دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

وانګ يي د افغان طالبانو د سياسي کمېسيون له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل

ژباړه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جولای 29, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين ښار کې د افغان طالبانو له يوه پلاوي سره، چې مشري يې  د دغې ډلې د سياسي کمېسيون مشر ملا عبدالغني برادر کوي ، وکتل.

په دغه پلاوي کې د دې ډلې د مذهبي او سياسي چارو او تبليغاتو کمېټې مسؤلين هم شامل دي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی او تل يې د دغه هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی کړی، د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې د نه لاسوهنې پر اصل او له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار کړی او کوي يې. افغانستان د افغانانو هيواد دی او برخليک يې بايد د ټولو افغانانو په لاس کې وي. له افغانستان څخه د امريکا او ناټو د ځواکونو بېړنۍ وتنه په حقيقت کې د دغه هېواد په اړه د امريکا د ناکامې پاليسۍ  ښودنه کوي او افغانانو اوس داسې مهم فرصت ترلاسه کړی، چې خپل هېواد ته  سوله او ثبات راولي او پرمختګ ورکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې وويل، چې افغان طالبان د افغانستان مهم پوځي او سياسي طاقت دی او ښايي د دغه هېواد د سولې، روغې جوړې او بيارغونې په بهير کې مهم رول ولوبوي. هيله ده، چې افغان طالبان د هېواد ملي او قومي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د سولې خبرو بينر لوړ پورته کړي، د سولې موخه وټاکي، خپله مثبته بڼه وښيي او ټولشموله تګلارې غوره کړي. د افغانستان بېلابېلې ډلې او قومونه دې يوموټی شي او”د افغانانو تر مشرۍ او حاکميت لاندې“ د سولې او روغې جوړې بهير پر اصل دې ټينګار وکړي او په عمل کې دې يې پلی کړي،  د  سوله ييز  بهير د پرمختګونو د ژر ترلاسه کولو هڅه دې وکړي او د خپل هېواد له حالاتو سره سم دې ټولشموله سياسي چوکاټ پخپله جوړ کړي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا پېژندل شوې نړيواله ترهګريزه ډله ده او مستقيماً د چين ملي امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا ګواښي. له دغې ډلې سره مبارزه د نړيوالې ټولنې ګډ مسئوليت دی. هيله ده، چې افغان طالبان د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ټولو ترهګرو  ډلو سره اړيکې پوره غوڅې کړي او    پر وړاندې دې  يې کلکه مبارزه وکړي، د امنيت، ثبات او پرمختګ په برخو کې دې د سيمه ييزو همکاريو لپاره خنډونه لرې کړي، فعال رول دې ولوبوي او  مساعده زمينه دې برابره کړي.

ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې چين ته د خپل روان سفر د زمينې برابرولو په پار له دغه هېواد څخه مننه وکړه . نوموړي چين د افغانانو تر ټولو د باور وړ ښه ملګری وباله او د افغان سولې او روغې جوړې بهير کې يې د چين د عادلانه او فعال رول ستاينه وکړه. هغه وويل، افغان طالبان د سولې لپاره پوره صميميت لري او غواړي له بېلابېلو خواوو سره ګډې هڅې وکړي، چې په خپل هېواد کې ټولشموله او ټولو افغانانو ته د منلو وړ سياسي چوکاټ جوړ کړي او بشري حقونه او د ښځو او ماشومانو حقونه  پکې تامين کړي. نوموړي زياته کړه، چې افغان طالبان هيڅ قوې  ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه چين وګواښي. هغه وويل، افغان طالبان پدې نظر دي، چې افغانستان دې له خپلو ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره دوستانه اړيکې جوړې کړي. نوموړي هيله وښودله، چې چين د افغان سولې او بيا رغونې په بهير کې زيات ګډون وکړي او د دغه هېواد د بيا رغونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې زيات رول ولوبوي. هغه زياته کړه، چې افغان طالبان به هم د مساعد پانګيز چاپيريال د برابرولو لپاره خپلې هڅې وکړي.

په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال وو جيانګ هاو هم له ملا عبدالغني برادر او  د ده په مشرۍ طالب پلاوي سره خبرې وکړې او د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې، متقابل پوهاوی يې زيات کړی او ګډې نظريې يې خپرې کړې دي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In