بریا ته د رسېدو لپاره د هر شخص انګېزه ډېره مهمه ده، خو ډېر کله مو له یوې ټاکلې مودې وروسته انګېزه کم رنګه کېږي او د انګېزې په کمېدو سره مو موخې ته د رسېدو سرعت هم کمېږي؛ ان تر دې چې په بشپړه توګه له خپلې موخې لاس اخلو.
له دغې چارې څخه د مخنیوي لپاره باید تل یوه ټاکلې موده وروسته خپله انګېزه تقویه کړو. نو که د خپلې انګېزې د پیاوړي کولو په لټه کې یاست، دغه مقاله تر پایه ولولئ څو پوه شی چې څه ډول کولای شی دې موخې ته ورسېږی.
موږ ټول د انګېزې له کلمې سره اشنا یو. همدا انګېزه ده چې زموږ د حرکت او جریان موندلو لامل کېږي. له شک پرته هغه څوک چې انګېزه ونه لري، ډېر ژر له ماتې سره مخ کېږي. یا په بل عبارت، د غره څوکې ته د ختو انګېزه د دې لامل کېږي څو یو غر ختونکی د غره څوکه فتحه کړي. مالي انګېزه، یا د یوې غوره دندې درلودل او یا بله هره انګېزه د دې لامل کېږي څو یو شخص د خپل ژوند ډېر کلونه پر سختو کارونو، زده کړو او هڅو کولو تېر کړي، تر دې چې خپلې موخې ته ورسېږي. په حقیقت کې انګېزه، د پيل کولو او د هر کار د پای ته رسولو لپاره یو لازم شرط دی.
هر څومره مو چې انګېزه لوړه او پياوړې وي، په همغه اندازه مو د بریالیتوب چانس ډېرېږي.
کله چې یو غر ختونکی غواړي د غره څوکه فتحه کړي، خو د لارې په اوږدو کې ستړی کېږي، دغه مهال همدا د انګېزې ځواک دی چې هغه هڅوي څو خپلې موخې ته ځان ورسوي. په حقیقت کې انګېزه یو ډول انرژي ده چې موخې ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا لرو.
خو اوس یوه پوښتنه را ولاړېږي. که چېرې موږ د یوه کار د تر سره کولو لپاره انګېزه ولرو، ایا دغه انګېزه تلپاتې ده او د بیا چارج کولو یا پیاوړي کولو لپاره یې اړتیا شته؟
هوکې، هرو مرو تاسو هم له داسې یوه حالت سره مخ شوي یاست چې په پوره انرژۍ او انګېزې سره مو یو کار پیل کړی دی، خو د لارې په اوږدو کې مو له کاره لاس اخیستی او دوام مو نه دی ورکړی.
څه پېښ شول؟ که چېرې انګېزه کولای شي چې موږ له مبدا څخه مقصد ته ورسوي، نو بیا ولې د لارې په منځ کې ودرېدو او له مخکې تګ څخه مو لاس واخیست؟ د دغې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی، انرژي مو خلاصه شوه. په حقیقت کې مو خپله انګېزه له لاسه ورکړه.
پیاوړی لیکوال او د بریالیتوب د برخې انګېزه ورکوونکی ویناوال زیګ زیګلر وایي: خلک ډېر کله وایي چې انګېزه دوامداره نه ده، نو که داسې وي، د حمام کولو اغېزې هم تلپاتې نه دي او تاسو ته لارښوونه کېږي څو په دوامداره توګه حمام وکړئ، هغه هم هره ورځ.
ډېری خلک فکر کوي چې که همدا اوس د یوه کار د تر سره کولو لپاره انګېزه لري، دغه انګېزه تلپاتې ده او له منځه نه ځي. خو دا فکر سم نه دی او زموږ انګېزه بیا بیا چارج کولو او تقویې کولو ته اړتیا لري. لکه څرنګه چې تاسو اړتیا لری څو هره ورځ او یا په اونۍ کې څو ځله حمام وکړی، په همغه اندازه اړتیا لری څو خپلې انګېزې ته هم پام وکړئ او تقویه یې کړئ. ځکه انګېزه ستاسو د حرکت کولو لپاره د تېلو حیثیت لري او باید هر ځل له یوې ټاکلې مودې وروسته د حرکت کولو او پرمختګ لپاره خپله انګېزه تقویه او چارج کړئ.
اوس پوښتنه دا ده چې څه ډول کولای شو خپله انګېزه چارج کړو؟
لومړۍ حللاره: هرو مرو یوه یا څو موخې ولرئ. انګېزه او موخه باید سره یو ځای وي، څو مو خپل مقصد ته ورسوي. په حقیقت کې کله چې موږ پر دې پوه شو چې باید له کومه ځایه پیل وکړو، له کومو ځایونو تېر شو او کومو ځایونو ته ورسېږو، په ښه توګه کولای شو خپلې انګېزې ته پام وکړو.
هر ځل باید له یوې ټاکلې مودې وروسته خپلې موخې ولولو. کله چې موږ یوه ټاکلې موخه ولرو او پر دې پوه شو چې څه غواړو، په ډېرې اسانۍ سره خپلې موخې ته پام کولای شو. هغه څوک چې ټاکلې موخه ونه لري، بې منزله به یوې خوا او بلې خوا منډې وهي، چې دغه څه په خپله د هغه انګېزه له منځه وړي.
یا په بل عبارت، کله چې د هغو پایلو په هکله فکر کوو چې موخې ته په رسېدو سره یې لاسته راوړو، دغه کار زموږ انګېزه زیاته او پیاوړې کوي. د بېلګې په توګه، کله چې یو ورزشکار د خپلو تمرینونو په ترڅ کې پر دې فکر کوي چې یوه ورځ به یې د سرو زرو مډال ګټلی وي، دغه چاره د هغه انګېزه پیاوړې کوي او ان ځینې وخت یې انګېزه څو برابره هم کېږي.
دویمه حللاره: ان د ډېرو کوچنیو بریالیتوبونو لپاره هم خپل ځان وهڅوئ.
د تل لپاره هم باید هڅونه د بل چا لخوا نه وي. موخه مې دا ده چې تل هم باید په تمه نه شو څو نور خلک موږ وهڅوي، ځينې وخت باید په خپله خپل ځان پر شا وټپوو او ووایو چې افرین، ته کولای شې، کار دې ډېر ښه و. دغه کار د دې لامل کېږي څو د دوام ورکولو لپاره مو انګېزه پیاوړې شي او په ښه توګه کولای شو خپل مسیر ته دوام ورکړو.
کله چې د بریالیتوب پر لور ګام اخلو او خپلې بریا ته نږدې کېږو، او په ورځ کې یو ځل خپل ځان وهڅوو، په دې کار سره په حقیقت کې خپل ځان ته جایزه ورکوو او خپله انګېزه پیاوړې کوو.
دغه ډول هڅونې د چارج په توګه عمل کوي او د مسیر د دوام لپاره زموږ انګېزه چارج کېږي.
په پای کې په یاد ولرئ چې که چېرې خپلې انګېزې ته پام ونه کړی، نه شی کولای چې بریا ته ورسېږی. لکه څرنګه چې ستاسو موټر تېلو ته اړتیا لري، تاسو هم د حرکت کولو او پرمختګ لپاره انګېزې ته اړتیا لری څو وکولای شی چې په حرکت کې واوسی؛ او لکه څرنګه چې ستاسو د موټر د تېلو په خلاصېدو سره باید د هغه ټانکۍ یو ځل بیا ډکه کړی، همدا شان تاسو هم د لا ډېر حرکت او پرمختګ کولو لپاره هم د خپلې انګېزې چارج او تقویې کولو ته اړتیا لری.
که مو یو کار په انګېزې سره پیل کړ او د لارې په اوږدو کې پوه شوی چې هېڅ انګېزه نه لری، د دې لپاره دلیل نه شي کېدای چې باید هغه کار پرېږدی او یو بل کار پیل کړی، بلکې پر ځای یې باید یو ځل بیا خپله انګېزه چارج کړئ.
موږ ډېرو خپل ډېری کارونه په انګېزې سره پیل کړي دي، خو د لارې په اوږدو کې مو انګېزه له لاسه ورکړې او په خواشینۍ سره مو خپل کار او موخه بې پایلې پرېښې ده.
اوس که چېرې وغواړی هغه کارونه او موخې چې بې پایلې مو په نیمه لار کې پرېښې دي، وشمېری؛ فکر کوی څومره به شي؟ دوه کاره، لس کاره او که له دې هم زیات؟ خپلې همدا نا بشپړې شوې موخې او کارونه مو له نورو سره شریک کړئ.
دغه کار د دې لامل کېږي څو پر دې پوه شی چې انګېزه په رښتیا هم د حرکت او پرمختګ کولو لپاره څومره ارزښت لري.