د یوه هېواد، دولت، او حکومت په رسمیت پیژندنه د نړیوالو حقوقو یو له مهمو موضوعاتو څخه ده، په رسمیت پیژندنه د دولتونو د آزادې ارادې ښکارندویی کوي چې د معیینو سیاسي او حقوقي شرایطو تابع وي.
د رسمیت پیژندلو په اړه حقوق پوهان یوه خوله نه دي، ځینې یې د بین المللي شخصیت اعطا یوه نوي دولت ته ګڼي او ځینې یې د یوه دولت قانوني بڼه یادوي، يعني تر څو چې یو دولت په رسمیت ونه پیژندل شي قانوني او مشروع وجود نه پیدا کوي.
خو یو جامع تعریف یې داسې وړاندې کوي«رسمیت پیژندنه هغه کړنه ده چې پر اساس یې هېوادونه او نړیواله ټولنه یوه نوې سیاسي او مستقله ټولنه چې د نړیوالو حقوقو په رعایت توانا وي په یوه مشخصه جغرافیا کې تصدیقوي، چې په پایله کې یې د خپلې آزاده ارادې پر بنأ، نوې ټولنه د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه مني.»
د یوه هېواد یا دولت او یوه حکومت په رسمیت پیژندنه دوې بیلابیلې موضوعګانې دي، چې لومړۍ یې د استقلال اخېستلو، تجزیې، اتحاد او ادغام او ځینې وخت له عدم نه د نوي دولت رامنځ ته کیدلو څخه منشأ اخلي، خو د حکومت په رسمیت پیژندل د انقلاب، کودتا او یا نورو مواردو په تحقق سره رامنځ ته کیږي، هغه څه چې د حکومتونو د رسمیت پیژندلو کې مهم او اړین دي د واقعي قدرت او سلطې موضوع ده، یعنې نوی رامنځ ته شوی حکومت باید د هېواد د ننه واقعي قدرت، حاکمیت او سیاسي ثبات ولري او همدارنګه په نړیواله سطحه د نړیوالو تعهداتو توانایي ولري.
د منتخبو حکومتونو د رسمیت پیژندلو موضوع هېڅ ډول ستونزه نه لري خو هغه حکومتونه چې د کورني انقلاب يا کودتا په پایله کې رامنځ ته کیږي ډیری حقوق دانان په دې باور دی چې دا ډول حکومتونه نه باید په رسمیت وپیژندل شي، مګر هغه وخت چې کله یې زمامداران او رهبران وکولای شي په کامل او مؤثر ډول د خپل هېواد ټولې چارې په لاس کې واخلي او نور قدرتونه له منځه يوسي.
دا چې افغانستان په دې راوروستیو کې د تاریخ یوه نوي پړاو ته داخل شو او وروستي تحولات یې د ډیری افغانانو د تمې خلاف را څرګند شول، طالبان چې مخکې په هېواد د ننه د افغان دولت د مخالفې ډلې او په نړیواله سطحه هم د یوې تروریستې ډلې په نوم یادیدل وتوانیدل چې په دوه اونیو کې په ټول هېواد تسلط پیدا کړي او د کابل په شمول یې د هېواد بیلابیلې برخې تر خپلې ولکې لاندي راوستي، خو اوس یو تر ټولو مهم سوال دا دی چې نړیواله ټولنه به له شل کلنې جګړې وروسته چې په افغانستان کې یې د تروریسم سره د مبارزې په نامه جاري ساتلې وه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني؟
له بل خوا طالبان هم له نړیوالې ټولنې څخه دا تمه لري چې دوی او د دوی په لاس نوی رامنځ ته شوی نظام په رسمیت وپیژندل شي.
په دې اړه د منطقې ځینې هېوادنه چې مخکې هم له طالبانو سره په همکارۍ تورن وو لکه پاکستان، ایران، چین او روسیه د رسمیت پیژندلو موضوع یې ظاهرأ د منطقه ای هېوادنو سره په سلاء مشوره کولو پورې منوط کړي، چین او روسیه له هغه محدوده هېوادنو څخه دي چې په دغه تحولاتو کې یې خپلې سفارتخونې تخلیه نه کړي، هدارنګه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي هغوی له طالبانو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکي دي.
ترکیه هم یو له هغه هېوادونو څخه ده چې مخکې یې د طالبانو په اړه تنده موضع ګیري در لوده او د دوی چټک نظامي پرمختګونه یې اشغالګري یادوله، خو د کابل له تصرف څخه وروسته یې د دوی په وړاندې موقف بدلون وکړ، او د بهرنیو چارو وزارت وزیر یې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون د مذاکراتو په حال کې دی.
امریکا او ځینې نور متحدین یې لکه بریتانیا د طالبانو په رسمیت پیژندلو موضوع د بشري حقوقو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو پورې مشرطه کړي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم دا موضوع د یو ټول شموله حکومت په رامنځ ته کیدو، بشري حقوقو او فردي آزادیو ته په درناوي او د ښځو د حقوقو په خوندي کولو پورې اړوند بللې.
هغه هېوادنه چې په قطعې ډول یې د طالبانو په رسمیت پیژندل رد کړي کاناډا او فرانسه دي، د کاناډا لومړي وزیر وویل چې دوی د طالبانو د رسمیت پیژندلو اراده نه لري، ځکه چې دا ډله د دوی د قوانینو پر اساس يوه تروریستي ډله ده چې د یوه منتخب حکومت په رانسکورولو یې د هغوی ځای ناستي شول.همدارنګه په اروپایي چارو کې د فرانسې سلاکار وزیر کلیمان بون هم د طالبانو د رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ او د دوی نظامي بریا یې خواشنوونکې وګڼله.
له بل پلوه د نړۍ ځینې نور هېوادنه په دې موضوع غلې دي، خو هغه څه چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو برخلیک ور پورې تړلی هغه د دوی په لاس د راتلونکي حکومت بڼه او په عملي میدان کې د دوی کړه وړه د افغان ملت په وړاندې په ځانګړې توګه بشري حقوق، فردي آزادی او د ښځو حقوق دي، همدارنګه هغه موارد چې د دوی په رسمیت پیژندلو کې مهم رول لوبوي د تیرو لاسته راوړنو ساتل او لا غوړیدنه ده، د ښځو حقوق چې په هېواد د ننه او بهرني هېوادونه هم ډیر ټینګار پرې کوي باید په بیلابیلو برخو که معنادار ګډون او سیاسي مشارکت ولري، ځکه دغه برخې ته عدم توجه به یو ځل بیا طالبان (۹۰)میلادي لسیزي ته بوځي کوم چې نظامي قدرت او حکومت به یې په لاس کې وی خو سیاسی مشروعیت چې رسمیت پیژندل یې مهم عنصر دی تر لاسه نه کړي، ځکه چې د بهرني سیاست انکشاف او پرمختګ د داخلي سیاست د تداوم سبب کیږي.