دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين اقتصاد لوی پرمختګ کړی

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین ميډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جولای 29, 2021
in لیکنې
0 0

چين په ۲۰۲۰ م کال کې نه يوازې په خپل هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخه نيولې، بلکې د يو لړ اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره يې خپلو اقتصادي چارو ته هم پرمختګ ورکړی دی. چين د اقتصادي او ټولنيزو چارو د پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې خپور کړ او د راتلونکو ۵ کلونو لپاره يې خپله پرمختيايي نقشه جوړه کړې ده.

د روان کال په لومړيو ۶ مياشتو کې د چين اقتصادي پرمختګ سترې لاسته راوړنې درلودې او سويه يې د کرونا وبا له رامنځته کېدو مخکې وخت سره برابره ده، حتی ځينې شاخصونه یې د پخوا په پرتله نورهم ښه شوي دي. له دې څخه څرګندېږي، چې د چين حکومت د عمومي اقتصاد مناسبې تګلارې غوره کړي، د دغه هيواد اقتصادي چارې او د خلکو ژوند پر نوي لوري روان شوي او د کرونا وبا د خپرېدو له سترې ازموينې څخه تېر شوي دي.

د چين د احصائيې ملي ادارې يو لړ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت (GDP) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۷٪ زيات شوی، په تېره بيا د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين GDP د ۲۰۲۰ کال پرمختيايي تمايل ساتلی او د پانګونې او سوداګرۍ ښه چاپېريال يې بازار ته مثبت پيغامونه ورکړي دي.

د دې تر څنګ د چين ۱۴م پنځه کلن پلان به د دغه هيواد بازار لا خلاص کړي او د اقتصادي پرمختګ کيفيت ته به يې زياته پاملرنه وشي. د چين حکومت پلان لري، چې په روان کال کې يې GDP له ۶٪ نه پورته زياتوالی ومومي.

د نړيوال بانک د اټکل له مخې، په روان کال کې د چين د GDP زياتوالی ښايي  ۸.۵٪ ته ورسېږي.

چين د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د بهرنيو پانګو د راجلبولو په برخه کې هم برياليتوب ترلاسه کړی. د چين د سوداګرۍ وزارت د اړوندو شمېرو له مخې، په په دغه هيواد کې د روان کال په لومړيو ۶ مياشتو کې ۶۰۷ ميليارډه او ۸۴۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارول شوي، چې دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸.۷٪ زياتوالی ښيي.  په داسې حال کې چې نور هېوادونه لا هم د کرونا وبا ضد په سختې مبارزې بوخت دي، چين پر ځان د بهرنيو پانګوالو باور ساتلی دی. چيني حکومت د خپل اقتصادي پرمختګ د ساتلو په پار يو لړ تګلارې پلې کړي او پانګوالو ته يې دا پيغام ورکړی، چې دغه هيواد د دوی لپاره تر ټولو مناسب او ښه ځای دی.

د چين نړيوالې سوداګرۍ هم د تېر کال د چټک پرمختګ حالت ساتلی دی. په نړيوال بازار کې د چيني توليداتو اړتياوې زياتې شوي او د چين صاداتي اندازه په پر له پسې توګه زياتېږي. د چين د ګمروکاتو عمومي ادارې د احصائيې له مخې، د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مادي سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۸۰۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷.۱٪ زياتوالی ښيي. د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنه ((اسيان)) د چين لومړی لوی سوداګريز همکار دی او د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز حجم له۱۹۱ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی. دغه شمېر د چين د سوداګرۍ عمومي اندازې په سلو کې ۱۴.۷ نیولی دی.

برسېره پر دې، د چين تصديو هم د خوښې وړ پرمختګ کړی دی. د چين د دولتي شورا د دولتي سرمايو اداري کمېټې اړوندې شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين مرکزي تصديو ۱۰۲۳.۲۱ ميليارډه يوانه ګټې ترلاسه کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله  ۱۳۳.۳ ٪ زياتوالی ښيي.

دغه راز د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د بې روزګارۍ انډول هم ټيټ شوی دی. د مثال په توګه د روان کال په مارچ کې د چين په ښارونو او ښارګوټو کې د بې روزګارۍ انډول ۵.۳٪ ښودل شوی، چې د تېرې فبرورۍ په پرتله کابو ۰.۲٪ ټيټوالی ښيي.

په ټوله کې ویلی شو، چې د چين اقتصاد اوس اعاده شوی او ښه پرمختيايي تمايل يې ساتلی دی.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In