ایمل احمدي چي د افغانستان يو عادي کس دی، د چين مېډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د مرکز له خبريالې سره د مرکې پر مهال د اګست پر ۲۹مه نېټه د ده پر کور د امريکايي پوځ د هوايي بريد په هکله وویل، امريکايي پوځ زما د کورنۍ بې ګناه غړي وژلي دي، دوی بايد ما ته عدالت را کړي. دی وايي: “دغه ورځ تر غرمې وروسته پر څلور نيمو بجو، زما مشر ورور چي يو تخنيکي انجنير دی، زما د کور مخ ته په موټر کي ودريدی. د ده يوولس کلن زوی، زما کوچنۍ لور ملکه جانه، زما د مشر ورو دوه زامن او زما وراره ټول په موټر کې وو. په هغه وخت کې د امريکايي پوځ الوتکې زما کور بمبارد کړ او سمدستي زما د کورنۍ لسو غړو خپلې سترګې د ابد له پاره پټې کړې. زما ملکه يوازې دري کلنه وه.”
د تراژيدي وروسته په دويمه ورځ کې امريکايي پوځ له افغانستان څخه په بيړنۍ ډول خپل پوځونه پوره ايستلي دي. احمدي خبريالې ته ويلي، تر اوسه پورې ده او د ده کورني غړو له امريکا څخه هيڅ حال او احوال او د تاوان پيسی نه دي تر لاسه کړي. په افغانستان کې د امريکا له خوا شل کلنه جګړه پای ته ورسيده چې د ده په زړه کې يې دايمي ټپونه او دردونه پاته دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په امريکا کې سختې ترهګريزې پيښې رامنځ ته شوې چې له امله يې ۲۹۹۶ تنه ووژل شول او اقتصادي تاوانونه هم ۲ تريلين ډالرو ته ورسېدل. شک نه شته چې دغې پيښې امريکايانو ته ستر زيانونه رسولي دي. له دې وروسته امريکا د ترهګرۍ ضد بيرغ پورته کړ چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ او همدردي تر لاسه کړي، خو په افغانستان کې د جنګ د دوامولو په وخت کې امريکا د عراق اوسوريې په شمول نورو هېوادونو ته جنګونه پراخ کړ او د لويديځو هېوادونو د ډيموکراسۍ نظام د جوړولو او د جيوپولتيک په نيت يې د ترهګرۍ ضد مبارزه لومړۍ موخه شوه. امريکا په کمزورو هېوادونو کې په زور سره نظامي مداخلې وکړې چې دغه کار د امريکا د تسلط او باداري نيت څرګندوي.
په افغانستان کې د جنګ ضد شخصيتې عادلې بهرام خبريالې ته ويلي، زه فکر کوم چی د ترهگرۍ پر ضد مبارزه دا نه ده چی ملکیانو ته زیان ورسوئ، حال دا چي باید ملکیان له ترهگریزو حملاتو څخه ژغورل شوي وای؛ د دغه اصل برخلاف د افغانستان خلک د دې مبارزې تر نامه لاندي ډېر زیانمن شول. د امریکانو پوځي ستراتیژی بلکل د بشري حقونو پر ضد یوه ستراتیژي وه چي تولي نړۍ سترگي پر پټي کړي وې. د دې بیوزلو خلکو ږغ هیڅ کله وا نه وریدل شو چي تر ننه د دغي جگړې په اور کي سوځي.
د امريکا د کانګرس د څېړني ادارې د يوې شميرنې له مخې، له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې په پنځه ويشتو کلونو کې امريکا په نورو هېوادونو کې څه له پاسه ۱۸۸ ځلې نظامي مداخلې کړې دي چې په دې جمله کې په افغانستان کې د امریکا جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږد مهاله ده.
د افغانستان د سياست شننونکي فضل الرحمن اوريا خبريالې ته ويلي، له دويم نړيوال جنګ څخه را په دې خوا د امريکا په سياست کې پر نورو هېوادونو باندې نظامي يرغل د يو اصل په حيث منل شوی دی او پر نورو هېوادونو باندې نظامي يرغل د امريکا د بهرنيو چارو د سياست يوه اساسي برخه شميرل کيږي. په سيستماتيک او منظم ډول باندې امريکا پر نورو هېوادونو باندې نظامي يرغلونه، جنګ او جګړو ته لمن وهي او له ټولو جنګ او جګړو نه يوازې امريکايانو ګټه پورته کړې ده؛ په ځانګړې ډول د امريکايانو نظاميانو او نظامي فابريکو. په هغه هېوادونو کې چې دوی جنګ او جګړې کړې دي، په هغو هېوادو کي د خلکو وژل او ګډوډۍ بېخي عادي شوی دي. تر اوسه امريکا دغه پالیسي ته دوام ورکړی او په نورو هېوادونو کي نظامي مداخلې کوي او په نورو هېوادونو کي جنګ کوي، خپلې ګټې خوندي کيږي. دوی په دغو جنګونو کې خپلې وسلې پلورلي دي او کارولي يې دي او هغه فابريکه او تجار چي وسلې توليدوي او تجارت کوي، د دوی اساسي ګټې يې خوندي کړي دي.
امريکا په نورو هېوادونو کې د نظامي مداخلې په وخت کې هميشه دغه نارې پورته کوي چې بشري حقوق د ملي حکميت حقونو په پرتله لوړ دي، خو په افغانستان کې دغه شل کلن جنګ د دغه هېواد ملي حکميت پريښودلی او په دغه هېواد کې يې د بشري حقونو هم درناوی نه دی کړی. د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو پوځونو په افغانستان کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ملکي وګړو ته دومره زيات زيانونه رسولي دي. د دغه هېواد په کليوالو سيمو کې د ملکي وګړو د واده مراسم او يوه ميلمستيا ښايي د هوايي بريدونو هدفونه ګرځيدلي و.
د سپتمبرد يوولسمې نيټې له پيښې وروسته په افغانستان کې د امريکا جنګ شل کلونه دوام درلود چې په لس ګونو زره افغان وګړي په کښي وژل شوي، بې شميره ملکي وګړي کډي ته اړ سوي، خو د ترهګرۍ ګواښونه لا هم نه دي له منځه وړل شوي. د افغانستان په دننه کې د ترهګريزو ډلو او د بهرنيو ترهګرو شمېر لا هم زيات دی. له دې څخه څرګنديږي چې په نورو هېوادونو کې په زور سره نظامي مداخلې د ترهګرۍ ضد په چارو کې رول نه لري. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر پر لسمه نېټه پر دې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا د نظامي مداخلې پای ته رسول د خپلو دندو د اخيستلو يو پيل دی. امريکا د نورو هېوادونو په پرتله لا زياتې دندې لرې چې له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي. امريکا دې د افغانستان د ملي حاکميت د درناوی کولو پر بنسټ په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځ ته کولو، د ګډوډتيا د مخنيوي، د ترهګريزو ګواښونو د له منځه وړلو او د ښه پرمختګ لپاره ورسره مرسته وکړي.