دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين په کورنيو چارو کې د امريکا سختې لاسوهنې

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

اگست 5, 2021
in لیکنې
0 0

د جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت له لوړې وروسته د ټرمپ د حکومت تګلاره غوره کړې او پر له پسې د بادارۍ او زورواکۍ کړنې ترسره کوي.

امريکا نه یوازې د هانکانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه کوي، بلکې پر چين بېلا بېل تورونه لګوي او د لويديځو رسنيو له لارې پروپاګنډ خپروي او د دې ترڅنګ يې پر چيني چارواکو تش په نوم بنديزونه هم  لګولي دي.

سين هوا اژانس د اګست په ۴مه نېټه ((امريکايي سياستوال له چا سره درېږي؟)) يوه ليکنه خپره کړې ده.

دغه خبري اژانس په دغې ليکنې کې د چين په کورنيو چارو کې د امريکا له سختې لاسوهنې پرده پورته کړې او د دغه هېواد شوم نیت يې په ډاګه کړی دی.

په دغې ليکنې کې راغلي، چې د چين ملي ولسي کانګرس د مارچ په ۱۱مه نېټه د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمې کې د انتخاباتو قانون د بشپړولو پرېکړه وکړه.  د امريکا بهرنيو چارو وزارت همغه مهال پخپله او هم د ۷ هېوادونو ډلې له غړو سره د ګډې اعلاميې په خپرولو سره پر چين بې ځایه تورونه ولګول. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د همدې مياشتې په ۱۷مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د مرستيال مشر په ګډون د دې هيواد پر ۲۴ چارواکو تش په نوم بنديزونه ولګول.

 خو واقعیت دا دی، چې په هانکانګ کې د انتخاباتو قانون طرحې بشپړول د چين کورنۍ چارې دي او هېڅ بهرنی ځواک پکې د لاسوهنې حق نه لري. امريکا هم په خپلو انتخاباتو کې د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې د مخنيوي په هکله جدي قانوني مقررات لري، نو دغه هيواد ولې د چين په هانکانګ کې اړوندو مقرراتو ته دومره پاملرنه کوي؟

امريکا پر يادو چيني چارواکو د بنديز پلمه دا ده، چې چين د هانکانګ اداري چارې کمزورې کړې دي، خو په حقیقت کې د دوی دا تور له واقعيت سره هيڅ سمون نه لري. د هانکانګ د انتخاباتو قانون کې هغه اصل په نظر کې نيول شوی، چې هانکانګ بايد د هيوادپالو کسانو له لوري اداره شي او د هېواد او هانکانګ ضد ټول مخاليفين په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی. په دغه قانون کې د هېواد او د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې خونديتوب په ښه توګه تضمين شوی او د هانکانګ ديموکراتيک نظام په سالم توګه پرمختګ کوي.

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو او ډېرو سیاستوالو د تېر مارچ په ۱۱مه نېټه د انتخاباتو قانون د تفصيلاتو کارونه ترسره کړل او له دې قانون څخه د ملاتړ لپاره يې د څه باندې 2.38  ميليونو هانکانګيانو لاسليکونه راټول کړل.

د هانکانګ د ځه جين څېړنيزې ادارې د يوې سروې نتيجه ښيي، چې کابو ۷۰ سلنه هانکانګيان په دې اند دي، چې د انتخباتو قانون په بشپړېدو سره د هانکانګ د ښه راتلونکي په اړه د هانکانګيانو باور لا نور پياوړی شوی دی.

په دې ليکنه کې راغلي، چې د ۲۰۱۹م کال په جون مياشت کې په هانکانګ کې د رامنځته شوې نښتې له امله د دې سيمې اقتصاد په تېرو لسګونو کلونو کې په لومړي ځل منفي شوی و او ټولو خلکو ته ډېر زیانونه رسيدلي وو.

د ۲۰۲۰م کال په جون مياشت کې په هانکانګ کې د هېواد امنيت ساتونکی قانون تصویب شو او اوس په دې سيمه کې ټولنيز نظام او د خلکو ژوند عادي شوی دی.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې په هانکانګ کې د جرمونو کچه د تېر کال د همدې مودې په نسبت 10 سلنه کمه شوې او د دې سيمې د توليداتو په ارزښت کې ۱۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. په عين وخت کې د هانکانګ د دايمي خونديتوب د ساتلو په اړه د چين حکومت تدبيرونو هم د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی.

دا يو واقعیت دی چې امريکا د هانکانګ ديموکراسۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، خو يوازې د هانکانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او موخه يې دا ده، چې د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو امريکا به خپل دغه شوم نیت پوره نه کړي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا: پر ایران مو پوځي بریدونه وځنډول

جولای 27, 2026

ډیاز کانیل: پر کیوبا د امریکا بندیزونه پلان شوې نسل وژنه ده

جولای 27, 2026

درې سیمې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شاملې شوې

جولای 27, 2026

سرچینه: ایران د امریکا د اوربند د ارادې په اړه شکمن دی

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In