دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

    حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

    خوست کې د پاکستاني رژیم بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

    حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

    خوست کې د پاکستاني رژیم بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

دغه خبرې مو په کاري محیط کې په زیان تمامېږي

ژباړه: صفي الله پادشاه

جولای 26, 2021
in لیکنې
0 0

ژبه! زموږ په خوله کې یوه کوچنۍ، خو ورانوونکې او خطرناکه غوښینه ټوټه.

که چېرې مو خپله ژبه تر کنټرول لاندې راوسته، کولای شي په یوې کلمې سره مو تر عرشه ورسوي، خو که مو له کنټروله ووته، په یوې کلمې سره کولای شي هرڅه له خاورو سره خاورې کړي.

پاولو کوېلو وایي، د ټولو هغو وسلو په منځ کې چې د بشر په لاس جوړې شوې دي، تر ټولو وېروونکې او پیاوړې وسله، هغه کلمې دي چې موږ يې په خپله ژبه باندې وایو.

چړې او نیزې، غشي، د ټوپک ګولۍ او بله هره وسله خپل ټپ او داخ پر ځای پرېږدي، خو یوازې ژبه ده چې له ورانولو، ماتولو او ټپي کولو وروسته خپل داغ پر ځای نه پرېږدي او هر څه له منځه وړي.

خو پر دې هر څه سربېره، هوښیار خلک پر دې پوهېږي چې په کومو ځایونو کې د کومو کلماتو له کارولو او ویلو څخه ډډه وکړي.

دا مقاله تر پایه ولولئ، څو هغه لس جملې په ګډه سره وڅېړو چې هوښیار خلک یې هېڅکله په خپل کارځای کې نه وایي.

ډېرې داسې خبرې شته چې هېڅکله یې باید په کارځای کې پر ژبه را نه وړئ. هغه خبرې چې غواړو په هکله یې بحث وکړو، له ځانګړي ځواک څخه برخمنې دي.

دغه خبرې ستاسو د بد معرفي کولو لپاره یو خارق العاده قدرت له ځان سره لري، ان هغه وخت هم چې ستاسو خبرې حقیقت لري. تر دې هر څه بده لا دا چې کله دغه خبرې پر ژبه راوړی، نور نو خبره له خبرې تېرېږي او هغه د چا په وینا، له ورخه تللې اوبه بېرته نه را ګرځي.

دغه جملې په لاندې ډول دي:

لومړۍ خبره: دا کار تل په همدې ډول تر سره شوی

په نننۍ پرمختللې نړۍ کې بدلونونه دومره په چټکۍ سره رامنځته کېږي، چې ان یوه شپږ میاشتنۍ پروسه یا جریان هم سړي ته ډېر پخوانی ښکاري. د دغې جملې ویل چې د کار طریقه تل همداسې ده، نه یوازې دا چې تاسو ټنبل او بدلون نه منونکي معرفي کوي، بلکې د دې لامل کېږي څو ستاسو رییس فکر وکړي، چې تاسو ولې د کار د جریان او طریقې د ښه والي او نوښت رامنځته کولو په فکر کې نه یاست.

که چېرې یو کار تل په یوه طریقه تر سره کوی، نو هرو مرو د هغه کار د تر سره کولو لپاره نورې لارې هم شته؛ خو دا تاسو یاست چې د بدلون او نوښت پر وړاندې مقاومت ښيئ.

دویمه خبره: په دې کې زما ګناه نه ده

پر نورو باندې پړه اچول، هېڅکله یو ښه نظر نه دی. تاسو باید مسوول و اوسئ. که چېرې مو په یوه ناسم تر سره شوي کار کې تر ټولو کوچنی رول هم درلودلی وي؛ مسوولیت یې پر غاړه واخلئ او که مو هېڅ رول نه پکې درلود، د اصلاح او حقیقت په تړاو یې بې طرفانه وضاحت وړاندې کړئ. کله چې د کوم چا پر لوري د تور یا اتهام ګوته نیسی، هغه شېبه ده چې مقابل لوری پر دې پوهېږي چې تاسو هغه څوک یاست چې د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه نه اخلی. ستاسو دا ډول چلند د نورو د ازار او اذیت لامل کېږي او ځینې خو یې ان له تاسو سره له کار کولو لاس اخلي؛ خو که چېرې څوک درسره پاتې هم شي، د تېروتنې له رامنځته کېدو سره سم یې پړه لومړی پر تاسو اچوي.

درېیمه خبره: نشم کولای

کولای شو ووایو چې «نشم کولای» جمله د «زما ګناه نه ده» جملې مترادفه ده. خلک هېڅکله نه غواړي چې د «زه نشم کولای» جمله واوري، ځکه چې د هغوی په نظر د یادې جملې مانا «زه یې نه تر سره کوم» ده. د «نشم کولای» ویل، د دې څرګندويي کوي چې تاسو نه غواړی د هغو مسوولیتونو پړه پر غاړه واخلی، چې د یوه کار د تر سره کولو لپاره لازم دي.

که چېرې د یوه کار د نه تر سره کولو لپاره ستاسو دلیل د لازمو مهارتونو نه درلودل وي؛ غوره ده چې یوه بله او نوې حللاره وټاکئ.

د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایاست «زه نشم کولای چې دغه محاسبه تر سره کړم»، کولای شئ ووایاست «زه لاهم نشم کولای چې دغه ډول محاسبه تر سره کړم، ایا څوک شته چې را زده یې کړي، څو بل ځل یې په خپله تر سره کړم؟».

څلورمه خبره: دا عادلانه نه ده

 ټول پوهېږي چې ژوند عادلانه نه دی. د «ژوند عادلانه نه دی» ویل په دې مانا ده چې تمه ده ژوند عادلانه وي، خو داسې نه دی او دغه خبره تاسو خام او بې تجربې ښيي. که چېرې نه غواړی چې د نورو په ذهن کې ستاسو په اړه ناسم انځور تشکیل شي، پر حقیقتونو تکیه وکړئ، ګټور شخص اوسئ او په هره موضوع کې یوازې له خپل فکر او تعبیر څخه کار مه اخلئ.

د بېلګې په توګه، کولای شی ووایئ، فلانۍ پروژه چې ما په ډېره ښه توګه تر سره کولای شوای، تاسو زما یوه بل همکار ته وسپارله، کېدای شي چې ستاسو د دغې ټاکنې پر دلیل پوه شم؟ غواړم پوه شم چې ستاسو له نظره د یادې پروژې د تر سره کولو لپاره زه ولې مناسب نه وم؟

پنځمه خبره: دا زما د کار او دندې اړوند نه کېږي

دغه طعنې ته ورته خبره د دې لامل کېږي څو تاسو داسې ښکاره شی چې ګواکې یوازې د میاشتنۍ تنخواه لپاره خپله دنده تر سره کوی او نور د هېڅ شي مسوولیت نه لری. که چېرې د دندې خوندیتوب درته مهم وي، بیا نو دغه ډول فکر او ذهنیت هېڅ ښه نه دی. که چېرې ستاسو رییس له تاسو غواړي چې هغه کار تر سره کړی چې ستاسو له موقف او موقعیت سره مناسب نه دی، نو که چېرې له اخلاقیاتو سره په ټکر کې نه و، غوره ده چې درسپارل شوې دنده په پوره لېوالتیا تر سره کړئ. خو د کار له پای ته رسولو وروسته له خپل رییس سره په شرکت یا اداره کې د خپل رول په اړه خبرې وکړئ او له هغه سره شریکه کړئ چې ایا په اداره کې ستاسو دندې او مسوولیت د تېر په پرتله بدلون کړی او که نه. دغه چاره د دې لامل کېږي څو تاسو بې ارزښته او بې مسوولیته ښکاره نه شی.

شپږمه خبره: ښايي زما دا یو احمقانه نظر وي، یا غواړم یوه احمقانه پوښتنه وکړم

دغه له ارادې خالي جملې، له ځنډ پرته ستاسو باور له منځه وړي. ان که د دغو جملو له ویلو وروسته یو غوره نظر وړاندې کړی، بیا مو هم داسې ښودلې ده چې پر ځان باور نه لری او اورېدونکی هم پر تاسو باندې خپل باور له لاسه ورکوي. که چېرې پر خپلو خبرو باور ونه لری، نور هم پر تاسو باور نه کوي. که چېرې د یوې موضوع په هکله نه پوهېږی، ووایاست چې اوسمهال زه په دې اړه پوره مالومات نه لرم، اجازه راکړئ چې لومړی په دې اړه ځان پوه کړم او وروسته یې په اړه درسره خبرې وکړم.

اوومه خبره: هڅه به وکړم

هڅه کول هم د فکر کولو په څېر ازمایښتي ښکاري او دا په دې مانا ده چې تاسو د یوه کار د تر سره کولو لپاره پر خپله وړتیا باور نه لری. د خپلو وړتیاوو بشپړ مالکیت په لاس کې واخلئ. که چېرې له تاسو وغوښتل شول چې یو کار تر سره کړی او یا د کوم کار په هکله نظر درڅخه وغوښتل شو، هېڅکله مه وایاست چې هڅه به وکړم؛ ځکه دغه خبره په دې مانا ده چې د سل سلنه هڅې کولو اراده نه لری، بلکې مازې مو له مسوولیته ځان خلاص کړ. پر ځای یې غوره ده چې ووایاست، خپله ټوله هڅه کوم څو دغه کار په ښه توګه تر سره کړم.

اتمه خبره: یوازې یوه دقیقه وخت نیسي

دا خبره چې د فلاني کار تر سره کول یوازې یوه دقیقه وخت نیسي، ستاسو وړتیاوې تر سوال لاندې راولي او داسې ښکاري چې ګواکې تاسو غواړی خپل کار په بېړه تر سره کړی. که په رښتیا هم احساس کوی چې کولای شی یو کار په شپېتو ثانیو کې تر سره کړی، نو راحت اوسئ او ووایاست چې د فلاني کار تر سره کول ډېر وخت نه غواړي.  خو داسې یوه خبره مه کوئ چې د دې څرګندويي وکړي چې خدای ناخواسته تاسو خپل در سپارل شوی کار په بېړه او بې دقته تر سره کوی.

نهمه خبره: دا کار مې هېڅ نه خوښېږي

وروستی څه چې په کاري چاپېریال کې یې نور له تاسو څخه اورېدای شي، دا دی چې ووایاست، له فلاني کار څخه څومره کرکه لری. دا ډول یوه خبره پر تاسو باندې د یوه منفي شخص ټاپه لګوي او تاسو په کاري چاپېریال کې د ټولیزې روحیې د کمزوري کېدو او ان له منځه تلو لامل کېږی.

د رییسانو تېز نظره سترګې تل د هغه منفي فکره کار کوونکو پر لوري دي، چې د نورو روحیه کمزورې کوي. البته باید وویل شي چې ستاسو رییس پر دې پوهېږي چې ډېر نور داسې کسان شته چې په مثبته روحیه او لوی زړه باندې کار کولو ته لېواله دي. خو دا چې تاسو یې له خپل دغه منفي فکر سره سره لا هم په دنده کې پرېښي یاست، هرو مرو کوم دلیل لري. نو دې دا ډول یوې خبرې په ویلو سره حتماً له دندې څخه د لرې کېدو فکر هم له ځان سره ولرئ.

فلانی شخص ټنبل دی، پر هېڅ هم نه پوهېږي، احمق دی…

د خپلو همکارانو په تړاو له سپکاوي ډک نظر وړاندې کول، هېڅ مثبت اړخ نه لري. که چېرې د هغوی په اړه ستاسو نظر سم هم وي، ټول پر دې پوهېږي او اړتیا نشته چې یادونه یې وکړئ او که چېرې مو نظر ناسم وي، بیا نو دا تاسو یاست چې په پای کې احمق او تور پورې کوونکي ښکاری. ښکاره ده چې په کاري چاپېریال کې به ټنبل او نا لایق کسان هم وي، او ښایي ډېر نور کسان هم ستاسو په څېر هغوی وپېژني، نو که چېرې تاسو دې دا ډول کسانو د اصلاح کولو یا له دندې څخه د ګوښه کولو توان نه لری، بیا نو غوره ده چې د هغوی د نیمګړتیاوو په هکله له خبرو کولو لاس واخلئ. که داسې ونه کړی، هرو مرو به داسې ورځ هم راشي چې نور به یو له بل سره ستاسو د نا لایق‌توب په هکله خبرې وکړي.

دې دا ډول جملو کارول ښه پایله نه لري، نو د تل لپاره په کاري چاپېریال کې خپلو خبرو ته متوجه اوسئ. پام مو وي چې په کاري چاپېریال کې ټول ستاسو دوستان او ملګري نه دي…

په یاد ولرئ، ژوند هېڅکله نه اسانه کېږي، بلکې تاسو باید قوي او پیاوړي شئ!

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوې

مارچ 16, 2026

چين کې د طبي بیمې د ګډونوالو انډول ۹۵ سلنه ساتل شوی

مارچ 16, 2026

د چين دوه ملي غونډې: د ۱.۴ ميليارډو چينايانو د ملکي چارو مباحثوي ډګر

مارچ 16, 2026

د چين سوداګرۍ وزارت د امريکا د نوې «۳۰۱» څېړنې په اړه غبرګون وښود

مارچ 16, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In