په امريکا کې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه بې ساري تروريستي بريدونه وشول. امريکا د دغو بريدونو پړه پر اسما بن لادن واچوله او په ډېرې چټکۍ يې افغانستان ته ځواکونه وليږل، څو د يادو بريدونو پلاوونکی اسما بن لادن ونيسي او په دغه هيواد کې يې خپله اوږده جګړه پيل کړه.
له يادو بريدونو شل کاله په تېرېدو دي او او امريکا اوس له افغانستانه په وتلو ده او ډېر ژر به یې ټول ځواکونه له دغه هيواده ووځي، خو پوښتنه دا ده، چې امريکا افغانستان ته څه ورکړل او څه يې په ميراث ورته پرېښودل؟
د اګست د ۱۵مې نېټې په شپه طالبان کابل ته ننوتل، ارګ يې کنټرول کړ او د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني هيواد پرېښود او تاجکستان ته ولاړ. طالبانو د ټول افغانستان واک په لاس کې واخيست، خو ډېر افغانان لا هم په وېره کې دي.
افغان ليکوال او د سياسي چارو شنونکی تبيش فروغ په دې اند دی، چې تمه وه، د دوحې خبرې اترې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو لپاره اسانتياوې برابرې کړي، خو داسې ښکاري، چې ناکامې شوې دي. طالبانو تر دې دمه خپل ځواکونه ساتلي او زياتره امريکايي ځواکونه هم له افغانستانه وتلي دي.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بې مسؤلانه وتنه په دغه هيواد کې سیاسي تشه رامنځته شوې ده. له دغه حالاته نه يوازې طالبانو، بلکې د سيمې اړوندو خواوو هم ګټې پورته کړي او غواړي د افغانستان حالات لا نور بې ثباته او ګډوډ کړي.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکې هه ون پينګ د امريکايي ځواکونو پر بيړنيو وتلو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه په ډېرې بېړې او چټکۍ ووتل او غير مسؤلانه کړنه یې ترسره کړه. که څه هم شل کاله کيږي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ميشت وو، خو ونه توانيدل، چې دغه هېواد ته سوله او امنيت را ولي.
امريکايي حکومت په پام کې لرل، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په بهير کې چا ته مرګژوبله وا نه ړوي، خو د دغو ځواکونو د اېستلو په بهير کې په افغانستان کې جګړه نوره هم په چټکۍ تېزه شوه.
د امريکا د مساجوسېټس د ټکنالوژۍ اکاډمۍ د امنيت لوړپوړي څېړونکي جيم واش څه موده مخکې د امريکايي تګلارو دفاع وکړه، خو دا یې هم وويل، چې امريکايي ځواکونه اوس له افغانستانه په چټکې وځي، خو په حقيقت کې له دې امله د دغه هيواد حالات هم ډېر ژر ترينګلي شوي دي. نوموړي د پوښتنې په شکل وویل، چې څوک ویلی شي، چې کوم هېواد خپل ځواکونه له بل هېواد څخه ورو ورو اوباسلی شي؟ ۲۰ کاله کيږي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ميشت دي او دا ډېره اوږده موده ده.
يوې بلې پوښتنې ته بايد ځواب وویلی شي، چې امريکا په افغانستان کې ولې جګړه پيل کړه؟
د امريکا د وېن ايالت پوهنتون د اسيايي چارو څېړنيز مرکز استاد سعد خان په دې اړه څرګنده کړه، چې امريکا ۲۰ کاله دمخه ويل، چې طالبانو د القاعدې اورپکو ته پنا ورکړې او دغې ډلې نه غوښتل، چې اسما بن لادن او د ده پلويان امريکايانو ته تسليم کړي.
دا چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې وروسته په افغانستان کې د امريکا جنګ بايد په کومه پيمانه او کله بايد پای ته رسيدلی وای، دا د څېړونکو او کارپوهانو ترمنځ د بحث او جنجال وړ مسئله وه، خو دغې جګړې بايد ۲۰ کاله دوام نه وای کړی، په تېره بيا امريکايانو ۱۰ کاله دمخه بن لادن د افغانستان په بهر کې وواژه.
استاد سعد خان پر دې باور دی، چې امريکا به د افغانستان په مسئله کې بيا مهم رول ونه لوبوي. په بله ژبه لويديځ هېوادونه به په دغه مسئله کې بیا مهم ځای ونه لري. نوموړی زياتوي، چې لويديځ هېوادونه د دغې سيمې د جغرافيايي سياست په اړه دومره زيات مالومات نه لري او خپلې کړې ژمنې هم نشي پوره کولای. هره ستونزه او مسئله بايد د سيمه ييزو هېوادونو، يعنې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لخوا په ګډه حل شي.
طالبان تېره ورځ کابل ته ننوتل، ساعتونه تېر شوي، خو سپينې ماڼۍ په دې اړه هېڅ بيانيه نه ده خپره کړې. د سپينې ماڼۍ په ويبپاڼه کې يوازې د افغانستان مسئلې په باب د جوبايډن او چارواکو ترمنځ د ويډيويي غونډې انځور خپور شوی دی.