي تاسو هم د ډېرو نورو په څېر دا حالت تجربه کړی وي؛ خو لکه څرنګه چې فکر کوی، دغه کار نه یوازې دا چې سم نه دی، بلکې ستاسو په کارونو او موخو ته په رسېدو کې ستاسو د ماتې لامل کېږي.

کله چې تاسو له ويښدو سره سم خپل موبایل را اخلی، نه یوازې دا چې له خپل ځانه د سم راویښېدو فرصت اخلی، بلکې ذهن مو همغه د ورځې په پیل کې پر داسې پیغامونو او موضوعاتو اخته کېږي چې ښايي ستاسو د خوښې وړ نه وي او د ورځې په لړ کې مو له ذهني بوختیا او ګډوډۍ سره مخ کړي.

په دې هکله د نامتو لیکوال، جولي مورګېن سټرېن لخوا یو کتاب لیکل شوی چې عنوان یې «هېڅکله له ویښېدو وروسته خپل ایمېلونه مه چک کوئ» دی. نوموړی پر دې باور دی چې که چېرې خپل سهار د ایمېلونو او پیغامونو پر لوستلو پیل کړی، هېڅکله نه شی کولای چې خپل ذهن مو د ورځې په لړ کې پر مهمو کارونو باندې متمرکز کړی. دلیل یې دا دی چې ایمېلونه او پیغامونه له ستونزو، غوښتنو، یادونو او خاطراتو ډک دي او دا چې د سهار پر مهال ستاسو ذهن لا هم چمتو نه دی، دې دا ډول پیغامونو لوستل پر تاسو باندې په زیاته کچه سټرس واردوي. نو غوره ده چې دغه کار خپل مناسب وخت ته پرېږدئ.

دغو ساده او کوچنیو کارونو ته په کمه سترګه مه ګورئ. ځکه سهار، د یوې غوره ورځې د پیل کولو بنسټ دی، نو که چېرې یو ناسم او ناخوښ سهار ولری، ټوله ورځ به مو د خوښې خلاف له ذهني بوختیاوو، ستړیا او ډېرو فکرونو سره تېره شي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

جولای 27, 2026

یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

جولای 27, 2026

یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

جولای 27, 2026

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In