د افغانستان وضعيت په دې وروستیو ورځو کې د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده. که څه هم کابل ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته د دغه هيواد په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی، خو بیا هم خلک وېرې او ډار اخيستي دي. د چين د ميډيا ګروپ خبریالې غاټول د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د افغانستان د مصالحې عالي شورا د سياسي ګوندونو کميسيون د پاليسۍ او ستراتيژۍ د کميټې له رئیس حمدالله همدرد سره مرکه کړې. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د چين په شمول د سیمې هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت د رامنځته کولو په پار له دغه هېواد سره مرستې وکړي.
د افغانستان وضعیت به پر کوم لوري روان وي؟
ښاغلي حمدالله همدرد وويل، په هېواد کې د حکومت له سقوط سره سم ګډوډ حالت حاکم شوی، او اوسمهال وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی او د ښاریانو د سر او مال د امنیت نیولو چارې ګړندۍ ښې شوې دي. که څه هم ټول بانکونه او دفترونه بند دي، دولتي خدمتونه په ټپه ولاړ دي او ځینو دفترونو ته ښځینه کارکوونکي نشي تللی، خو بیا هم هیله مندي شته، چې وضعیت به ښه شي.
د اوسني حالت د ښه کېدو او د افغانستان مسئلې د حل لپاره د همغږۍ شورا څه رول لوبولی شي ؟
ښاغلي حمدالله همدرد وويل، د کابل ښار د ګډوډ حالت د مدیریت لپاره د همغږۍ شورا رامنځته شوې، څو د خلکو سر او مال ته کوم ګواښ پېښ نه شي. دغې شور له ولس څخه غوښتي چې آرام شي او ټول د ورورولۍ په فضاء کې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي، خو وضعیت لا هم عادي حالت ته ندی را ګرځېدلی، خلک لا هم ډاریږي. تر هغو چې د حکومت رهبري او نوی حکومت اعلان نشي، خلک له یو نا معلوم برخلیک سره مخ دي.
د افغانستان د راتلونکي سياسي جوړښت به څنګه وي؟
ښاغلي همدرد وويل، افغان حکومت د طالبانو په لاس سقوط شو. اوس اړتیا لیدل کیږي، چې نوی حکومت رامنځته شي او د هېواد او حکومتولۍ چارې سمبال کړي. د دې لپاره چې حکومت ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، نو باید ټول شموله حکومت رامنځته شي، چې په هغه کې د افغانستان ټول قومونه ځانونه وویني او د ښځو او نجونو حقونه هم پکې خوندي پاتې شي. که طالبان وغواړي، چې یواځې دوی په حکومت کې واوسي، نو نړیوال به افغانستان په رسمیت ونه پېژني او افغانان به هیڅکله له دا ډول حکومت څخه ملاتړ ونکړي. که چېرې ټول شموله حکومت رامنځته او فردي حقوق پکې تأمین شي او قانون تطبیق شي، نو هیله مندي شته، چې بریالی به وي.
د امريکا او ټانو ځواکونو په ايستلو سره به سيمه ييز هېوادونه د افغانستان د مسئلې د حل وفصل لپاره څه رول ولوبوي؟
ښاغلي همدرد وويل، زه د یو افغان په حیث د منطقې له هېوادونو او ګاونډیو څخه هیله لرم ،چې د افغانستان د حکومت په رامنځته کولو کې خپل رغنده رول ولوبوي او د یو څه وخت لپاره له افغانستان سره خپلو سیاسي او مالي مرستو ته ادامه ورکړي. ځکه افغانستان په داسې حالت کې قرار لري، چې په یواځې ځان سره هیڅ هم نشي کولای. که د منطقې هېوادونه او نړیواله ټولنه افغانستان او افغانان په داسې بد حالت کې یواځې پرېږدي، نو دا د نړۍ په تاوان او له افغانانو سره ظلم او زیاتی دی. نړۍ باید د افغانستان راتلونکی حکومت په رسمیت وپېژني او خپل سفارتونه په افغانستان کې فعال وساتي.
چين د افغانستان د مسئلې د حل په برخه کې څه رول لوبولی شي؟
ښاغلي همدرد وويل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث کولای شي، چې له افغانستان سره اقتصادي او مالي مرستې وکړي، افغانانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي او د افغانستان راتلونکی حکومت په رسمیت وپېژني او خپلې سیاسي اړیکې ورسره لا پیاوړې کړي. چین د یو زبرځواک هېواد په حیث پر نړۍ غږولی شي، چې د افغانستان تر څنګ ودریږي او منزوي يې نکړي. په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک ژوند کوي، دوی حق لري، چې تعلیم وکړي، کار او خوشحاله ژوند وکړي او له نړۍ سره اړیکې ولري.