امريکايي ځواکونو د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر مياشت کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو د وخت رژيم يې رانسکور او په دغه هيواد کې ميشت شول. دوی شل کاله په افغانستان کې پاتې شول، خو د روان کال په اګست میاشت کې په ډېرې چټکۍ له دې هيواده ووتل او پاتې ځواکونه يې هم ټاکل شوې ډېر ژر له دغه هيواده ووځي.
د امريکې ولسمشر جوبايډن د اګيست په ۱۶مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې د امريکې دنده د دغه هيواد جوړونه نه، بلکې د ترهګرۍ له منځه وړل وو.
پوښتنه دا ده، چې امريکا د ترهګرۍ ضد شل کلنې افغان جګړې کې کومې لاسته راوړنې لري؟
کره مالومات ښيي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په دننه کې ترهګريزې ډلې نه يوازې دا چې کمې شوې نه دي، بلکې له ګوتو شمېر څخه شلګونو ډلو ته رسيدلي او په دغه هيواد کې د بهرنيو ترهګرو شمېر هم شاوخوا شل زره ښودل شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د اګيست په ۲۲مه نېټه وويل، چې امنيت شورا سږ کال د يو لړ راپورونو په خپرولو سره په ډاګه کړې، چې د داعش، القاعدې او يتيم ETIM په شمول ځينې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون او فعاليت لري.
د ترهګرۍ ضد د مبارزې د چارو افغان کارپوه احمد نور د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چې د امريکايي پوځونو وتلو اعلان سره سم، په افغانستان کې ترهګريزو پېښو زور واخیست او اوسني ترينګلي وضعيت ته په کتو ښايي ځينې ډلې نورې هم پياوړې شي.
ښاغلي احمد نور خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکې په مشرۍ لوېديځ هېوادونه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه سيمې کې نورې موخې لري او دوی نه غواړي، چې يو سوله ييز افغانستان اباد کړي او په حقیقت کې دوی د سيمې ثبات او امنیت خرابوي.
د افغانستان سياسي چارو شنونکی ذاکر جلالي بیا وايي، زما په باور په افغانستان کې د امريکايي پوځ په شتون کې د داعش ډله رامنځته شوه، او ډېر شکونه دا و چې د دې په راپورته کېدو کې يا امريکايي استخباراتو مستقيم لاس درلود، او که يې مستقيم لاس نه درلود، ې فرصت او زمينه هغوی برابر کړ. تر څو دغسي ډلې راپورته شي. او د دې له لارې منطقه او سيمه امن نه کيږي، ستر هېوادونه شاو خوا امن نه کيږي، چين او روسيه امن نه کيږي. هغه هېوادونه چې له امريکا سره د ګټو ټکر لري.
افغانان د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د روانې جګړې له امله سخت زيانمن شوي دي. په تېرو شلو کلونو کې د امريکې لخوا راپارول شوې جګړې افغانانو ته د سر او مال بې شمېره زيانونه رسولي دي.
د يوې شمېرنې له مخې، د دغې جګړې له امله څه دپاسه ۳۰ زره ملکي افغانان وژل شوي او ۶۰ زره نور ټپيان شوي دي او څه باندې ۱۱ ميليونه بې کوره شوي دي. اوسمهال د افغانانو پر وړاندې نه يوازې د جګړې سخته نتيجه، بلکې د ترهګرۍ دوامدار ګواښونه هم موجود دي، خو امريکا د دغه جنګ د بدو پايلو پړه پر غاړه نه اخلي.
امريکايي پوځونه ډېر چټک له افغانستانه ووتل او پاتې يې د وتلو په حال کې دي. په عين وخت کې د امريکا څو جګپورو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په دننه کې، ښايي ترهګريزې ډلې ډېر ژر راښکاره شي. که څه هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د امريکې جنګ پای ته رسېدلی، خو په دغه هېواد کې د ترهګريزو ممکنو کړنو پراخېدل به د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه وي.
د افغانستان د سياسي چارو کارپوه هيدايټ پاکتين بیا وايي، اول خو دا چې امريکا کومه مبارزه په لومړي کال کې هغه شروغ کړه، دا د ترهګرۍ لپاره مبارزه وه، خو په اصل کې دا د دوی د جنګ او د خپلې هغه هدف له بهرنيو هېوادونو سره د مبارزې لپاره چې د دوی پيل کړله. په افغانستان کې بلکل د دې امکان شته چې ترهګريزې ډلې فعاليت کوي، دا نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې هېوادونو ته ګواښ ده. په افغانستان کې د امريکا هغه هدف نه دی رسيدلي، تر اوسه د داعش په شمول ترهګريزې ډلې لا هم شتون لري.
د جنوبي اسيا مسئلو په اړه د چين څېړونکي وانګ شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې د تازه وضعيت په اړه وايي، چې د دې هېواد په وضعیت کې اوس د ناثباتۍ ډېرعوامل موجود دي او ښايي نورې ترهګريزې ډلې هم پکې راښکاره شي.