د م.م د بشري حقونو شورا د اګسټ په ۲۴مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه. د چين، کيوبا، وينزويلا او ايران استازيو په دغه غونډه کې دې ته اشارې وکړې، چې د امريکايي پوځي مداخلې له امله افغانانو ته سخت زيانونه رسېدلي دي.
په جينيوا کې د م.م په مقر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو څرګنده کړه، چې اوس د افغانستان په حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. چين د افغانانو د هيلې او انتخاب درناوی کوي. د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او عادي ټولنيز نظم اعاده کېدل دي. هغه وويل، چې په افغانستان کې د ولسي خلکو او بهرنيانو خونديتوب او قانوني ګټې دې تامين شي او په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنيو ديپلوماتيکو ارګانونو او ديپلوماتانو حقوق دې هم وساتل شي. چين دې ته پام کړی، چې افغان طالبانو څو ځلې د عامو خلکو پر مخ د موجودو ستونزو د حلولو او د خلکو غوښتنو د پوره کولو څرګندونې کړې. دوی چې د يو ټولشموله اسلامي حکومت د جوړولو په هڅه کې دي، د پخواني حکومت د ټولو کارکوونکو عمومي عفوه يې اعلان کړې او ژمنه يې کړې چې د ښځو د بيان، کار او ښوونې حقونه تامين کړي.
دغه راز د چين دايمي استازي سفير چن شو زیاته کړه، چې چين افغان طالبان هڅوياو هيله لري، چې دوی خپلې مثبتې څرګندونې او ژمنې پر واقعيتونو بدلې کړي، د افغانستان مختلف ګوندونه، ډلې او قومونه سره يو موټی کړي او ژر تر ژره دې د سلامشورو او خبرو اترو له لارې د خپل هېواد له ملي واقعيتونو سره په سمون دې د خلکو په ملاتړ يو پرانيستی او ټولشموله سياسي جوړښت قايم کړي او نرم دريځه، سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې دې پلې کړي.
د دې تر څنګ افغانستان بايد هر ډول تروريزم او جرمونو ته سخت ماتې ورکړي او د خپلې سياسي اوضاع د ارام انتقال تضمين دې وکړي، څو جنګ ځپلي افغانان نور له بې ثباتۍ څخه خلاص کړي او خپل کورونه بيا اباد کړي.
سفير چن شو پر امريکا نيوکه وکړه، چې دغه هېواد د ديموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه پر ملي حاکميت لرونکو هېوادونو کې ستوغې پوځي مداخلې کړې او خپل سياسي موډل يې په زور پر هغو هېوادونو اچولی، چې د امريکا په پرتله بيخي بېل تاريخي کلتورونه او ملي واقعيتونه لري، د دغو هېوادونو ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته يې سخت زيانونه رسولي او عامو خلکو ته يې ناورينونه رامنځته کړي دي.
نوموړي زياته کړه، له واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندېږي، چې په بادارۍ او پوځي چلند ستونزه حل نه کېږي، بلکې يوازې د سيمې امنيت، ثبات او ځايي خلکو ته بې شمېره تاوانونه رسېږي. د امريکا، برېتانيا او استراليا په شمول د ځينو هېوادونو ځواکونو ته بايد په افغانستان کې د ځايي خلکو پر بشري حقونو د تېري له امله سزا ورکړی شي.
د چين دايمي استازي چن شو د چين دريځ بيان کړ، چې دغه هېواد به تل تر تله د افغانستان ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته درناوی ولري، د افغانستان په کورنيو چارو کې به هېڅکله مداخله و نه کړي او په دايمي توګه به له ټولو افغانانانو سره د دوستۍ تګلاره غوره کړي. چين تمه لري، چې له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب او دوستانه همکارۍ اړيکې پرمخ بوزي او د دغه هېواد د سولې او بيا رغونې لپاره خپل رغنده رول ته به دوام ورکړي.
د کيوبا استازي په ياده غونډه کې وويل، چې امريکا او ملګري يې بايد د افغانستان د اوسنيو حالاتو پړه پر غاړه واخلي. امريکا د افغانستان يا نورو هېوادونو د برخليک پرېکړه نشي کولای. تاريخ دا ثابتوي، چې هغه هېوادونه چې امريکا پکې د ديموکراسۍ، بشري حقونو او ترهګرۍ ضد په پلمه مداخلې کړې، ټول د ګډوډۍ، خرابۍ، مړينو او بېوزلۍ په رکود کې لوېدلي دي. د وينزويلا استازي خپل نظر څرګند کړ، ویې ویل چې امريکا او اروپايي ملګرو يې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې پوځي عمليات تر سره کړي، چې په پايله کې يې پر بشري حقونو زيات تېری کوونکي کړنې رامنځته شوي دي او افغانانو ته بې ثباتي، خرابوالي او جنګونه راوړل شوي دي. دغه راز د ايران استازي وويل، چې د امريکا پوځي مداخلې افغانانو ته بې شمېره غمونه او ناهيلۍ، دې سيمې ته يې ناارامتيا او خطرونه رسولې دي. امريکا او ملګري يې بايد د دې پړه پر غاړه واخلي.