له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره د دغه هېواد وضعيت ډېر ترېنګلی شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست په ديارلسمه نېټه پر ټولنيزو رسنيو اعلان وکړ، چې د افغانستان دوهم لوی ښار کندهار يې نيولی دی. د مالوماتو له مخې طالبانو تر دې دمه د افغانستان د ۳۴ ولايتونو اتلس مرکزي ښارونه نيولي دي. په افغانستان کې اوس د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو کارکوونکي د حساسو سندونو په سوځولو بوخت دي او ډېر ژر به له دغه هيواده ووځي.
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو نامسئولانه وتل د نړيوالې ټولنې له غندونو سره مخ دي او د امریکا همدغه نامسؤلانا کړنه د افغانستان د حالاتو د ترينګلتيا سبب شوې ده.
د بريتانيا د دفاع وزير بين والاس د اګست په ۱۳مه نېټه وويل، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ ايستنه يوه ناسمه پرېکړه وه او په دغه هېواد کې د امنيتي وضعيت د ترينګلتيا سبب شوې او ښايي نړيواله ټولنه یې ډېر ژر بدې اغېزې حس کړي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د ځواکونو د ويستلو پر پرېکړې ټينګ ولاړ دی او دفاع یې کوي. نوموړي څو ورځې مخکې وويل، چې که څه هم طالبانو په جګړه کې ډېر برياليتوب تر لاسه کړی او ملکيانو ته يې هم سخته مرګ ژوبله اړولې، خو هغه له افغانستان څخه د خپل پوځ د ايستنې پر پرېکړې پښيمانه نه دی.
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو نامسئولانه تګ، د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې راولاړې کړي دي. د امريکې دغې نامسؤلانا کړنې د افغانستان امنيت ته ګواښ پېښ کړی دی.
نيويارک ټايمز په يوې مقالې کې ويلي، چې د جګړې په ميدان کې د طالبانو ډېرې برياوې د افغان حکومت د کمزورتيا ښکارندويي کوي. امريکا له اوږدې مودې راهيسې د افغان ځواکونو ملاتړ کړی او مرستې يې ورسره کړي، خو بیا هم جنګي توان يې له لاسه ور کړی دی.
د بريټانيا فيننشل ورځپاڼې په یوې ليکنې کې ويلي، چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو تګ د افغان حکومت او ځواکونو جنګي ارادې او روحيې ته سخت زیانونه رسولي دي.
د لويديځې ډيموکراسۍ او اسلامي دين او کلتور ترمنځ لوی واټن شته.
په افغانستان کې د شخړو رېښه د بېلا بېلو سياسي او پوځي ډلو شخصي ګټو پورې تړاو لري، خو امريکا او ناټو په دغه هېواد کې له اوږدې مودې راهيسې د لویديځي ديموکراسۍ د پلې کولو لپاره زياتې پيسې ولګولې، چې موخه یې د اسلامي دين او کلتور د اغيزو له منځه وړل او له دې لارې په پوځي، سياسي او کلتوري چارو کې د افغانستان د هر اړخيز کنټرول خپلول وو. دوی په دې نه پوهيدل، چې لويديځه ديموکراسي د افغانانو کلتور سره په ټکر کې ده.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانې جګړې ګڼ شمېر افغان کورنۍ بې ځایه کړې دي. اروپايي خبري رسنۍ وايي، چې د روان کال له پيل راهيسې شاوخوا څلور لکه کورنۍ بې ځایه شوي او يوازې په تېرې مۍ مياشت کې شاوخوا دوه لکه او څلور څلوېښت زره افغانان په کوردننه کډوال شوي دي. که د افغانستان د سولې بهير ژر پرمخ ولاړ نه شي، نو د کډوالو مسئله به لا سخته شي او حتی د سيمې او نورو هېوادونو پرسولې او ثبات به هم منفي اغيزه وکړي.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره په دغه هېواد کې هېڅ مثبت بدلونونه نه دي راغلي.
امريکا يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کړې او د افغانانو ګټې يې له پامه غورځولي، چې له امله یې افغانان په جګړه کې ګير شوي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې د امريکا پیل شوې جګړې دغه هېواد ويجاړ کړی او اوس افغانان اړ شوي، چې خپل هېواد بيا اباد کړي.