په دې وروستيو ورځو کې د چين د بشري حقونو عملي پلان (۲۰۲۵-۲۰۲۱) خپور شوی. دغه پلان د چيني حکومت د بشري حقونو څلورم عملي پلان دی، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې بشري حقونو ته د درناوی او د دغو حقونو د خونديتوب او پرمختګ پړاويزې موخې او دندې يې ټاکلې دي.
چيني حکومت له ۲۰۰۹ کال راهيسې په دوامدار ډول د بشري حقونو څلور عملي پلانونه ټاکلي او پلي کړي دي، دا څرګند کړی چې دغه هېواد بشري حقونو ته د درناوی او د دغو حقونو د خونديتوب په برخو کې ټينګه اراده لري.
یاد عملي پلان د سريزې، د اقتصاد، ټولنې او کلتوري حقونو، د اتباعو او سياست حقونو، د چاپيريال حقونو، د ستونزمنو خلکو د حقونو تضمين، د بشري حقونو ښوونې او څېړنې، د نړيوالو بشري حقونو په اداره کولو کې ګډون او د دې پلان د پلي کولو، څارولو او ارزولو په شمول اته برخې لري، چې عموماً شاوخوا ۲۰۰ موخې او دندې لري.
د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د بشري حقونو چارو ادارې د تبليغاتو څانګې مشر او پلټونکي لي شياو جون وويل، چې په نړۍ کې څه باندې شپېتو هېوادونو د بشري حقونو همدغه عملي پلانونه جوړ کړي، خو يوازې چين، اندونيزیا او مکسيکو په پر له پسې توګه څلور پړاویز پلانونه طرح کړي دي. برعکس، د امريکا، کاناډا، فرانسې، جرمنۍ او جاپان په شمول هېوادونه، چې هميشه د بشري حقونو په بهانه پر نورو هېوادونو تور لګوي، د بشري حقونو هيڅ عملي پلان نه دی جوړ کړی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو چارو ځانګړې استازې لي شیاو مې وویل، چې چین به د بشري حقونو د نړیوالو تبادلو او همکارۍ په برخه کې او په عمده ډول په څلورو برخو کې به د بشري حقونو په ابادۍ کې برخه اخلي. لومړی، چين به په جدي توګه د بشري حقونو نړیوال مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. دوهم، چين به د م م د بشري حقونو سازمان په چارو کې هراړخيره برخه واخلي او له ۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیتوب لپاره به په ټاکنو کې برخه واخلي. درېیم، چين به د بشري حقونو رغنده خبرې اترې او همکارۍ ترسره کړي. څلورم، چين به د بشري حقونو په نړیواله اداره کې هراړخيزه برخه واخلي.
واقعاً چين هميشه د بشري حقونو په نړيوالو چارو کې خپل خدمتونه کوي.
د مثال په توګه، د م.م د بشري حقوقو شورا د ۴۸مې غونډې او د بشري حقوقو چارو د لوړې کميشنرۍ تر منځ ډيالوګ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه تر سره شو. په ژنيو کې د م.م په مقر کې د چين دايمي پلاوي وزير مختار جيانګ دوان د څو هېوادونو په استازيتوب په خپله وينا کې اشاره وکړل، چې امريکا او ملګرو هېوادونو يې په افغانستان کې ۲۰ کاله پوځي عمليات تر سره کړي، د دغه هېواد حاکميت، د خاورو تماميت او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې سخت سبوتاژ کړی او د افغانانو پر بشري حقوقو يې سخت تيری کړی دی. په افغانستان کې د امريکا پوځي لاسوهنې بشري بحران رامنځته کړی دی. د ۲۰۲۰م کال تر اپرېل پورې، څه باندې ۴۷۰ زره افغانان په دغه جګړه کې وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ ميليونه افغانان بې کوره شوي دي. نوموړي ويلي، چې د افغانستان په جګړه کې د جنايي کړنو تر سره کوونکي سرتيري بايد تر محاکمې لاندې ونيول شي، ياد هېوادونه بايد د تېرو ۲۰ کلونو د ناوړه کړنو مسئوليت پر غاړه واخلي، د افغانستان د سوله ييزې بيا ابادۍ ژمنې دې پوره کړي او خپلې دندې دې نړیوالې ټولنې ته نه پرېږدي.