امريکا شل کاله مخکې، د ترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه افغانستان ته ځواکونه وليږل، د طالبانو رژيم يې را نسکور کړ او د خپل هېواد د سياسي نظام په شان يې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ کړ. امريکا اوس له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه اوباسل او افغان حکومت هم ړنګ شو. طالبانو په ډېر لنډ وخت کې پر افغانستان ولکه ټينګه کړه او سياسي واک يې بيا تر لاسه کړ. د امريکې ولسمشر جوبايډن د اګيست په ۱۶مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې د امريکې دنده د دې هيواد جوړونه او ډيموکراتيکه ابادي نه وه، بلکې امريکايي ځواکونه هلته د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه تللي وو.نوموړی دا وقعيت نه شي پټولی، چې امريکې په افغانستان کې د نظامي اقداماتو په وسيله د ډيموکراسۍ نظام جوړ کړی و، خو په پای کې د دغه هيواد دا شوم نیت ناکام شو.
د سياسي چارو کارپوه مطیع الله خروټي د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چې د امریکا متحده ایالاتو له ډېر پخوا څخه د افغانستان لپاره یوه ستراتېژي او پنځوس کلن پلان درلود، چې د دغې ستراتیژۍ د تحقق لپاره یې مختلفې پالیسي ګانې پلې کړې. چې امریکا متحده ایالات د هغه شعار پر بنسټ چې له ناټو سره یې لاس یو کړ او افغانستان ته راغلل، عسکر یې راوستل؛ د هغوی شعار دا و چې دلته به دیموکراسي راولي، دلته به تروریزم او القاعده له منځه وړي او دلته به د کوکنارو د کرلو، تجارت او استعمال مخه نیسي، دا هر څه یې یو شعار و. دلته کېدای شي نه د امریکا دیموکراسي تطبیق شي. دوی یې پر اساس افغانستان ته راغلل، د خپلوهغو ستراتیژیو او اهدافو د تطبیق لپاره یې لښکر کشي وکړه او له ناټو سره یو ځای لاړل. نه دیموکراسي پلې شوه،
مطیع الله خروټي په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې دوی چې کومه پالیسي د خپلې ستراتیژۍ د تحقق لپاره درلوده، هغه یې د ماشومانو په وسیله تطبیق کړه؛ یعنې په دې مانا هغه پنځه شپږ کسان چې دوی سره یې په ارګ کې د مشاور یا ترجمان په حیث کار کاوه، دغه کسان پر هغو پالیسي جوړوونکو باندې بدل شول چې د امریکا متحده ایالاتو لپاره یې پالیسي جوړه کړه او تر څنګ یې د امریکا متحده ایلاتو د ځوانانو جوړولو په نامه چې دوی په افغانستان کې پیل کړه، یاده پالیسي په افغانستان کې نه چلېږي، د دوی د ناکامۍ اساسي علت همدا دی.
امريکې په ورته وخت کې د افغانستان ځينو سياسي يا پوځي ډلو ته د زياتو پيسو په ورکولو سره غوښتل، چې خپلې اغېزې نورې هم لوړې کړي، خو د افغانستان د مختلفو ګوندونو او ډلو ترمنځ توپيرونه ډېر دي او يوازې د پيسو له لارې نه شي حلېدای. امريکا هم په دې نه پوهېده. په افغانستان کې د امريکې د تش په نوم ديموکراتيک سيستم يوه بله لويه نيمګړتيا دا وه، چې د وګړيو له ملاتړ پرته جوړ شوی و. افغانستان يو داسې هېواد دی، چې ډېر قبايل لري، قومي او مذهبي عوامل د دې هېواد له سياسي سيسټم څخه نه شي جلا کېدای.
د افغانستان د خبري رسني خبريال عبدالله تايمور وويل، افغانستان یو داسې هېواد دی چې سياست، اقتصاد،ټولنېز ژوند، دوداو کلتور یې له غربي نړۍ سره ډېر توپيرونه لري، د امریکا له خوا راوړل شوې ډيموکراسي په دې هېواد کې نه پلي کیږي، داهیوادبیل تاریخ لري، بیله جغرافیه او غیور ملت لري، نو له دې کبله دامریکا پالیسې په دې هیواد کې بریالۍ نه شوه، داد افغانانو هیواد دی او افغانان به یې جوړوي.
امريکا د ټولنې ثبات او د ژوند او پرمختګ په اړه د افغان وګړيو له غوښتنو پرته، دوی ته د لوېديځو هېوادونو ديموکراتيکه بڼه ورکړه، چې د ملکي وګړيو زړونه يې نه شوای ګټلی، نو ځکه دغه تش په نوم ديموکراتيک حکومت سقوط شو. موږ ګورو، چې امريکې د ګردې نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې دغه شان حکومتونه جوړ کړي، خو په دغو هېوادونو کې هميشه بېوزلي او ګډوډي ليدل کېدل.
افغانستان د اروپا او اسيا لويو وچو په مرکز کې پروت دی، امريکا په ګردۍ نړۍ کې د خپلې زورواکۍ د ساتلو لپاره افغانستان خپله ستراتيژيکه اډه بللې او غواړي د دې هېواد د جغرافيايوي وړتيا په وسيله منځنۍ اسيا، لوېديځې اسيا، جنوبي اسيا او د روسيې په شمول پر ځينو سيمو او هېوادونو اغېزې وکړي. داسې هم ويل کيږي، چې امريکا غواړي د خپلو ځواکونو د رامنځته کېدو په وسيله نورو ته ګواښونه وکړي، خو په پای کې د افغانستان په حکومت کې سخت فساد راپورته شوی و او ديموکراسۍ يوازې په نوم پاتې شوې وه.