که څه هم امريکا کله کله پر بشري حقونو تېری کوونکې کړنې کوي، خو ځان لا هم په سپين سترګۍ د ټولې نړۍ د بشري حقونو ساتونکی او قاضي بولي او هميشه د نورو پر کورنيو چارو يا د بشري حقونو پر حالاتو بې ځايه او بې دليله نيوکې کوي.
نژاد پرستي د امريکا اصلي او عمده مسئله ده.
د سپتمبر د يوولمسې نېټې پېښې راهيسې نژدې شل کاله تير شوي، خو امريکا کې مسلمانان لا هم د بدنامۍ له کړنو سره مخ دي او تر ګواښونو او سختې څارنې لاندې ژوند تيروي او په دغه هيواد کې پر مسلمانانو زيات دوښمنانه بريدونه کيږي.
په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا د کانګريس په ټاکنو کې د مسلمانانو ضد ډېرې زياتې خبرې کېدې او د امريکايي سياتوالو د ناوړو خبرو او کړنو له امله اوس د مسلمانانو ضد نظريې د دغه هېواد په عمومي سياسي جريان کې ځای نيولی دی. د امريکا د اسلامي اړيکو کميټې په همدې کال يو راپور خپور کړ، چې له مخې يې له ۲۰۱۶ م کال راهيسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو ضد ټولنو شمېر دوه چنده زيات شوی دی.
د امريکا په فلمونو او نورو کلتوري توليداتو کې د نژاد پرستۍ نظريې خپريږي او د مسلمانانو منفي بڼې پکې انځوريږي، چې له امله يې د مسلمانانو او د دوی د استوګنيزو سيمو ضد تبعيض، دوښمنانه نظريې او زورزياتی زيات شوی دی. د يوه راپور له مخې، له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د بريتانيا، امريکا او اسټراليا په هغو فلمونو کې چې د پلورل شويو ټکټونو اندازې يې ډېرې زياتې دي، مسلمانانو ته پکې د وژوونکو او تيري کوونکو په شمول منفي رولونه ورکړل شوي او يوازې له ۱۰ سلنه کمو فلمونو کې د مسلمانانو مثبت رولونه څرګند شوي دي.
نژادي پرستي د امريکا سياسي وسيله ګرځېدلې ده
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه يو اداري حکم ورکړ، چې دغه هيواد ته د ايران، عراق، ليبيا، سومالیې، سوډان، سوريې او يمن اتباعو ننوتل منع دي، ځکه د يادو ۷ هېوادونو زياتره اتباع مسلمانان دي، نو دغه حکم د مسلمانانو د ممنوعيت حکم هم وبلل شو، چې د امريکا په دننه او زياتو هېوادونو کې د سخت احتجاج د پورته کېدو سبب شوی دی. د امريکا د ديپلوماتيکو تګلارو څېړونکي جان فيف په دې اړه څرګنده کړه، چې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوې وسيلې په توګه له نژادپرستۍ څخه ګټه واخيستله او د ازاد انټرنېشنليزم په اړه يې د امريکا کړې ژمنې ويجاړې کړې.
په حقيقت کې د امريکا په بهرنيو تګلارو کې نژادپرستي ځلا کوي. دا چې امريکايي حکومت د کرونا وبا د خپرېدو له امله پر چين بې دليله نيوکې وکړې او تورونه يې پرې ولګول، ښايي د اسيايانو پر ضد د دښمانه احساساتو د سختېدو سبب وګرځي. د نړيوالو بحرانونو څېړنيز سازمان په اند د امريکا ځينو سياستوالو تل د يووالي پر ځای د نژادي تجزيې هڅې کړي او لا هم په همدې چارې بوخت دي.
د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله اسلامي دين ته د سپکاوي خبرې وکړې او د ده په واکمنې ډلې کې هم له اسلامي دين سره د دښمنۍ شخصيتونه موجود وو. د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په موده کې د امريکا د ملي امنيت سکلار مايکول فلين اسلامي دين يو ډول بد کېنسر وباله او ويل يې، چې اسلامي دين د مذهبي بڼې تر شا سياسي مفکوره ده، نو له مسلمانانو څخه وېره د منلو وړ ده.
امريکا د بشري حقونو په اړه دوه ګوني معيارونه غوره کوي
د امريکا د خارجه وزارت پخواني چارواکي بريان هوک د دغه هېواد پخواني خارجه وزير تيلسن ته يو يادښت ليږلی او پکې یې ويلي، چې امريکا بايد د يوې وسلې په توګه د خپلو سيالانو ضد تګلارو کې د بشري حقونو مسئله وکاروي، د بېلګې په توګه يې ايران او چين ورته په ګوته کړي دي. هغه دا هم ويلي، چې مصر او سعودي عربستان زموږ ملګري هېوادونه دي، نو امريکا بايد پر خلکو د ظلمونو په اړه د دوی پر کړنو سترګې پټې کړي. له دغه يادښت څخه د بشري حقونو په اړه د امريکايي حکومت تګلاره او دريځ څرګندېږي. د امريکا پخواني خارجه وزير مايک پمپيو هم کله کله د بشري حقونو په پلمه پر نورو هيوادونو فشارونه اچول، خو موخه يې د امريکا ملګري نه وو.
په ټوله کې ويلی شو، چې د امريکايي ديموکراسۍ ستونی اوس د نژادپالو په لاس کې دی.