د افغانستان د پلازمېنې کابل هوايي ډګر ته نژدې د اګست د ۲۶مې نېټې په شپه دوه سختې چاودنې وشوې، چې له امله يې له سلو تنو نه ډېرو کسانو ته مرګژوبله واوښته. په کابل کې د چين ميډيا ګروپ خبريالانو په روغتونونو کې له ټپيان شويو کسانو سره مرکې کړې دي. دوی وايي، چې امريکايي ځواکونو تر چاودنو وروسته پر عامو خلکو ډزې وکړې او زياتو ولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او وروسته يې هوايي ډګر ته غځېدلې لارې هم وتړلې، چې له امله يې ډېری ټپيان پر وخت روغتونونو ته ونه لېږدول شول او پر لارې مړه شول.
بي بي سي هم په دې اړه خبر ورکړی، چې زيات قربانيان د چاودنو له کبله نه، بلکې د امريکايي ځواکونو د ډزو په اثر مړه شوي دي.
دغسې پېښې د امريکايي سياستوالو په وينا او خبري رسنيو کې په کومې بڼې خپريږي؟
د امريکا ولسمشر جوبايډن د کابل هوايي ډګر ته نږدې له شويو چاودونو وروسته د خپلې وينا په ترڅ کې وژل شوي امريکايي سرتېري اتلان وبلل او د غچ اخيستلو خبره يې وکړه، خو د مړه شويو افغانانو په اړه يې هيڅ ونه ويل. د دغه هېواد ډېری خبري رسنيو هم د ۱۳ تنو وژل شويو امريکايي سرتېريو کېسې مبالغه کړې، خو پر بې ګناه قرباني شويو افغانانو يې خپلې سترګې پټې کړې دي.
امريکايان ۲۰ کاله دمخه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه افغانستان ته ننوتل او د دغه هېواد اوسني ترينګلي حالات هم د امريکايانو لخوا رامنځته شوي دي. زيات شمېر انترنیټ کاروونکو پر ټولنيزو رسنيو پر امريکا سختې نيوکې کړې دي. ځينې يې وايي، چې امريکايان له افغانستانه له وتلو مخکې د څومره ولسي وګړيو وژل غواړي؟
د کابل هوايي ډګر ته نږدې د شويو چاودونو له امله ولې ۱۷۰ تنه ووژل شول؟
لوی علت يې امريکايان دي.
د امريکايي ځواکونو بې بېپلوټه الوتکې د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې په شپه په کابل کې پر يوه ولسي کور هوايي بمباري وکړه، چې له امله يې د څو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه عام وګړي ووژل شول. دا د امريکايانو لخوا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن جنګ د پای ته رسېدو په درشل کې د ځايي خلکو پر ضد يو بل سخت جرم دی. امريکايي حکومت په پيل کې اعلان وکړ، چې ياد هوايي بريد کې يې د داعش هغه بريدګر وواژه، چې غوښتل يې د کابل پر هوايي ډګر د موټر بم ځانمرګي بريد ترسره کړي، خو وروسته د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ وياند بيل وربن د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې يو موټر په نښه کړی دی. د هغه وينا په دغه موټر کې څو تروريستان سپاره وو او له چاديدونکو توکو بار و او غوښتل يې چې عامو خلکو ته مرګژوبله واړوي.
په کابل کې د چين ميډيا ګروپ خبريالان د پېښې ځای ته ورغلل او ويې ليدل، چې په نښه شوی موټر د يو ولسي کور په انګړ کې ولاړ دی او تر څنګ يې بل موټر هم وران شوی دی.
دغه موټر د دغه کور څلورو وروڼو پورې اړه درلوده، خو د امريکايانو په وينا دغه موټر هوايي ميدان ته روان و، نو ځکه يې بريد وکړ، حال دا چې ياد موټر همغه وخت کور ته ننوت او ماشومان د خپل پلار يا ورور هر کلي ته راوتلي وو.
عيني شاهدان وايي، چې په دغه موټر کې هېڅ چاودېدونکي توکي نه وو. د مړه شويو کسانو نږدې خواخوږي د چين ميډيا ګروپ خبريالانو ته وويل، چې د موټر خاوند له اوږدې مودې راهيسې د بهرنيو ارګانونو لپاره کار کړی دی. ويزه یې ترلاسه کړې وه او په تمه و، چې بهر ته لاړ شي.
د مړه شويو کسانو د کورنۍ او خپلوانو لپاره تر ټولو دردونکی ټکی دا دی، چې د امريکا تر هوايي بريد وروسته ځينو لويديځو رسنيو ورڅخه پوښتنې کړي، چې د داعش اورپکي يې چېرته پټ کړي دي.
د يوې شمېرنې له مخې، امريکايي ځواکونو په تېرو ۲۰ کلونو کې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګژوبله اړولې ده او کابو ۱۱ ميليونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
امريکايانو تل خپلې ۲۰ کلنۍ جګړې ته ښکلا ورکړې، خو دغه واقعيتونه نشي پټولی، چې دوی پر افغانستان تېری کړی و او دغه هېواد ته يې بې ساري بشري ناورينونه رسولي دي.
امريکايان اتلان نه، بلکې اشغالګر دي.