۲۰۲۱م کال په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې پېښې د رامنځته کېدو له شلمې کاليزې سره برابر دی او هم په افغانستان کې د امريکا د پيل شوې جګړې شلمه کاليزه ده. يادې جګړې چې اوږده موده يې دوام لرلی، امريکايي سرتيرو ته سخته مرګ ژوبله اړولې او پايله کې امريکايي ځواکونه اړ شول، چې له دغه هيواد څخه ووځي. د ولسمشر جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت د ۲۰۲۱م کال د اپريل په څوارلسمه نېټه اعلان وکړ، چې د همدې کال د سپتمبر تر يوولسمې نيټې پورې به له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتيري وباسي. دوی په افغانستان کې شل کاله تېر کړل، خو دغه هيواد ته يې څه ورکړل؟
د سپتمبر د يوولسمې نيټې تر پېښې وروسته امريکا پر افغانستان بريد وکړ، چې په پايله کې يې د طالبانو رژیم نسکور شو او له دې هېواد څخه د القاعدې سازمان وشړل شو. تر هغه وروسته امريکا په دوامداره توګه په دغه هېواد کې د تش په نامه د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړه او د افغانستان د بيا رغونې لپاره يې هڅې وکړې، چې له امله يې په دغه هېواد کې ديموکراتيک جمهوري سياسي نظام جوړ شو او اقتصاد يې په ټيټ سرعت سره پرمختګ وموند او ملي امنيتي ځواکونه يې جوړ کړل.
افغانستان ته د امريکې له راتګ څخه شل کالونه تېر شول، خو دغه هيواد لا هم له شخړو او کړاوونو تېريږي. په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې يوه ستراتيژيکه موخه دا ده، چې افغانستان به بيا د ترهګرو پټنځای نه ګرځي، خو دغه موخه لا اوس هم نه ده پوره شوې. که څه هم د طالبانو رژیم نسکور شو، خو په ۲۰۰۳م کال کې دوی بيا تنظيم شول او د حکومت او امريکا ضد سياسي او پوځي قوت ګرځيدلی، چې د غړو شمېر يې له اتياوو زرو څخه زيات دی. پر طالبانو سربېره د القاعدې او داعش په شمول ځينې نورې تندلارۍ ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي. د ۲۰۱۹م کال په جون کې د نړيوالې سولې کلني راپور خپور شو، چې له مخې یې افغانستان د سوريې پر ځای په نړۍ کې نا امنه هېواد ياد شوی و.
شل کلنه جګړه په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د رامنځته کېدو سبب شوې ده. تر ۲۰۱۹م کال پورې د دغې جکړې له امله څلوېښت زرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ور کړی او د ټپيانو شمېر يې له شپېتو زرو څخه اوښتی او شاوخوا يوولس ميليونه خلک یې کډوال شوي دي.
د همدې جګړې له امله افغانستان په نړۍ کې يو وروسته پاتې هېواد ګرځيدلی، صنعتي او کرنيز بنسټ يې کمزروی شوی او د غلو دانو توليد يې خپلې اړتياوې هم نشي پوره کولی. دغه راز اقتصاد يې د نورو هېوادونو پر مرستې تکيه کوي او ډېر خلک یې بې وزله دي. له ۲۰۱۹م څخه تر ۲۰۲۰م مالي کال پورې د افغانستان د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت شاوخوا ۱۸ ميليارډه او ۸۹۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چې د هر تن په سر کلنی عايد یې ۵۸۶ اعشاريه ۶ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.
که څه هم د دغه هېواد مالي عايدات کال په کال زياتيږي، خو په تېرو مسلسلو کلونو کې يې عايدات د لګښتونو لپاره کافي نه دي او ۶۰ سلنه مالي بودجه له نړيوالو مرستو څخه تر لاسه کوي. د دې ترڅنګ په دغه هيواد کې د وزګارۍ انډول په تېرو څو کلونو کې زيات شوی او په ۲۰۱۹م کال کې دغه انډول په سلو کې ۴۰ ته رسيدلی دی. ځيني کارکوونکي هره مياشت يوازې شپېته امریکايي ډالره معاش ترلاسه کوي او د ژوند تېرول ورته ستوزمن کار دی.
په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د جګړې او د دغه هېواد د بيارغونې ناکامېدل له بېلا بېلو عواملو سره تړاو لري، چې په دې جمله کې امريکا د دې جګړې د پيلولو تر ټولو لوی عامل دی.
لومړی، تر سړې جګړې وروسته امريکا په نړۍ کې يوازینی هېواد دی، چې د بادارۍ د لټولو لپاره يې په نورو هېوادونو کې جګړې پيل کړي، چې له امله يې په افغانستان کې هم د ترهګرۍ ضد د جګړې موده اوږده شوې ده.
دوهم، امریکايي پوځ په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کله نا کله بې ګناه ملکيان هم وژلي او په دغه هېواد کې يې مذهبي او کلتوري چارې له پامه غورځولي او پر بنديانو يې ډېر ظالم کړی دی، چې له امله يې د افغانانو غصه را پارېدلې او له همدې امله هم ډېر خلک د امریکا او حکومت ضد ډلې کې شامل شوي دي.
درېیم، لويديځه ډيموکراسي د افغانستان له مشخصاتو سره سمون نه لري، ځکه عصري ډيموکراتيک سياسي نظام په اروپايي هېوادونو او امريکا کې جوړ او عملي شوی، چې دغه نظام په دغو هېوادونو کې په تېرو سلګونو کلونو کې د ريسانس او صنعتي انقلاب په شمول له بېلابېلو پړاوونو تېر شوی او وروسته يې په اروپايي او امريکايي هېوادونو کې ځای نيولی دی، خو افغانستان د دغه نظام د جوړېدو لپاره مناسب اقتصادي او کلتوري بنسټ نه لري.
تېرو شلو کلونو ته په کتو، دغې جګړې افغانستان ته يوازې شخړه او بې وزلي راوړې ده.