دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ایا د خپلو افکارو له ځواک څخه خبر یاست؟

ژباړه: صفي الله پادشاه

اگست 10, 2021
in لیکنې
0 0

 ایا پوهېږی چې په خپلو فکرونو سره کوم کارونه تر سره کولای شی او ایا پر دې هم پوهېږی چې فکرونه مو پر تاسو کوم کارونه تر سره کولای شي؟

په دې مقاله کې زده کوو چې زموږ فکرونه څه ډول موږ پر بریالیو او شتمنو کسانو بدلوي.

هر څه زموږ د مغز له دننه څخه پیل کېږي. هر هغه کار چې تر سره کوو یې او هر هغه کار چې ډډه ترې کوو، زموږ د فکرونو پایله ده. انګېزه، شور او شوق، هیجان، ناراحتي، غم او اندېښنه، دا هر څه زموږ له فکرونو سرچینه اخلي او موږ کولای شو وټاکو چې له دې فکرونو څخه کوم یو یې زموږ په ذهن کې وده وکړي.

خلک فکر کوي چې باندني عوامل لکه پیسې او شتمني د یوه غوره ژوند سبب کېږي. البته چې دغه څه د یوه ښه ژوند درلودلو لپاره مهم دي، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې څه شی د همدغو پیسو او شتمنۍ د تر لاسه کېدو لامل کېږي؟

ځينې وخت لیدل کېږي چې ان شتمن کسان هم چې د ژوند ټولې اسانتیاوې لري، بیا هم خواشیني او اندېښمن وي. ستاسو په اند، دغه څه بیا له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ ټولې یادې پوښتنې ځوابونه لري.

هر څه زموږ له فکرونو سرچینه اخلي. له موخو او هیلو سره د ډېری خلکو د فکرونو همغږي نه اوسېدل، هغه تر ټولو لوی لامل دی چې د هغوی د بریالیتوب په لاره کې خنډ ګرځي. د نړیوالې ټولنې له شمېرنو سره سم، د نړۍ ۹۲ سلنه خلک هغه فکرونه چې په خپل سر او ذهن کې یې پالي، د هغوی د ژوند له اصلي مسیر سره په بشپړه توګه خلاف دي. نو که تاسو غواړی چې خپله لاره له عامو خلکو څخه بېله کړی او په راتلونکي کې لویو بریاوو ته د رسېدو په موخه ګام اوچت کړی، غوره ده چې هر څه له خپل ذهن څخه پیل کړئ.

د ذهن د بدلولو لپاره ډېرې لارې چارې شته چې د موضوع په دوام ورته اشاره کوو.

په لومړي قدم کې خپل فکرونه وپېژنئ

د خپلو افکارو په هکله فکر وکړئ. له ځانه وپوښتئ چې په ذهن کې مو څه تېرېږي؟ د ورځې په اوږدو کې زما ذهن پر څه شي بوخت دی؟ د هغو مسایلو څو سلنه زما لپاره ګټور دي چې په هکله یې فکر کوم؟

دا هغه پوښتنې دي چې باید په لومړي قدم کې یې له ځانه وپوښتئ. تاسو ته وړاندیز کوم څو خپل ځان ته وخت ورکړئ او څو شېبې له خپل ځان سره تېرې کړئ. څو ورځې پر دې تمرکز وکړئ چې تاسو څه ډول فکرونه لری. ځکه همدا فکرونه دي چې له ژوند څخه مو تر لاسه کېدونکې لاسته راوړنې ټاکي. له هغه وروسته پر دې فکر وکړئ چې د هغو فکرونو لپاره چې ستاسو هیله ګڼل کېږي، باید په خپل ذهن کې څه ډول فکرونو ته وده ورکړئ، نو لومړی قدم مو د خپلو  افکارو په هکله فکر کولو ته ځانګړی کړئ.

د امریکا د سولې فعال، مېلډرېټ نورمن رایډر پر دې باور دی؛ که چېرې په رښتینې توګه پر دې پوهېدای چې ستاسو د فکرونو ځواک څومره دی، هېڅکله به مو په ذهن کې منفي فکر ځای نه و نیولی.

په دویم قدم کې معمولي فکرونه له خپله ذهنه لرې کړئ، ځکه منفي فکرونه، منفي پایلې له ځان سره لري.

ډېری موږ انسانان هر څه ته په خپل ذهن کې د پای ټکی ږدو، یانې هغه فکرونه چې زموږ په ذهن کې شته، موږ ته وایي چې موږ نشو کولای د لویانو په څېر کار وکړو، د هغوی په څېر بریالي شو او د هغوی په څېر ژوند وکړو. همدغه چاره د دې لامل کېږي څو خپل ځان ته د هڅو، خوارۍ کولو او د بریالیتوب د نوو لارو د ازمایلو زحمت ور نه کړو. ښکاره ده چې په دا ډول فکر سره بریالي کېدل ناشوني دي.

که چېرې تاسو په پوره دقت سره د ټولنې د بریالیو وګړو او عامو وګړو د فکر کولو طریقه سره پرتله کړئ، وبه وینی چې د هغوی د فکر کولو طریقه له موږ سره توپير لري او همدا د فکر د طریقې بدلون د دې لامل کېږي څو د هغوی لاسته راوړنې هم له موږ سره توپیر ولري. نو زموږ معمولي فکر په پای کې پر یوه معمولي ژوند پای ته رسېږي.

که غواړی دغه وضعیت ته بدلون ورکړی، له خپلو فکرونو څخه یې پیل کړئ. تل له ځان سره ووایاست چې بریالي کسان هم همدا د ځمکې د مخ انسانان دي، له اسمانه نه دي راغلي؛ هغوی هم زموږ په څېر خوراک او څښاک کوي، یوازې دومره ده چې هغوی په خپل ذهن کې پیاوړو، له پر ځان باور څخه برخمنو او بریا ته د رسېدو لپاره پر پیاوړې ارادې سمبالو فکرونو ته وده ورکوي.

دا هغه څه دي چې موږ یې نه لرو او فکر کوو چې درلودلای یې هم نه شو.

د یوه بریالیتوب د پیل لومړی ګام؛ پر مثبتو، پیاوړو او له پر ځان باور څخه برخمنو فکرونو باندې د معمولي فکرونو بدلول دي.

د امریکا مشهور لیکوال، نورمن وېنسل فیلډ وایي، خپلو فکرونو ته مو بدلون ورکړئ، څو وکولای شی چې نړۍ ته بدلون ورکړئ.

په درېیم قدم کې خپله د فکر کولو پوهه لوړه کړئ، څو وکولای شی په سمه توګه فکر وکړئ.

یوه ستونزه چې په موږ کې شته او هغه د چا خبره ډېره یې پر ځان نه ور وړو؛ تړلی فکر، د پوهې نشتون، کوچنی ذهن او فکري تعصبونه دي. ښکاره خبره ده چې له دا ډول فکرونو څخه د مثبتو پایلو تمه نه شو کولای. په لومړي قدم کې باید د فکر کولو په طریقه او خپل نړۍ لید کې یو انقلاب رامنځته کړو او د دغې چارې یوازینۍ لار، د پوهې د سطحې لوړول او د خپلې ذهني فضا پراخول دي او دغه چاره هم یوازې د علم او پوهې په تر لاسه کولو سره رامنځته کېږي.

څومره چې کولای شی، کتاب ولولئ، سفر وکړئ، خپل مالومات زیات کړئ، د هغه څه په هکله چې مالومات نه لری، لا ډېر پوه شئ او هغه څه چې تر ننه ستاسو فکري خنډونه او ذهني تعصب ګڼل کېدل، له منځه یوسئ. د خپلو فکري مخالفینو کتابونه ولولئ، له څو میاشتو وروسته به ووینئ چې پر مخ مو یوه نوې نړۍ پرانیستل شوې ده او ګواکې چې په تېر کې په جهل او ناپوهۍ کې ډوب وی.

کتاب ستاسو د روح غذا ده، هېڅکله یې له لوستلو لاس مه اخلئ. له یوه کال وروسته به ووینئ چې د پېړیو په اندازه لوی شوي یاست او دغې فکري پوهې تاسو پر یوه نوي انسان بدل کړي یاست.

په څلورم قدم کې فکر باید جوړ کړل شي

ډېری خلک فکر کوي چې په تصور کولو سره کولای شي یو نوی فکر رامنځته کړي. خو موضوع له دې هم پېچلې ده. په حقیقت کې یو پیاوړی فکر چې وکولای شي زموږ د ژوند پر مختلفو اړخونو باندې اغېزه وکړي، هغه څه دي چې باید د یوې ونې په څېر زموږ د وجود دننه وکرل شي. مناسب خواړه ورته ورسېږي، وده وکړي، څو وکولای شي د شخص دننه خپله اغېزه وښيي.

په خپل ذهن کې مثبتو فکرونو ته وده ورکړئ او له منفي فکرونو ځان وساتئ.

په پنځم قدم کې خپل فکر پیاوړی کړئ

پیاوړی فکر، جسم پیاوړی کوي. تاسو باید دا فکر ونه کړئ چې فکرونه یوازې د ذهن دننه ساده اوازونه دي. په حقیقت کې هر ساده فکر، ستاسو په ذهن کې د داسې یوه وضعیت د تولید په حال کې دی چې په راتلونکي کې ستاسو لخوا د یوې موضوع په هکله د تصمیم نیولو لامل کېږي.

ښايي تر اوسه مو دا موضوع په سمه توګه نه وي درک کړې، خو هر ساده او پېچلی فکر او هر کوچنی او لوی فکر کولای شي ستاسو په برخلیک کې د پام وړ رول ولوبوي.

امریکایي لیکوال او ویناوال، وین دایر وایي، تاسو خپل فکرونه جوړوی، فکرونه مو ستاسو نیت جوړوي او نیت مو ستاسو پر حقیقت بدلېږي. نو په قطعي او ټولیز ډول باید خپل منفي او کمزوري فکرونه له خپل ذهني دورانه وباسئ او ورو ورو د مثبت فکر کولو او خپلو فکرونو د پیاوړي کولو پر لور لاړ شئ.

تل مثبت فکر وکړئ: زه کولای شم، زه یې زده کوم، زه به یې سرته رسوم، زه خپله هڅه کوم….

دغه ډول فکرونه د څو کلونو په اوږدو کې له تاسو څخه یو پیاوړی او پر ځان باور لرونکی شخص جوړوي، چې پایله یې ستاسو په راتلونکو کړنو او موخو کې بریا ته رسېدل دي.

زما پوښتنه له تاسو څخه دا ده: تاسو د دې لپاره چې پر خپلو فکرونو مسلط شی، څه کوی؟

پر ځواب مو فکر وکړئ او په ذهن کې مو داسې فکرونه وروزئ چې یوه ورځ یې له لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړی، نه پښېماني.

Share12Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا: پر ایران مو پوځي بریدونه وځنډول

جولای 27, 2026

ډیاز کانیل: پر کیوبا د امریکا بندیزونه پلان شوې نسل وژنه ده

جولای 27, 2026

درې سیمې د نړيوالو ميراثونو په لېست کې شاملې شوې

جولای 27, 2026

سرچینه: ایران د امریکا د اوربند د ارادې په اړه شکمن دی

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In