دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

قطر او د افغانستان نوی بهرنی سیاست

لیکنه: ذاکر جلالي

سپتمبر 13, 2021
in لیکنې
0 0

د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني لومړنی تر ټولو لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې د نوي اسلامي حکومت له اعلان وروسته افغانستان ته سفر کوي. محمد بن عبدالرحمن پرون د سپټمبر پر ۱۲مه، د ا.ا.ا. له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ لوړپوړو چارواکو سره په ارګ کې وکتل. سره له دې چې وضعیت لا هم بشپړ عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی او د تشریفاتو قطعه لا نه ده فعاله شوې، خو بیا هم امارت په هوايي ډګر کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی هرکلی وکړ.
مهمه پوښتنه دا ده چې قطر به د افغانستان په بهرني سیاست کې کوم ځای ولري؟
قطر په خلیج کې کوچنی، خو غني او د ډېرې فعالې ډیپلوماسۍ لرونکی هېواد دی. د ا.ا.ا. په اوله واکمنۍ کې په خلیج کې سعودي او اماراتو د افغانستان د وخت حکومت په رسمیت پېژندلی و؛ قطر که څه هم ډېرې تودې اړیکې ورسره پاللې؛ خو په رسمیت یې نه و پېژندلی.
په ۲۰۱۰م کال کې له سقوط وروسته په لومړي ځل ط. استازي قطر ته ولاړل. دوی وتوانېدل چې په ۲۰۱۳م کال کې د نړیوالو رسنیو په حضور کې سیاسي دفتر پرانیزي. په دې ډول، قطر د افغان سولې او مذاکراتو د بهیر پر مهمو لوبغاړو بدل شو. د ط. او امریکایانو ترمنځ د دوحې تاریخي هوکړه، چې له افغانستانه یې د امریکایي ځوکونو د وتلو زمینه برابره کړه، د قطر په منځګړیتوب او اسانچارۍ ممکنه شوه.
د دوحې هوکړې له لاسلیک وروسته، قطر د بین الافغاني خبرو کوربه شو. خو بین الافغاني خبرو د پخواني رژیم د مشر اشرف غني د غلطو محاسبو او نه همکارۍ په نتیجه کې له ناکامۍ سره مخ شوې چې په پای کې د غني د رژیم د پاشلتیا لامل شو.
اوس چې ط. بیا واک ته رسېدلی، قطر فکر کوي چې هڅو یې نتیجه ورکړې. که څه هم قطر لا د ا.ا.ا. په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ا. تر ټولو لوړپوړی مېلمه د قطر د بهرنیو چارو وزیر شو. دا ښيي چې قطر به د امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.
یوه پېچلتیا چې له پامه نه شي غورځول کېدای، په خلیج کې د سعودي-اماراتو محور او قطر ترمنځ د سیالۍ په منځ کې د افغانستان ځای دی. سره له دې چې د ا.ا.ا. به قطر سره ډېر نژدې وي؛ خو سعودي چې منځني ختیځ یا اسلامي نړۍ کې یو مهم دولت دی، ا. ته خپل ارزښت او ځای لري. امارات چې پخوا يې هم د ا.ا.ا. په رسمیت پېژندلی و، او لا هم د ا.ا.ا. له ځینو مهمو چارواکو سره نارسمي اړیکې لري او په ورته وخت کې په سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ یو مهم دولت دی، افغانستان لپاره خپل ارزښت لري. په دې اساس، نوی افغانستان به هڅه کوي چې د سعودي-امارت محور او قطر ترمنځ اړیکو کې یو انډول وساتي.
بل ټکی هم چې قطر ته د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای ورکوي، هغه نړۍ سره د افغانستان تعامل دی. افغانستان کې داسې مهال نوی نظام رامنځ ته کېږي، چې له یوې خوا یې د امریکايي اشغال پر ضد دوې لسیزې مشروع مقاومت کړی او له بلې خوا اړ دی چې د امریکا په ګډون غربي نړۍ سره د متقابل تعامل او ګټو پر بنسټ اړیکې ولري. په ورته وخت کې، ط. د مقاومت په دوره کې، چې د امریکا پر ضد په مقاومت بوخت و، د سیمې له هېوادونو سره چې اکثر یې د امریکا سیالان بلل کېږي، نژدې اړیکې درلودې. اوس که د ا.ا.ا. غرب یا امریکا له پامه غورځوي او سیمه‌ییزو هېوادونو ته نژدې کېږي، دا خپله بیه لري چې پرې کول به یې ستونزمن وي؛ او که سیمه له پامه غورځوي او د بهرني سیاست ټوله پانګونه پر لوېدیځ کوي، دا نه عملي برېښي او نه هم منطقي. دلته هم یو انډول ته اړتیا ده. په دې برخه کې تر ټولو ښه د کامیابۍ داستان قطر لري. قطر چې په سیمه کې د امریکا له ستراتیژيکو شریکانو څخه ګڼل کېږي، په ورته وخت کې توانېدلی چې له چین، روسیې، ایران او ترکیې سره خپلې اړیکې په داسې ډول تنظیم کړي، چې امریکا سره یې شراکت ته زیان ونه رسېږي. د ا.ا.ا. هم دغسې یوه بهرني سیاست ته اړتیا لري. په دې برخه کې هم د قطر له تجربې څخه ګټه پورته کېدای شي.
په دې اساس، قطر به په راتلونکي کې د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو شریکانو څخه ګڼل کېږي چې په ګڼو مواردو کې افغانستان سره مرسته کولای شي.

Share7Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

جولای 27, 2026

سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

جولای 27, 2026

فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

جولای 27, 2026

افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In