نن ورځ د اګست ۱۹مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۲مې ملي ورځې سره برابره ده. سږ کال دغه ورځ د افغانانو لپاره ځانګړې بلل کېږي، ځګه چې ټول بهرني پوځونه له دې هېواده وتلي او طالبانو بیا دغه هيواد کنټرول کړی.
خپلواکي، نه يوازې د هر هېواد بلکې د هر کس لپاره د آبادې او پرمختګ بنسټ دی، خو دغه کليمه د افغانستان لپاره يوه لېري کليمه ده. ځګه چې له شلو کلونو راهيسې دغه هېواد رښتينی خپلواکي نه لري.
یوه افغانۍ نظري عادله چې اوس په چين کې زده کړه کوي، د سي ام جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، له لسګونو کلونو راهيسې افغانستان رښتينې خپلواکي نه ده عملي کړې، د نورو هېوادونو ځواکونو تل زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاس درلود او زموږ خلک تل په اندېښنې کې اوسېدل. اوس بهرني پوځونه له افغانستانه ايستل سوي، طالبانو نږدې ټول هېواد کنټرول کړی او دا معلومه نه ده چې د هېواد راتلونکی به پر کوم لوري روان وي.
افغان محصل احمد جمشدي چې اوس هم په چين کې زده کړي کوي، زموږ له خبريالې سره په مرکه کې ويلي، افغانان په دې ښه پوهېږي چې د ټولو بهرني پوځونه افغانستان ته د راتلو موخه يوازې خپلي ګټي وې، دا ټولو ته معلومه ده، خو اوس دوی خپلو هېوادونو ته بېرته ايستل سوي او د ګډوډۍ حالت يې افغانانو ته پرې ايښي. دا به زموږ افغانانو په زړونو کې تل پاته وي او په دايمي توګه به دغو بهرنيو پوځونو ته بخښه و نه کړو.
ويل کېږي چې د امريکا او ناټو پوځونو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ ښه نتيجه نه ده تر لاسه کړې. د امریکا ولسمشر جوبايډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې افغانستان ته د امريکايي پوځونو د ننوتلو موخه د دې هېواد ابادول نه وه، د ترهګرۍ له منځه وړل وو، اوس د دوی دنده بشپړه شوې او افغانان بايد په خپله د خپل هېواد ستونزه ليري کړي. د بايډن دغه شان بې شرمې څرګندونې بيخي د منلو وړ نه دي. امريکايي په زوره سره افغانستان ته ننوتلي، د دې هېواد پر ډېرو سيمو بمبارۍ کړې او ګڼ شمېر ملکي وګړي د دوی له خوا شویو شخړو او کشالو کې ووژل يا مړه شوي دي. په تېرو شلو کلونو کې ډېر زيات افغان ځوانان د زده کړې په فرصت نورو هېوادونو ته تللي، او نورو زياتو يې کډي کړي دي.
احمد جمشدي وويل، د ګڼ شمېر ځوانانو وتل د افغانستان لپاره يو لوی زيان ګڼل کېږي، څه رنګه چې ځوانان د وطن د جوړونې او آبادۍ مهم ځواک دی. له ځوانانو پرته، دغه هېواد به حياتي ځواک و نه لري، خو څه رنګه چې زموږ د هېواد وضعیت آرام نه دی، نو ګڼ شمېر ځوانان اړ شوي چې نورو هېوادونو ته تللي. زما په شان هغه محصلين چې په بهر کې ډېر کاله زده کړي کړي، پوهې مو خپل کړي او لږ څه توان او هيلې هم لرو، خو خپل هېواد ته پر بېرته ستنېدو وېرېږو. ستر اميد لرم چې په افغانستان کې به رښتينی خپلواکي، سوله او ارامتيا عملي شي، غواړم چې په خپل هېواد کې خپلې پوهې او توان په کار کړم، څرنګه چې نور هېوادونه زما خپل کور نه دی.
نجلۍ نظری عادلې وويل، د يوې افغان ځوانې په توګه چې د هېواد په بهر کې زده کوم، ډېره هيلمن يمه چې خپل هېواد سوله، آزاد او خپلواک عملي کړي، تر څو زه وکولای شم چې د خپل شويو پوهو او توان د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړم.