د چین د حکومت دوستۍ جايزې ګټونکي او د جرمني د روسټوک پوهنتون پروفیسر مایکل نیلس (Michael Neiles) په دې وروستیو کې د یوې ویډیو له لارې د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰ کلیزې په پار مبارکي ویلې ده. هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چین پرمختیایي لاسته راوړنو د نړۍ پام ځانته اړولی دی. په ګردې نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته، چې د چین په څېر ګړندی اقتصادي پرمختګ يې کړی وي. چين د خپل اقتصادي پرمختګ په درشل، د غربت په له منځه وړلو کې هم پراخه ونډه اخیستې ده.
په نړۍ کې لا هم د کرونا وبا د کنټرول او مخنيوي او د اقتصادي سمسورتيا پر وړاندې بې ثباته او نامعلوم عوامل شتون لري، د چین د اقتصاد د دوامدارې سمسورتيا بنسټ پیاوړي کولو ته اړتیا لري. په هرصورت، لکه څنګه چې هرې موضوع ته مناسب شرایط لټول کيږي، همدغسې تمه شته، چې د چین اقتصاد به پر له پسې وده وکړي.
نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې وړاندوینه کړې، چې د چین اقتصاد به په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ له اقتصادي پرمختګ سره له ۲۵ سلنې څخه زیاته مرسته وکړي.
د چين د شمېرنې دولتي ادارې د جولای په نهمه يوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د جون په مياشت کې د چين سي پي ايي ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه يو زيات شوی، چې د زياتوالي انډول يې د جون په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه ۲ ټيټوالی ښيي. د دې ادارې اړوند مسؤلين وايي، چې د چین اقتصاد خپله باثباته سمسورتيا ساتلې، په کافي اندازه يې د مصرف بازار چمتو کړی او د خلکو مصرفي بيې هم ثابتې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو څه موده مخکې د امريکا له بلومبرګ نيوز سره په مرکې کې ويلي، چې عرضې او تقاضا ته په کتو، د چين اقتصادي ارقام د بيا احيا کېدو پر لوري روان دي او دوام به ولري. روسيان ورځپاڼې په دې وروستيو کې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، چې چين به د نړيوال اقتصاد له بيا احيا سره مرسته وکړي.
د روان کال په مۍ مياشت کې د چين د لويې پيماني صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې او د لوړې تکنالوژۍ د توليدي چارو د زياتوالي اندازه يې بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۵ سلنه زياته شوې ده. له دې څخه ښکاري، چې د چين د عصرې ټکنالوژۍ چټک پرمختګ د توليدي چارو د ژر احيا لپاره رغوونکی رول لوبولی دی. د باکيفيته پرمختګ پر لور ثابتې توليدي چارې به د چين د عمومي اقتصاد بيا احيا کېدو ته لا لارې هوارې کړي.
بر سېره پر دې، چين د تقاضا په برخه کې هم زيات ګټور ګامونه پورته کړي دي. د روان کال د مۍ په لومړۍ نېټه يا د کارګرو ورځې د رخصتۍ په موده کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر ۲۳۰ ميليونه ښودل شوی او د سيلانۍ عايدات يې له سلو ميليارډو يوانو څخه او د پوستي ليږدوونکو توکو شمېر يې له يو ميليارډو څخه زيات ښودل شوي دي. په دغې رخصتۍ کې د اورګاډو او الوتکو د لېږد راليږد او د هوټلونو، رسټورانټونو، پرچون، هنر او سپورټ چارې ډېرې فعالې وې.
مصرف او لګښت په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ ۶۰سلنه برخه نيولې او دا د دغه هېواد د اقتصاد د بيا احيا کېدو لپاره ستر اهميت لري. نړيوال بانک د جون په ۲۹مه د روان کال د چين د اقتصاد د زياتوالي اټکل له ۷ اعشاريه ۹ سلنې څخه ۸ اعشاريه ۵ سلنې ته لوړ کړی او د زياتوالي يو عمده لامل یې دا ښودلی، چې د اقتصاد د بيا احيا کېدو د لګښت اغيزه يې د عامو پانګونو په پرتله ډېره پراخه ده. اوس چین اقتصادي سمسورتيا ترلاسه کوي او فابریکې او د مصرف کونکو فعالیتونه د کرونا وبا دمخه کچې ته راستانه شوي دي.
لنډه دا چې، د چین ثابتې اقتصادي سمسورتيا په مؤثره توګه د خلکو بنسټيز ژوند تضمین کړی دی. په تېرې مۍ مياشت کې، د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د بې کارۍ کچه ۵ سلنه ښودل شوې او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۹ سلنه ټیټ شوی دی. په نړۍ کې د کرونا وبا وضعيت لاهم سخت دی او نړیواله اقتصادي سمسورتيا لاهم ضعیفه ده او د چین دا ډول پایلې ترلاسه کول اسانه نه دي.
دا پرمختګ د چین د حکومت، شرکتونو او چينايانو له هڅو سره نژدې تړاو لري.