د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړه د لویو ښارونو تر مرکزونو را رسېدلې ده. هر ورځ د ملکي خلکو په ګډون، د طالبانو او افغان ځواکونو د مړينې او ټپي کېدو خبرونه خپرېږي. زرګونه کورنۍ بې مېنې شوې او ځينې بهرنیو هېوادونو ته کډوالي کوي. د دواړو غاړو لخوا نرمښت نه تر سترګو کېږي او پر جګړه ټينګار لري. امریکا پر طالبانو هوايي بریدونه کوي او دې ډلې ويلي، چې دا د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه ده.
جګړه ځپلې سیمې پر کنډواله بدلې شوې دي او هره خوا وحشت خپور دی. ځينې دا وضعیت له سوريې سره پرتله کوي او نور يې د کورنۍ جګړو تکرار بولي. تېره جمعه ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره بېړنۍ ناسته وکړه او دې پايلې ته ورسېدل چې که طالبان په یوه میاشت کې جګړه کمه نه کړي؛ پر سیاسي مشرانو به یې له سره بندیزونه ولګول شي.
بلخوا د ملي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دوحې ته سفر کړی، څو د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پرلهپسې جهادي او سیاسي مشران را ټولېږي او ټول په یوه خوله د طالبانو پر وړاندې مقاومت يادوي.
کله چې امریکا له طالبانو سره سیاسي هوکړه وکړه؛ ټول سولې ته لېواله شول او ډېری په دې باور وو چې ټيکاو او تلپاتې سوله راتلونکې ده. اوس جګړې زور اخیستی، سوله يې پېکه کړې او خلک پرې بې باوره شوي دي.
په کمه موده کې د جګړې شدت، د ولسوالیو سقوط او په لویو ښارونو بریدونه څه ناڅاپي عمل نه دی. دا ډول عملیات منظم او پلان شوي ښکاري او تر ګردو امریکا ډېره ګټنه ترې کړې ده. امریکا په افغانستان کې جنګي توازن ساتلی، څو خپله لوبه پر مخ بوځي او د B-52 بمباریو دا خبره لا برسېرنه کړې ده.
داسې ښکاري چې د لویو ښارونو مرکزونه باید له حکومت سره وي او نیول شوې ولسوالۍ دې د طالبانو په واک کې وي. کله چې حکومتي ځواکونو ځينې سیمې له طالبانو خپلې کړې، امریکا یو څه مخالفت وکړ او د دفاع وزیر یې ويلي وو چې افغان ځواکونه خپله ستراتيژي باید د ښارونو د امنیت لپاره وکاروي.
که څه هم په افغانستان کې نیابتي او استخباراتي لوبې دوام لري او د پېچلتیا له وجې يې ګرانه ده چې د راتلونکي وضعیت روښانه تصویر وړاندې شي؛ خو بیا هم د روانې لوبې له ښکاره اسلوبونو، دوه احتماله برېښي چې د پېښدو امکان يې تر ډېره شته.
لومړی: طالبان به د ملګرو ملتونو د وروستي فشار په نتیجه کې بېرته د سولې خبرې پيل او د جګړې شدت به کم کړي. دا ډله چې کله سیاسي مذاکراتو ته دننه شوه، ډېر مشران يې له تور لېست بهر شول، سیمه ییزو هېوادونو ته یې سفرونه وکړل او اړيکې یې ورسره پراخې او لا ټینګې کړې. که چېرته بیا په تور لېست کې شامل شي او هېوادونو ته د تګ راتګ بندیزونه پرې وضع شي، شونتیا شته چې سیاسي اړېکې یې سړې شي؛ په داسې حال کې چې اړتیا ورته لري. دغه راز پر حکومتي مشرانو به هم فشارونه راوړل شي؛ ممکن دواړې غاړې پر انتقالي دولت سره سلاه شي او ځينې به یې سخت مخالفت وکړي، خو پایله به ور نه کړي او لنډمهاله حکومت به جوړ شي.
دویم: جګړه به لا شدیده کېږي؛ ځکه امریکا هوايي بریدونه له سره پيل کړي او د طالبانو پر وړاندې يې تبلیغاتي جګړه هم ګرمه کړې ده. امریکا خپله مبارزه له تروریزم څخه پر چین متمرکزه کړې ده او باید د دې هېواد د پرمختګ مخه ډپ کړي، څو نړيوال برم ترې خپل نه کړي. د دې پالیسۍ لپاره امریکا اړتیا لري چې افغانستان د چین او روسیې لپاره په سور اور بدل کړي. څه موده مخکې چین د طالبانو کوربه و او خپلې اندېښنې يې ورسره شریکې کړې دي. د چین په سینګیانګ ایالات کې ډېری مسلمانان مېشت دي او سخت ظلمونه پرې شوي دي؛ له دې سره چیني مسلمانان غواړي اسلامي جهادي ډلو ته دننه شي او له چین انتقام واخلي. دا هېواد له همدې امله وېره لري چې په افغانستان کې ناامني تر دوی ونه رسېږي. همدارنګه امریکا د افغانانو واقعیت په تاریخي لحاظ ښه ژور څېړلی او مطالعه کړی دی. د افغانستان خلک په عکس العملي فضا کې لوی شوي دي. له مخکینو دورو به تېر شو او د وروستیو څلوېښتو کالو څو مثالونه کافي دي. سردار محمد داوود خان د ظاهرشاه پر وړاندې عکس العمل وکړ او شاهي نظام يې په جمهوریت بدل کړ. وروسته خلک ديموکراتیک ګوند ګودتا وکړه او د کمونیستي نظام ډبره يې په افغانستان کې کېښوده. که څه هم دا ګوند وروسته دوه ټوټې شو(پرچم او خلق) او په خپلو کې یې هم ژور اختلافات لرل، خو له دې سره سره مجاهدین د دوی پر وړاندې راپورته شول. د مجاهدینو پر ضد طالبان را پاڅېدل او کله يې چې نظام نسکور شو، تر ننه له حکومت سره جنګېږي. اوس که امریکا پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر کړي او پرته له جګړې سیاسي فضا پرې تنګه کړي، احتمال شته چې طالبان به د امریکا پر وړاندې نوی عکس العمل ښکاره کړي او د جګړې نوې او پېچلې بڼه به پيل شي. ځکه دا ډله د سیمې له داسې هېوادونو سره اړيکې لري، چې د امریکا نړيوال او سیمه ييز رقیبان دي. د دې لپاره چې طالبانو له امریکا انتقام اخیستی وي، ځینې هېوادونه به ملاټر ترې وکړي، څو د امریکا دسیسه په سیمه کې شنډه کړي. د امریکا موخه هم دا ده چې د ناامنیو په وسیله له یوې خوا منځني ختيځ ته لاره هواره کړي او له بلې خوا چین ته سرخوږی جوړ کړي، چې پرمختګ ونه کړي او دا پالیسي د داعش پر مټ مخ ته وړي.
دواړو غاړو ته پکار ده چې په خپلو کې سره جوړ شي، جګړه دې بنده کړي او د سیاسي جوړجاړي له لارې دې یوې معقولې پایلې ته ورسېږي. روانه لوبه د افغانانو په ګټه نه ده، پرته له ویر او ویجاړي نور څه نه لري او په سیاسي ډګر کې د امریکا توره او بدنامه څېره د نړيوالو پر وړاندې سپینوي.