دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په افغانستان کې د امريکا د جنګ ناکامه پاليسي

لیکنه: یاسمین؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

اگست 18, 2021
in لیکنې
0 0

د اګست په ۱۶مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو يوه ډېره بوږنوونکې ويډيو لاس په لاس شوه، چې د کابل له لوړې هوا څخه دوه افغانان له الوتکې څخه ښکته د ځمکې پر لور را ګوزار کيږي.

 له دې پېښې يوه ورځ وړاندې طالبان کابل ښار ته ننوتل او د دې ښار کنټرول يې په لاس کې واخيست. ويل کيږي، چې د کابل ښار د ټولو سيمو امنيت ګام په ګام د اراميدو په حال کې دی، خو د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د روانې مياشتې له ۱۵ مې تر ۱۶مې نېټې پورې سخته ګډوډي روانه وه، چې له امله يې لس کسان مړه شوي دي.

 افغان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د امريکا په شمول د زياتو بهرنيو هيوادونو ځواکونه موجود وو او د خپلو اتباعو د اېستلو امنيت يې نيولی و. په ورته مهال زياتو افغانانو هم غوښتل، چې په الوتکو کې بهرنيو هيوادونو ته ولاړ شي. امريکايي ځواکونو د افغانانو د راټوليدو او ورتګ پر مهال هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې ټېل ماټېل رامنځته شوی او خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

کابل ته د طالبانو د ننوتنې او د دغه ښار د کنټرول د اعلان په بهير کې د عامو خلکو د مرګژوبلې خبرونه نه وو ورکړل شوي، خو ياده پېښه د کابل د وضعيت له ستر بدلون سره هممهاله رامنځته شوې يوه توره  شېبه بلل شوې ده.

په افغانستان کې د امريکا شل کلنه جګړه دا ښيي، چې د امريکا هغه مفکوره او کړنې ناسمې او بې ځايه دي، چې غواړي په زور مسئلې حل کړي. امريکا افغانانو ته يې دردونه ورکړل او دوامداره ګډوډي يې ورته پرېښوده، خو اوس وايي، چې د افغانستان د امنيت مسئوليت د افغانانو پر غاړه دی، امريکايي چارواکي په داسې خبرو حقيقت نه شي پټولی او د افغانستان د اوسني وضعيت پړه يې تر غاړې ده.

د چارو کارپوهان له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو بېړنۍ او غيرمسئولانه وتنه د دغه هيواد د اوسنۍ ګډوډۍ لوی سبب بولي.

د مالوماتو له مخې، امريکا د روان کال د جولای په پيل کې د افغانستان حکومت ته له خبر ورکولو پرته له بګرام هوايي ډګر څخه ځواکونه ايستلي وو، چې له امله يې د افغانستان نظامي ادارې د دغې اډې په کنټرول کې له ستونزو سره مخ شوې. د بريتانيا د ايکسيټر پوهنتون (Exeter University) د نظامي چارو کارپوه ويډا ميهلان ويلي، چې د امريکايي ځواکونو بېړنۍ وتنې د افغان ځواکونو روحيې ته سخت زيانونه  ورسول.

امريکا د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر کې له القاعدې ډلې او طالبانو سره د مقابلې په بهانه افغان جګړه پيل کړه او د طالبانو نظام  يې را نسکور کړ  او دغه هېواد په افغانستان کې دا کار خپل ستر برياليتوب وباله. له هغه وخت څخه شل کاله تېر شول، امريکا اوس له افغانستان څخه خپل ځواکونه وايستل او دمګړۍ د خپلو ډيپلوماتو په ايستلو بوخته ده.

 د امريکا اې پي اژانس خبر ورکړی، چې د جوبايډن حکومت د کابل د سقوط په اړه ډېره حيرانتيا ښودلې. سپيڼې ماڼۍ څو ورځې مخکې ويلي، چې امريکا سلګونه زره افغان پوځيان روزلي او دوی يې په مجهزو وسلو سمبال کړي، خو په ورته مهال د امريکا استخباراتي ادارې راپور ورکړ، چې طالبان ښايي په درېيو مياشتو کې دننه کابل ونيسي.

 د طالبانو په لاس د کابل سقوط په افغانستان کې د امريکا د جنګي پاليسۍ د پوره ناکامۍ نښه ده.

په تېرو شلو کلونو کې د افغان جګړې له امله تر ۲ زرو زيات امريکايي عسکر وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او عمومي لګښت يې له ۲ زرو ميليارډو ډالرو څخه هم زيات ښودل شوی دی. د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې نه غواړي د افغان جګړې دروند بار پېنځم امريکايي ولسمشر ته په ميراث پرېږدي.

په افغانستان کې د امريکا د شل کلنې جګړې له امله تر ۳۰ زرو زيات افغانان وژل شوي، د ټپيانو شمېر يې له ۶۰ زرو څخه زيات ښودل شوی او نژدې ۱۱ ميليونه افغانان  بيا کډوالۍ ته اړ شوي دي.

حقيقت يو ځل بيا دا وښوده، چې امريکا په نړۍ کې د ګډوډۍ جوړونې تر ټولو لوی صادراتي هېواد دی او د دغه هېواد د تسلط غوښتنې له امله په زياتو هېوادونو کې غميزې جوړې شوې دي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

جولای 27, 2026

سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

جولای 27, 2026

فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

جولای 27, 2026

افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In