دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

له ماتې خوړلو وروسته څلور حللارې

ژباړه: صفي الله پادشاه

اگست 9, 2021
in لیکنې
0 0

ماتې خوړل د هر شخص لپاره یوه تر ټولو لویه وېره ګڼل کېږي. موږ تل په بشپړه توګه هڅې کوو او زحمت باسو، څو په خپلو کارونو کې بریالي شو. خو د تل لپاره مو هم بریا نه په برخه کېږي او ډېر کله له ماتې سره مخ کېږو. پخوانیو ویلي دي، لوبه ګټل او بایلل لري؛ له همدې امله ځینې وخت بریالي کېدل او ځینې وخت ماتې خوړل هم د ژوند د لوبې دوه اړخونه دي.

فرض کړئ ماتې مو وخوړه، څه باید وکړو؟ له هرڅه لاس واخلو؟ نه! بلکې پر ځای یې باید د خپلو کړنو لپاره پلان ولرو، څو د ماتې خوړلو برخه ترې په بشپړه توګه له منځه یوسو.

د ماتې ضد ځواک تر لاسه کولو او له ماتې وروسته حللارو په هکله د پوهېدو لپاره دغه مقاله تر پایله ولولئ.

ایا په کړنو کې مو وروستۍ ماتې د دې لامل شوې څو نور له هر څه لاس واخلئ؟ ماتې هغه وخت ډېره له درده ډکېږي چې تاسو د یوه کار لپاره په بشپړه توګه هڅې کړې وي، زحمت مو ایستلی وي او انرژي مو مصرف کړې وي، خو بیا هم بریا ته نه وی رسېدلي او ماتې مو خوړلې وي.

لویې ماتې د انسان روحیه له منځه وړي، راتلونکي ته یې د هیله‌مندۍ دې له لاسه ورکولو لامل کېږي، شخص ته ژور خپګان له ځان سره راوړي او د تل لپاره ستاسو ذهن بوختوي. همدا د ماتې خوړلو اغېزې دي چې د دې لامل کېږي څو نور تاسو ونه غواړی چې کوم نوي څه و ازمویئ. په ماتې خوړلو سره په حقیقت کې د بایللو وېره ستاسو پر بدن وزرې غوړوي او د بیا ځلې ازمویلو او خطر منلو جرئت در څخه اخلي.

خو؛ څو شېبې فکر وکړئ، ایا دا باید ستاسو د برخلیک پای وي؟ ایا نور هر څه پای ته رسېدلي دي؟ ایا ستاسو د ژوند د کیسې پای همدا دی؟ نه! پاڅېږئ او د راتلونکي پر لور حرکت وکړئ. پرته له دې چې د پایلې او راتلونکو پېښو په هکله فکر وکړی. تاسو باید یو ځل بیا خپل ځان جوړ کړئ، نوې انګېزه رامنځته کړئ او په مثبت فکر سره د یوې نوې سیالۍ او مبارزې پر لور ګام واخلئ.

وېنسټن چرچېل وایي: ماتې خوړل وژونکي نه دي او بریالي کېدل هم د لارې پای نه دی. هره پېښه او فعالیت د دوام لپاره زموږ مېړانې او نه تسلیمېدو ته اړتیا لري.

اوس د دې وخت دی څو له هغو حللارو سره اشنا شئ چې هر کله مو ماتې وخوړه، بیا بیا یې له ځان سره تکرار کړئ، ځکه له دغو افکارو پرته ستاسو ماتې، ستاسو په ذهن کې پر وژونکو ذهرو بدلېږي.

لومړۍ حللاره: ماتې ومنئ او تېښته مه ترې کوئ

لومړنی کار چې له یوې سختې ماتې وروسته یې باید د خپل ذهن د بیا موندنې لپاره تر سره کړی، دا دی چې ماتې ومنئ او تېښته ترې ونه کړئ. د خپلې ماتې لپاره پلمې مه جوړوئ او پړه یې پر خپلو شاوخوا خلکو مه اچوئ. ماتې ته په ورین تندي غېږه ورکړئ. پر دې پوه شئ چې بریا ته غځېدلې لار، یوازې د سختو ماتو له زړه څخه تېرېږي.

آیا د فوټبال داسې ټیم مو لیدلی چې له ماتې پرته یې اتلولي ګټلې وي؟ کوم شخص له ماتې پرته بریالی شوی دی؟ کوم شرکت په خپلو فعالیتونو کې له تېروتنې خالي دی؟ پر دې پوه شئ چې دا ستاسو وروستۍ ماتې نه ده او خپلې موخې ته د رسېدو په لاره کې به بیا بیا له ماتې سره مخ کېږی؛ خو هغه څه چې د دغو ماتو تر شا نغښتي دي، یو لوی بریالیتوب دی چې په پایله کې د دغو ماتو اغېزې کم رنګې کوي او تاسو ته رښتینې خوښي در بښي.

د هر بریالي شخص تر شا زرګونه ماتې شته.

دویمه حللاره: بل چانس هم شته

ماتې باید ستاسو د هیلو پای نه وي. که مو ماتې وخوړه، له خپله ځایه پاڅېږئ، د هندارې مخ ته ودرېږئ او ووایاست: دا زما د کار پای نه دی، زما د هیلو پای هغه وخت دی چې مړ کېږم. هر وخت یو نوی چانس شته. که چېرې تاسو کومه سیالي بایللې وي، کومې دندې ته مو لاره نه وي موندلې، په کانکور ازموینه کې نه وی بریالي شوی او یا مو خپل کاروبار له لاسه ورکړی وي، باید پوه شئ چې یو ځل بیا هم د ازمویلو فرصت شته.

پر دې پوه شئ چې ژوند دومره اوږد او له لوړو ژورو ډک دی چې تاسو ته د بیا بیا ازمویلو فرصت درکوي. په حقیقت کې دا تاسو یاست چې په منفي فکرونو سره له خپل ځانه د بیا ځلې بریالي کېدو چانس اخلی. خپلې شاوخوا ته وګورئ، له دوو څخه ډېرې لارې نشته، یوه یې د ماتې منل او بله یې یو ځل بیا هڅه کول دي. پر دې پوه شئ، یوه ټولنه هغه شخص ستایي چې سل ځله هڅه وکړي خو بریالی نشي، خو هغه شخص چې د ماتې له وېرې له خاموشۍ څخه په یوه ډک ځای کې پناه اخلي، نه یوازې دا چې د ټولنې لخوا نه ستایل کېږي، بلکې سپکاوی هم ورته کوي.

دا له یاده مه باسئ چې ژوند یو ځل نه، بلکې هر سهار له سره پیلېږي.

درېیمه حللاره: په زده کړې سره مو د کمزورتیا ټکي له منځه یوسئ

کله چې تاسو ماتې خوری، په دې مانا ده چې د کاره یوه برخه مو په سمه توګه نه ده تر سره کړې. په کار کې دغه تېروتنې، د موضوع په هکله له بشپړې پوهې نه درلودلو سرچینه اخلي. تېروتنې تاسو ته دا موکه درکوي څو خپل د کمزورتیا ټکي پیدا کړی او د له منځه وړلو لپاره یې خپله پوهه او زده کړه لا ډېره پیاوړې کړی.

هره ماتې ستاسو د کمزورتیا څو ټکي چې ښايي تر اوسه نه وی ترې خبر، را برسېره کوي.

البرت انشټین وایي: هغه چا چې هېڅکله یې تېروتنه نه ده کړې، په دې مانا ده چې هېڅ نوی کار یې نه دی تر سره کړی. دغه خبره د ژوند په ټولو اړخونو کې صدق کوي. د بېلګې په توګه، که چېرې تاسو د بېړنیو خوړو یو پلورنځی لری چې له ماتې سره مخ شوی دی، په دې مانا ده چې تاسو د خوړو د پخولو، د پېرودونکو د جذبولو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کافي اندازه پوهه او تجربه نه لری. په حقیقت کې مطالعه، زده کړه او له ورځنیو بدلونونو خبر اوسېدل، ستاسو د کاروبار د پر پښو درولو لپاره یو حتمي امر دی. نو ځکه خو زموږ خوږ پیغمبر فرمایي چې له زانګو تر قبره علم زده کړئ.

څلورمه حللاره: هېڅ وخت د جامع‌الکمالات او بشپړتیا تمه مه لرئ

دا چې موږ په خپل ټول وجود سره موخو ته د رسېدو په لاره کې هڅې کوو، یوه په زړه پورې خبره ده. خو خپلو هیلو او موخو ته د رسېدو په لاره کې هغه زحمت چې وباسو یې، باید خپل ارزښت له لاسه ور نه کړي. څېړنو ښودلې چې ځان ته د جامع‌الکمالات او بشپړتیا په سترګه کتل او نیمګړتیاوې نه منل، د اندېښنو او ژور خپګان لامل کېږي.

تل دا مه وایاست چې په کانکور کې مې باید دومره نمرې اخیستې وای، زه باید په سیالۍ کې په لومړۍ درجه بریالی شوی وای، ما باید سږ کال دومره محصولات پلورلي وای، ما باید فلانۍ تېروتنه هېڅ نه وای کړې…. دغه څه د دې لامل کېږي څو تاسو په یوه فکري دام کې را ګیر شی او خپل کوچني بریالیتوبونه له پامه وغورځوی.

پام مو وي چې بریا ته د رسېدو لار تل له نیمګړتیاوو او لوړو ژورو ډکه ده. د تل لپاره هم دا مه وایاست چې هر څه باید زما په خوښه او په پوره تکامل او له نیمګړتیا پرته تر سره شي. د قناعت نه کولو دغه حس نه یوازې دا چې ستاسو درد نه دوا کوي، بلکې تاسو لا ډېر ناهیلي کوي. ځينې وخت موخې ته تر رسېدو ډېر هغه مسیر مهم وي چې خپلې موخې ته مو رسوي. نیمګړتیاوې ومنئ، پر تېروتنو باور ولرئ، هېڅکله نه شی کولای چې له زحمت، هڅو او خولو تویولو پرته موخې ته ورسېږی. که مو پر لږو قناعت ونه کړ، که مو نیمګړتیاوې او تېروتنې ونه منلې او که مو تل د کمال او بشپړتیا تمه درلوده، پوه شئ چې هېڅکله به موخې ته ونه رسېږی. ځکه د نړۍ تر ټولو نامتو، بریالي او شتمن کسان په یو ځل سره دغو موقفونو ته نه دي رسېدلي، بلکې هغوی پر لږو قناعت کړی، په یو ځل یې د تکامل تمه نه ده کړې او پر تېروتنو او نیمګړتیاوو یې باور کړی دی.

توماس اډيسون د خپلې کارخونې د سوځېدو په هکله وایي: په بدو پېښو کې لوی او نه هېرېدونکی ارزښت پروت دی. زموږ د کاري ټیم ټولې تېروتنې په اور کې وسوځېدې او د خدای ډېر شکر چې کولای شو له سره پیل وکړو.

له ماتې زده کړه وکړئ او له دغې زده کړې څخه بېرته د بریالي کېدو لپاره ګټه واخلئ.

همدا د بریالي کېدو لوی راز دی.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا: پر ایران مو پوځي بریدونه وځنډول

جولای 27, 2026

ډیاز کانیل: پر کیوبا د امریکا بندیزونه پلان شوې نسل وژنه ده

جولای 27, 2026

درې سیمې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شاملې شوې

جولای 27, 2026

سرچینه: ایران د امریکا د اوربند د ارادې په اړه شکمن دی

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In