دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د کرونا‍ ريښې موندل او د ډيټريک فورټ لابراتوار راز

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

اگست 6, 2021
in لیکنې
0 0
Graham Culle

Graham Culle

روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټولې نړۍ کې تېره اوونۍ نږدې ۴ ميليونه کسان پر کوويډـ۱۹ ويروس اخته شوي او وړاندوينه يې کړې، چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به پر ياد ويروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر له ۲۰۰ ميليونو څخه هم زيات شي.

شاوخوا دوه کاله کیږي، چې انسانان له کرونا وبا سره لاس او ګرېوان دي او لا هم په ټولې نړۍ کې په چټکۍ خپريږي، خو نړيواله ټولنه يې پر وړاندې سخته مبارزه کوي. تجربو ثابته کړې، چې انسانان په يوې داسې ګډې ټولنې کې ژوند کوي، چې برخليک يې له يو بل سره تړلی دی او د انسانانو يووالی او همکارۍ او د دې ناورغۍ پر وړاندې ګډه مبارزه کولی شي، چې نړۍ له دې شره خوندي کړي.

د کرونا ريښې موندل د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره ډېر ارزښت لري. د روغتیا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د چين د کارپوهانو په همکارۍ د دغه هېواد په وو هان ښار کې د کرونا ريښې موندلو په پار پلټنه وکړه او په مارچ کې يې راپور خپور کړ، چې له مخې يې هيڅ داسې امکان نه ليدل کیږي، چې کوويډ۱۹ ويروس دې د وو هان له لابراتوار څخه خپور شوی وي او په دې اړه يې ټولې خبرې پروپاګنډ بللي شوي دي. ساينسپوهان او روغتياپالان په دې اند دي، چې د کوويډـ۲۹ د ريښې موندلو چارې باید په هر بل ممکن ځای کې هم تر سره شي.

 د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح هم له سينهوا خبري اژانس سره د تازه مرکې پر مهال ويلي، چې د روغتيا نړیوال سازمان د کارپوهانو ياد راپور د ساينسي پلټنې له مخې وړاندې شوی او اړينه ده، چې ټول ساینسپوهان د همدې راپور پر اساس د ويروس د ريښې په اړه قضاوت وکړي. نوموړي زياته کړې، چې د کرونا د ريښې موندل د باور وړ ساينسي شواهدو ته اړتيا لري او د لټولو چارې يې بايد په زياتو سيمو کې ترسره شي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو او خبري رسنيو کې داسې نظريې ډېرې خپرې شوي، چې وايي په امريکا کې دې د کرونا د ريښې موندلو کار سمدستي پيل شي، ځکه خبري رسنيو د دغه هيواد ډيټريک فورټ لابراتوار تور تاريخ  افشا کړی او د نړيوالو شکونه يې زيات کړي دي.

ډيټريک فورټ لابراتوار د امریکا په ماريلانډ ايالت کې موقعیت لري او له ډېرو کلونو راهيسې د بيولوژيکو وسلو د جوړولو لپاره د دغه هېواد د تر ټولو لوی مرکز او لابراتوار په توګه کارول کيږي.

د امريکا د ملي ارشيف د شمېرنې له مخې، له ۱۹۴۶م کال څخه تر ۱۹۴۹م کال پورې په دغه لابراتوار کې د انسان له بدن څخه په استفادې د ويروسي وسلو د جوړولو لپاره کابو ۶۰ پټې ازموينې تر سره شوي او د ۲۰۱۹م کال په جولای او اګست کې له دغه لابراتوار څخه د ويروس د خپرېدو دوې پېښې رامنځ ته شوې، چې وروسته د امريکا د ناروغيو مخنيوي مرکز يا سي ډي سي د اوبو د تصفيې سيستم د ستونزو په پلمه ياد لابراتوار د لنډمهال لپاره وتړه.

د ياد لابراتوار له تړل کېدو سره همغه وخت په امريکا کې ډېر خلک د سپين سږي پر ناروغۍ اخته شول او سي ډي سي راپور ورکړ، چې دغه ناروغي د برېښنايي سګرټ له امله رامنځته شوې ده. په هغه وخت کې په امریکا کې د انفلونزا وبا هم روانه وه او د ناروغانو شمېر يې تر ۳۴ ميليونو زیات و ، چې په تېرو لسو کلونو کې يې ساری نه لیدل کېده.

 د سپين سږي ناروغي څنګه رامنځته شوه؟

ايا انفلونزا له کرونا وبا سره اړيکې لرلی شي؟ په دې اړه هم پلټنه ډېره اړينه ده، خو متأسفانه تر اوسه نه ده تر سره شوې.

امريکايي ژورناليست جورج وېب د ۲۰۲۰م کال د مارچ په شلمه نېټه په يوټيوبپاڼې کې وويل، چې امريکايي لوبغاړې ماتج بناسي، چې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې يې د چين په وو هان ښار کې د پوځيانو په نړيوالو سپورټي لوبو کې ګډون کړی و، ښايي هغه مهال په دغه ښار کې کرونا وبا خپره شوې وي. نوموړې په وو هان کې د دغو لوبو پر مهال د هډوکو ناروغۍ له امله له سيالۍ بهر شوه او په ځانګړې الوتکه کې بېرته امريکا ته وليږل شوه. له هغه وخت لږ څه موده وروسته په وو هان ښار کې کرونا وبا خپره شوه.خبري رسنيو هغه مهال راپورونه ورکړل، چې ماتج بناسي د امريکا په فورټ بیلوير پوځي اډه کې کار کوي، چې له ډيټريک فورټ لابراتوار سره ډېره نږدې ده.

خبري رسنۍ څه وايي؟

ای بي سي، سي اېن اېن، اسرائیل ټايمز او یو شمېر نورو خبري رسنيو تېر کال داسې راپورونه خپاره کړل، چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۹م کال په نومبر کې يعنې په وو هان کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو يوه مياشت مخکې له اسرائیل او ناټو سره استخباراتي معلومات شريک کړي وو او پکې يې وړاندوينه کړې وه، چې په نړۍ کې به ډېر ژر وبا خوره شي، په دغو معلوماتو کې يې د چين وو هان ښار هم ياد کړی و.

 پوښتنه دا ده ، چې د امريکا استخباراتي کارکوونکي څنګه پوهيدل، چې په نړۍ کې به ډېر ژر وبا پيل شي؟

اوسمهال د امريکا پر ډيټريک فورټ لابراتوار زیات شکونه کيږي او د نړۍ ډېری ساينسپوهان او روغتياپالان له امریکا څخه غواړي، چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا په لومړيو کې د ناروغانو او په وو هان کې د پوځيانو په نړیوالو لوبو کې د ګډون کوونکو امريکايي لوبغاړو اړوند معلومات بيا چک او خپاره کړي او د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته دې اجازه ورکړي، چې د کرونا د ريښې موندلو لپاره ډيټريک فورټ لابراتوار او شمالي کارولينا پوهنتون کې پلټنې وکړي.

د سي جي ټي اېن فکري مرکز د جولای په ۳۰ مه نېټه د يوې سروې نتیجه خپره کړه، چې له مخې يې درې اتيا اعشاريه يو ( ۸۳.۱٪ ) انټرنېټ کاروونکي په دې نظر دي، چې د روغتيا نړيوال سازمان بايد د کوويډـ۱۹ويروس د ريښې موندلو لپاره امریکا کې څېړنې وکړي، خو متأسفانه امریکې د خپل ملي امنيت د ساتلو په پلمه دغه غوښتنه رد کړې او د خلکو شکونو ته يې هیڅ ځواب نه دی ويلی.  امریکايي سياستوال هميشه دا غږ پورته کوي، چې خلک   پر حقيقت د پوهېدو حق لري، که دوی رښتيا هم  دغې خبرې ته قایل وي، نو بايد نړيواله پلټنه ومني، څو نړيوالو ته حقيقت ښکاره شي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا: پر ایران مو پوځي بریدونه وځنډول

جولای 27, 2026

ډیاز کانیل: پر کیوبا د امریکا بندیزونه پلان شوې نسل وژنه ده

جولای 27, 2026

درې سیمې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شاملې شوې

جولای 27, 2026

سرچینه: ایران د امریکا د اوربند د ارادې په اړه شکمن دی

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In