دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

    حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

    خوست کې د پاکستاني رژیم بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

    حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

    خوست کې د پاکستاني رژیم بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په خوب کې د زده کړې حیرانوونکې تګلاره

ژباړه: صفي الله پادشاه

جولای 27, 2021
in لیکنې
0 0

کلونه کېږي چې له ویده کېدو مخکې خپل موبایل را اخلم، ګوشکۍ مې په غوږ کې ږدم او هغو سندرې یا غږیز کلېپونه اورم چې له مخکې څخه مې انتخاب کړي دي. ان ځينې وخت د شپې هم، همدغه سندرې او غږیز کلېپونه په خوب کې وینم. خو ښايي هېڅکله مې په دې اړه فکر نه وي کړی چې ان په خوب کې هم کولای شو نوي څه زده کړو.

راځئ پوه شو چې دغه ادعا تر کومې اندازې سمه ده او څه ډول کولای شو چې دغه تکنیک د زده کړې د یوې مرحلې په توګه خپل ژوند ته ور اضافه کړو.

کلونه کېږي چې پوهان او څېړونکي په دې لټه کې دي څو پر دې پوه شي چې آیا زموږ مغز او په ځانګړې توګه زموږ حافظه، د خوب پر مهال هم همغه ډول فعالیت لري لکه څرنګه یې چې د ويښې پر مهال تر سره کوي؟

د داسې یو څه صحت درلودل، کولای شي د یوویشتمې پېړۍ د نسل ژوند ته بدلون ورکړي.

دا چې د ورځني ژوند بوختیاوو او ستونزو زموږ د زده کړې لپاره په کافي توګه وخت نه دی پرېښی، نو که چېرې دغه ادعا سمه وي چې زموږ ذهن کولای شي د خوب پر مهال هم زده کړه وکړي؛ له دې وروسته کولای شو پر هغو وختونو باندې هم حساب وکړو، چې خوب پکې کوو او پکې ویده کېږو.

د دغې ادعا له مشخص کېدو مخکې، غوره ده پوه شئ چې زموږ مغز د خوب پر مهال هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

په حقیقت کې د شپې په اوږدو کې زموږ د ډېرو خوبونو دلیل د مغز په وسیله د همغې ورځې د اطلاعاتو څېړل او تفسیرول دي. خو اوس پوښتنه دا ده چې څه ډول کولای شو دغه ستونزه د خپل ځان لپاره پر یوه طلایي چانس بدله کړو؟

په دې وروستیو کې یوه څېړنه تر سره شوه چې وایي، د خوب پر مهال زده کړه کول له حقیت څخه لرې خبره نه ده. په هغه څېړنه کې چې په المان هېواد کې پر ۴۱ کسانو باندې تر سره شوه، په ترڅ کې یې یادو کسانو ته یوه نوې ترکیب شوې ژبه ور زده کړل شوه، له هغه وروسته یې دغو کسانو ته د یادې ژبې د کلمو مانا په الماني ژبه ور زده کړه، په راتلونکې مرحله کې یې دغه لغتونه او د هغوی اړوند ماناوې له فکر کولو او چورت وهلو مخکې هغوی ته ور واورولې، دغه څه یوه حیرانوونکې پایله له ځان سره درلوده.

د یادې څېړنې ډېری ګډون کوونکي پر دې وتوانېدل څو د دغو کلماتو مانا په یاد راوړي، ان تر دې چې په یاد یې نه وو چې دغه کلمې یې تر دې مخکې چېرته لیدلې او یا اورېدلې دي.

دکتور مارکزوست، چې د دغې څېړنې تر سره کوونکی دی، وایي؛ مغز د خوب کولو پر مهال هم کولای شي نوي اطلاعات تر لاسه او زده کړي. ان کولای شو ووایو چې زموږ مغز د خوب کولو پر مهال هم کولای شي له چاپېریال سره نوي ارتباطي مسیرونه جوړ کړي.

زموږ او ستاسو د ډېرو د تصور پر خلاف، زموږ مغز د خوب کولو پر مهال له کاره نه لوېږي او خپل فعالیت ته دوام ورکوي؛ پر دې سربېره، د خوب پر مهال زموږ او ستاسو مغز په یو ډول سره مینځل کېږي او سمي یا اخلالوونکي توکي ترې پاکېږي. په دې سره د الزایمېر په څېر مغزي یا ذهني اختلالات هم په پام وړ اندازه کموالی مومي. خو تر دې هر څه مهمه دا چې د خوب پر مهال په مغز کې شته خاطرې او پېښې یو ځل بیا تکرارېږي. په حقیقت کې هغه عصبي حجرې یا نیورونونه چې د دغو خاطراتو یا یادښتونو زېرمه کول پر غاړه لري، مغز ته امر کوي څو یو ځل بیا دغه اطلاعات او ورځنۍ پېښې په ډېر سرعت سره موږ ته تکرار کړي.

دغه تکرار له موږ سره مرسته کوي څو مهمې پېښې او مطالب خپلې اوږدمهالې حافظې ته وسپارو. له بل لوري، په لږه کچه مهم اطلاعات او ورځنۍ پېښې زموږ له حافظې لرې کېږي.

ټول دغه مطالعات او څېړنې موږ ته ښيي چې زموږ مغز د خوب کولو پر مهال هم له فعالیته لاس نه اخلي.

د خوب پر مهال زموږ مغز، نوي اطلاعات ارزوي او ډلبندي کوي یې. ټولې هغه نوې پېښې او اطلاعات چې د ورځې په اوږدو کې مو زده کړي دي، د خوب پر مهال د مغز لپاره تکرارېږي. هایپوکامپوز غده، چې زموږ د زده کړې او حافظې په برخه کې تر ټولو مهم رول لري، د مغز له نورو برخو سره خپل فعالیت او اړیکې نه پرې کوي.

اوس خپلې اصلي موضوع ته را ګرځو، یانې د خوب پر مهال زده کړه کول.

راځئ چې د الماني ډلې څېړنې ته ور وګرځو. په دغه څېړنه کې څېړونکو هڅه وکړه څو ګډون کوونکي د خوب په یوه ټاکلې سطحه کې وساتي. د خوب دغه سطحه، کټ مټ د چورت وهلو په څېر وه. وروسته یې د نوې ترکیب شوې ژبې کلمې د هغوی په ذهن کې د هېډفون یا ګوشکۍ په مرسته خپرې کړې او هره کلمه یې څلور ځله تکرار کړه. د یادې ټولې مودې په اوږدو کې د دغو ګډون کوونکو مغزي اړیکې د هغې دستګاه په مرسته چې د هغوی له سر سره وصل شوې وه، لیدل کېدې.

په ټولیز ډول ۳۶ نوې جوړې شوې او ترکیب شوې کلمې، لکه ګوګا چې د فیل مانا یې ورکوله، د هغوی په ذهن کې تکرار شوې؛ په پایله کې د دغې مهمې څېړنې پایلې ښيي چې هایفوکامپوز غده او د مغز هغه برخه چې له ژبې او زده کړې سره په اړیکه کې ده، د خوب پر مهال هم په بشپړه توګه فعالې وې.

خو له دې سره سره لا هم دغه موضوع نه ده ثابته شوې چې په خوب کې دغه ډول زده کړه له ورځنیو اطلاعاتو او یادښتونو سره اړیکه پیدا کوي او که نه. خو هغه څه چې ترې ډاډه یو، دا دي چې تاسو کولای شئ په خوب کې خپله انګلیسي ژبه په غوره بڼه تقویه کړئ. که پوښتنه لری چې څه ډول؟ نو د هغې درې اغېزناک تکتیکونه یا طریقې به په ګډه سره وڅېړو.

لومړۍ طریقه: له ویده کېدو مخکې مطالعه کول

د کتاب لوستونکو خلکو یو تر ټولو غوره عادت له ویده کېدو مخکې مطالعه کول دي. له ویده کېدو مخکې مطالعه کول، نه یوازې دا چې کولای شي د بې خوبۍ او د خوب د اختلالاتو مخنیوی وکړي، بلکې د خوب په اوږدو کې ستاسو د غوره زده کړې لامل هم کېږي. لکه څرنګه مو چې وویل، زموږ ذهن د خوب پر مهال نوي اطلاعات تحلیل او تجزیه کوي. په دې ترتیب، که چېرې تاسو له ویده کېدو مخکې له شلو څخه تر دېرشو دقیقو پورې یو انګلیسي کتاب ولولی، مطالب به یې تر بل هر وخت ډېر او په ښه توګه ستاسو په مغز کې کېني.

خو که غواړی چې د دغه کار ګټه دوه برابره کړی، کولای شئ له غږیزو کتابونو ګټه واخلئ. له انګلیسي کتابونو ګټه اخیستل د دې لامل کېږي څو د نوو انګلیسي کلماتو تلفظ په لا غوره بڼه ستاسو په حافظه کې ثبت شي. البته په یاد ولرئ چې له ویښېدو وروسته هم د کتاب مطالعه کول، په همدې اندازه ګټور او اغېزناک دي.

دویمه طریقه: له ویده کېدو مخکې مرور او تکرار

یوه بله غوره طریقه چې د انګلیسي کلماتو د حفظ او زده کولو لپاره کارول کېږي، له ویده کېدو مخکې د نوو کلمو تکرار او مرور کول دي. په خوب کې د زده کړې کولو له دغې ځانګړنې څخه د کار اخیستلو لپاره کولای شئ دغه تمرین تر سره کړئ. هره ورځ د زده کولو لپاره شل نوې کلمې وټاکئ. هڅه وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې د حافظې له تکنیکونو څخه په ګټې اخیستو، دغه کلمات ذهن ته وسپارئ. وروسته؛ له ویده کېدو مخکې یو ځل بیا دغه شل کلمې تکرار کړئ.

هره ورځ چې کله سهار را پاڅېدی، هڅه وکړئ چې له یادو شلو کلمو څخه پنځه کلمې په یاد راوړئ. دغه کار تر هغې تر سره کړئ، څو پاتې پنځلس کلمې هم په یاد راوړئ. وروسته شلو نوو کلمو ته ورشئ او د هغوی لپاره هم له همدغې طریقې کار واخلئ.

درېیمه طریقه: له ویده کېدو مخکې قلم او کتابچه را واخلئ

د ورځنیو یادښتونو او خاطراتو لیکل، هغه په زړه پورې کار دی چې یو شخص یې تر سره کولای شي. خو د پام وړ ټکی دا دی چې په انګلیسي ژبه د خپلو دغو خاطراتو په لیکلو سره په خپل ځان کې دغه مهارت لا ډېر پیاوړی کړئ. بسنه کوي چې یوه کتابچه را واخلئ او دغه کار له همدې نن شپې څخه پیل کړئ. هره شپه له ویده کېدو مخکې ټولې هغه پېښې چې د ورځې په لړ کې ورسره مخ شوي یاست، په انګلیسي ژبه په خپله کتابچه کې ولیکئ. هڅه وکړئ چې په خپلو لیکنو کې له هغو کلماتو څخه چې تمه وه د ورځې په لړ کې یې زده کړی، کار واخلئ. وروسته چې هر سهار له خوبه را پاڅېدی، د تېرې شپې د کلماتو له په یاد راوړلو وروسته، هڅه وکړئ خپل د تېرې شپې لیدلی خوب هم په انګلیسي ژبه ولیکئ.

هر ځل له یوې ټاکلې مودې وروسته خپلې لیکنې یو له بل سره پرتله کړئ، څو  خپل پرمختګ ته متوجه شئ.

اوس له تاسو څخه زما پوښتنه دا ده چې تاسو د ژبې د زده کړې لپاره له کومې طریقې کار اخلی؟ د ژبې د چټکې او اغېزناکې زده کړې لپاره ستاسو وړاندیز څه دی؟

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې مشورې د فرانسې په پاريس کې پيل شوې

مارچ 16, 2026

چين کې د طبي بیمې د ګډونوالو انډول ۹۵ سلنه ساتل شوی

مارچ 16, 2026

د چين دوه ملي غونډې: د ۱.۴ ميليارډو چينايانو د ملکي چارو مباحثوي ډګر

مارچ 16, 2026

د چين سوداګرۍ وزارت د امريکا د نوې «۳۰۱» څېړنې په اړه غبرګون وښود

مارچ 16, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In