د افغانستان د سياسي چارو شنونکو د سپتمبر په شپاړسمه نېټه هيله څرګنده کړه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ايز امينت تړون سازمان په چوکاټ کې اړوند همکاريز ميکانيزم په افغانستان کې د مشکلاتو د ليري کولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا يوويشتمه غونډه، د افغانستان مسئلې په اړه د دغه سازمان او د ډله ايز امنيت تړون سازمان د غړو هېوادونو ګډه سرمشري غونډه د سپتمبر له شپاړسمې نيټې څخه تر اوولسمې نيټې پورې په انلاين او اوفلاين ډول تر سره کېږي. د دغو غونډو کوربه او دواړو سازمانونو غړی هېواد تاجکستان دی.
د افغانستان د سياسي چارو شنونکي غلام جيلاني ځواک په دې هکله ويلي، په افغانستان کې يو ډير ستر بدلون راغلی، يواځې حکومت نه بلکي نظام بدلون موندلي، او له دې سره د افغانستان او د نړۍ اړيکو بدلون موندلی. په دننه افغانستان کې ډيری لوړپوړو چارواکو خپلې دندې پريښي يا نورو هېوادو ته تللي او يا په کور ناست دي، بانکي سيستم تقريباً فلج دي، اقتصاد دريدلی، سوداګرۍ زيان موندلی او دولتي ادارې له ستونزو سره مخ دي.نو د افغانستان تر تولو ستره ستونزه له نړۍ سره د اړيکو رغول، د نړۍ لخوا په رسميت پيژندل، په کور دننه د فقر او لوږې مخه نيول او د دولتي ادارو بيا فعالول دي. د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونه په افغانستان کې ډير موثر رول لوبولای شي، د دغه سازمان د غړو هيوادونو امنيت د افغانستان امنيت اوثبات سره تړلی دی. دغه سازمان له افغانستان سره مرسته کولی شي چې له نړۍ سره خپلې اړيکې ورغوي، د افغانستان په بيارغونه، تجارت او د معادنو د استخراج همدا رنګه امنيتي سکتور کې افغانستان سره مرسته کولای شي. د دغه سازمان او د ډله ايز امنيت تړون سازمان غونډې افغانستان ته فوق العاده اهميت لري، دا غونډې په داسې وخت کې ترسره کيږي چې په افغانستان کې رژيم بدلون موندلی او افغانستان د ګنو سياسي، امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په داسې وخت کې له افغانستان څخه د دغو سازمانونو ملاتړ ارزښت زيات اهميت لري.
د افغانستان د سياسي چارو شنونکي فضل راحمن اوريا هيله څرګنده کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان به د افغانستان مسئلې او د دغه هېواد د امنيت په هکله بحث وکړي او له دغه هېواد سره به مرسته وکړي. د شانګهای همکارۍ سامان په دې سيمه او ټوله نړۍ کې لوی تاثير لرونکي سازمان دی، دوی د افغانستان د مسئلې حلولو لپاره يو ځانګړی امنيټي سيستم جوړ کړي چې افغانستان هم په کښي غړيتوب لري. دغه سيستم به په دې سيمه کې د ترهګرۍ له منځه وړلو او د اقتصاد د بيا رغونې په چارو کې کار وکړي. اوس د شانګهای همکارۍ سازمان او نور اړوند سازمان کولای شي چې د ترهګرۍ ضد چارو کې او نورو ساحو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي غلام جيلاني ځواک وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان له نړې سره د افغانستان د اړيکو په رغولو او اقتصادي ستونزو په لرې کولو او بشري مرستو کې اغيزمنه ونډه درلودلای شي، خو دا هغه وخت کېدای شي چې افغانستان د دغه سازمان انديښنې ځواب کړي، د دغه سازمان تر تولو ستره انديښنه دا ده چې د افغانستان لخوا د دي سازمان غړو هېوادونو امنيت ونه ګواښل شي. افغانستان بايد کلک تضمين ورکړي چې افغانستان به د شرقې ترکستان، القاعده او داعش په شان ترهګريزه ډلو مخه نيسي او اجازه به نه ورکوي چې دافغانستان له لاري د سيمي د هېوادونو امنيت وګواښي. د کور دننه بايد د خلکو اساسي حقونه خوندي وي او پراخ بنسته حکومت جوړ کړي.افغانستان بايد د شانګهای له همکارۍ سازمان سره د سيمه ييز امنيت، ترهګرۍ او د نشه يي توکو سره دمبارزې او همدا رنګه د تجارت او سوداګرۍ به برخه کې همکاري وکړي .
د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۰۱ کال د جون په ۱۵مه نېټه په شانګهای کې تاسيس شوی چې اته غړي، څلور کتونکي غړي او شپږ ديالوګ کوونکي هېوادونه لري. دغه سازمان له تاسيس څخه په شلو کلونو کې تل په سالمه او ثابته توګه پرمختګ کړی او په بريالۍ توګه يې د نوي شکل د سيمه ايزو هېوادونو د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ او پرمختګ لارې لټولې دې. دغه سازمان د ترهګرۍ، تندلارې، جلاغوښتنې ضد د مبارزو او د سيمه اېزي سولې، ثبات او امنيت ساتلو په شمول برخو کې مهم رول لوبولی دی. د ډله ايز امنيت تړون سازمان د ۲۰۰۲ کال په مې کې تاسيس شوی چې په ۱۹۹۲ کال کې د خپلواکو هېوادونو د اتحاد د ډله ايز امنيت د تړون له لاسليکولو څخه راغلی دی. اوس دغه سازمان د روسيې، بلاروس، قزاقستان، تاجکستان، ارمنيا او قرغيزستان شپږ غړيتوب لري. دواړه سازمانونه د سيمه ايز امنيت او ثبات ساتلو، د ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو د مخنيوي په چارو کې اوږد مهاله همکارۍ لري.
上合组织Shanghai Cooperation Organization(SCO)
集安组织Collective Security Treaty Organization(CSTO)