دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د بشري حقونو په برخه کې د شينجيانګ لاسته راوړنو د لويديځو درواغ شنډ کړل

لیکنه: یاسمین: د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جولای 19, 2021
in لیکنې
0 0

د چين حکومت په دې وروستيو کې سپین کتاب خپور کړی چي نوم يې ((د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د برابرو حقونو تضمين)) دی. په دغه کتاب کې د چين په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو د تابعیت د حق، سياسي، اقتصادي، کلتوري او د مذهبي آزادۍ د حقوقو په شمول له حقه حقونو څخه د ګټې اخيستنې په اړه ډېر او بشپړ معلومات لیکل شوي دي. له دغه سپين کتاب څخه دا جوتيږي چې د چين واکمن ګوند او حکومت د بشري حقونو په چارو کې د خلکو د لومړيتوب پر مفکورې ټينګار کړی او د شينجيانګ د بشري حقونو د چارو د پرمختګ په تاريخ کې يې نوې پاڼه پرانيستې ده. دغه کتاب د چين ضد لويديځو کړيو له خوا جوړ شوي درواغ هم شنډ کړي دي.

قومي مساوت د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له بنسټيزو اصولو څخه دي. په دغه سپين کتاب کې راغلي چې د نوي چين له جوړېدو راهيسې دغه هېواد پر دې ټینګار کړی چې د قومونو مساوت، يووالی او ګډ پرمختګونه د قومي مسئلو د حل او د قومي اړيکو بنسټیز اصل دی. د شينجيانګ د اويغور کورواکه سيمه په ۱۹۵۵م کال کې جوړه شوې او په کورنيو چارو کې د ګډون، د ځايي چارو د ادارې او د بنسټيزې کچې د ديموکراتيکو حقونو د اجراء کولو په برخو کې بېلا بېلو قومونو ته يې برابر مقام ورکړل شوی چې له امله يې د دې سيمې د بشري حقونو د پرمختګ لپاره ښه بنسټ ايښودل شوی.

په تېره څه موده کې ”د ختيځ ترکستان غورځنګ “په شينجيانګ کې زرګونه ترهګريزې پېښې طرحې او جوړې کړې او د شينجيانګ د بېلا بېلو خلکو د ژوند او آزادۍ حق ته يې سخت خطرونه پېښ کړل، نو د چين حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي په شمول زيات اقدامات نيولي چې له امله يې د ۲۰۱۶م کال له وروستیو څخه په مسلسلو څلورو کلونو کې هيڅ ترهګريز بريد نه دی رامنځته شوی او ځايي اقتصاد او ټولنه د چټک پرمختګ مدار ته داخله شوې ده.

د بېلا بېلو هېوادونو تجربې دا ښيي، چې له پرمختګ پرته بشري حقونه يوازې پر کاغذ باندې پاته کېږي، ځکه د پرمختګ حق د نورو ټولو بشري حقونو ضروری شرط دی. په ياد سپين کتاب کې د وړاندې شويو معلوماتو له مخې، له ۱۹۷۸م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په شينجيانګ کې د ښارونو او علاقه داريو د اوسېدونکو منځنی عايد او د کليوالو اوسېدونکو منځنی عايد په جلا جلا توګه ۱۰۸.۲ چنده او ۱۱۶.۹ چنده زياتوالی موندلی دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د توليدي صنعت د آبادۍ په شمول د اغېزمنو اقداماتو په رڼا کې د ۲۰۲۰م کال تر پايه د شينجيانګ د کليو ۲ مليونه او ۷۳۰ زره کسان چې د اوسني معيار له مخې د بېوزلو کسانو په لېست کې شامل شوي، ټول له غريبۍ څخه وتلي دي. له دغو برياليتوبونو څخه معلوميږي، چې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابر دي او د ګډې شتمنې رامنځته کول يې د پرمختګ معیار دی.

په شينجيانګ کې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ قومي کلتورونه او مذهبي آزادي تر حمايې لاندې راغلې او پرمختګ يې موندلی دی. په شينجيانګ کې تر ۱۰ زياتې قومي ژبې په ورځني ژوند او کار کې کارول کيږي. که څه هم ځينو لويديځيانو بيا بيا د شينجيانګ د جوماتونو د ړنګېدو په اړه ډنډوره خپره کړې، خو حقيقت دا ښيي چې د شينجيانګ په جوماتونو کې بشپړ تأسيسات شته او طبي خدمتونه او د برېښنايي پردو او کمپيوټرونو په شمول ټول عصري سامانونه موجود دي.

دغه کتاب حقيقت څرګند کړل او د چين ضد لويديځو کړيو درواغ يې ړنګ کړل. له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د شينجيانګ د اويغوريانو نفوس له ۵ مليونو او ۵۰۰ زرو څخه ۱۲ مليونو او ۸۰۰ زرو ته رسيدلی او منځنی عمر يې له ۳۰ کلونو څخه ۷۲ کلونو ته لوړ شوی دی.

د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز د جولای پر ۱۵مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه، چې د چين ضد بهرنيو کړيو د شينجيانګ په اړه د راپورونو، کتابونو او فلمونو په شمول داسې تش په نوم کلتوري توليدات جوړ کړي چې دغه کلتوري توليدات بيخي د باور وړ نه دي، جعلي معلومات يې په کښې ځای کړي، ځينو کسانو د ځپل شوو کسانو په نوم په کښې ډېر ښه رول لوبولی، منطق او بېلګې يې بيخي له حقيقته لرې دي او جوړوونکي يې ځانګړی ملاتړ او موخه لري. له دغو تش په نوم توليداتو څخه دا څرګنديږي، چې د چين ضد لويديځو کړيو د شينجيانګ د بدنامولو او د دې سيمې د پرمختګ د مخنيوي لپاره له هرې ناوړې لارې څخه په بې شرمۍ استفاده کړې ده.

په نړيواله ټولنه کې د لويدځو هېوادونو د ځينو کارپوهانو عادلانه غږونه راپورته شوي دي. د بېلګې په توګه، فرانسوي پوه ماکسيم ويواس په خپل کتاب ((د اويغوريانو په اړه د جعلي خبرونو ختم)) کې په شينجيانګ کې خپلې تجربې شريکې کړې او په دې لاره يې د دې سيمې په اړه يې د ځينو لويديځو خبري رسنيو د جعلي معلوماتو او درواغو څخه پرده پورته کړې ده.

اوس شينجيانګ د پرمختګ په تر ټولو غوره دوره کې دی. شينجيانګ نړۍ ته د چين د کتلو يوه کړکۍ پرانيستې ده، چې دغه هېواد څه رنګه په رښتينو کړنو کې قومي مساوت رامنځته کړی او د بشري حقونو د تامين او پياوړتيا لپاره يې هڅې کړې دي؟

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In