دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

امريکا افغانستان ته څه ورکړل؟

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

اگست 12, 2021
in لیکنې
0 0
افغان ژباړونکي له امريکايي حکومت څخه د ويزې غوښتنه کوي

افغان ژباړونکي له امريکايي حکومت څخه د ويزې غوښتنه کوي

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د جولای په ۱۳مه نېټه وويل، چې له افغانستانه يې د ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې او په دغه هيواد کې د ترهګرۍ ضد د امريکا ۲۰کلنه جګړه به ژر پای ته ورسېږي. امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې شل کاله وجنګېده، خو دغه هيواد ته يې څه په ميراث پرېښودل؟

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست په ۱۰مه نېټه د فراه، بدخشان او بغلان دريو ولايتونو د مرکزونو نيولو اعلان وکړ. اوس په شمال کې یوازې د بلخ مرکز مزارشریف او په شمال لوېدیځ کې د فاریاب مرکز میمنه پاتې دي، چې طالبانو پرې لا ولکه نه ده ټينګه کړې. د دې تر څنګ د دغه هيواد په جنوب کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ شديدې جګړې روانې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې ملي شورا ته په يوه وينا کې وويل، چې له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو بيړنۍ وتنه د دې لامل شوې، چې په هيواد کې امنيتي حالات ترينګلي شي.

په افغانستان کې له تېرې مۍ راهيسې د جګړې د تېزېدو له امله ملکي وګړيو ته خورا زياته مرګژوبله اوښتې ده. م.م د جولای په ۲۵مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نيمايي کې په افغانستان کې ۱۶۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي. د مرګژوبلې دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷٪ زياتوالی ښيي. د ۲۰۲۱ کال له مۍ نه تر جون پورې د ملکي وګړيو د مرګژوبلې شمېر د دې کال د جنورۍ نه تر اپريل پورې د ۴ مياشتو له عمومي شمېر سره برابر دی. د سره صليب نړيوالې ټولنې په خوله، افغانستان اوس د ملکي وګړيو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد ګرځېدلی دی.

د م.م د کډوالو عالي کمېشنرۍ څو ورځې مخکې په افغانستان کې د بېځايه شويو کورنيو او د جګړې پر زياتېدو اندېښنه وښوده او دا يې په دغه هېواد کې د سياسي ماتې پايله وبلله.

 د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د جولای په ۲۷مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې د وروستيو تودو جګړو له مله تېرو دوو اوونيو کې تر ۱۵ زرو ډېرې کورنۍ له خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ايستل شوي او په نورو امن سيمو کې ځای پر ځای شوي دي. ترکيه هم له يوې مودې راهيسې کله کله خبر ورکوي، چې هره ورځ څو سوه افغانان له ايران نه دغه هېواد ته غير قانوني اوړي.

د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راهيسې ۳ لکه افغانان پر دندو ګمارلي وو، چې بهرنيو ځواکونو ته يې د ژباړې، پاکارۍ او امنيت ساتلو په شمول ځيني خدمتونه کول. اوس دغه افغانان او کورنۍ يې له دې امله د طالبانو په شمول د تندلارو ډلو د بريد موخې ګرځېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس د جولای په ۱۹مه نېټه اعلان وکړ، چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰۰ افغان ژباړونکي او د هغوی د کورنيو غړي، د لنډ مهال مېشتېدو لپاره د ويرجينيا ايالت فورت لي اډې ته ولېږدول شي.

واشينګټن پوسټ ورځپاڼې په يوې تبصرې کې ويلي، چې افغان ژباړونکو ته د امريکايي ويزې چارې خورا پېچلې دي او اکثر غوښتنليکونه يې د پېچلو تشريفاتو په رکود کې پاتې دي.

د امريکا يوه غير حکومتي سازمان (( No One Left Behind)) يوه سروې خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال له پيل راهيسې هره مياشت په افغانستان کې لږ تر لږه ۲ افغان ژباړونکي وژل شوي دي. دغه راز له ۲۰۱۶م کال راهيسې درې زره افغانان چې امريکايي ځواکونو سره يې افغانستان کې کار کړی، د بريدونو له امله مړه شوي دي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، کله چې هغه د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال و، هر وخت يې له ځان سره يو کارډ ګرځاوه، چې په افغانستان کې د مړو او ټپي شويو امريکايانو شمېرې پرې ليکل شوې وې. نوموړی وايي، چې ډېر ښه مې په ياد دي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنې جګړې کې د امريکايي ځواکونو ۲۴۴۸ تنه وژل شوي او ۲۰۷۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي، خو هغه په دې اړه مالومات ورنه کړل، چې په ياده جنګي موده کې څومره افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

جولای 27, 2026

سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

جولای 27, 2026

فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

جولای 27, 2026

افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In