ماشومان په چاپېریال کې د ګلونو په څېر دي. په کوم چاپېریال کې چې ماشومان نه وي، بې خونده، کرار او له خوښیو خالي ښکاري. اولاد د خدای پاک ستر نعمت دی. ماشوم دنیا ته له راتګ سره د سپین کاغذ په څېر وي؛ څه دې چې زړه غوښتل ورباندې لیکلی یې شې.
د مور غېږه د ماشوم لپاره لومړنۍ مدرسه ده. ماشومان ډېر څه له چاپېریال څخه زده کوي. تر هر چا لومړی مور او پلار دې د ماشومانو تربیې ته پاملرنه وکړي او دا پر مور او پلار فرض دنده هم ګڼل کېږي.
د ماشومانو ښه تربیه ښې پایلې هم لري. د مور او پلار د نېکنامۍ سبب ګرځي. د اولاد ښه تربیه د مور او پلار له مړینې وروسته جاریه صدقه ده او که خبره برعکس وي، نو د دې ټولنې په زیان تمامېږي. مور او پلار ته په کار دي چې تر هرڅه وړاندې د ماشوم ښې روزنې ته پام وکړي او هغوی ته د ښه تعلیم او تربیې زمینه برابره کړي. د ماشوم په تربیه کې دې له ماشوم سره ښې رویې، مینې او شفقت ته لومړیتوب ورکړل شي. پر ماشومانو ذهني فشار راوړل ماشومان له ذهني ناروغیو سره مخ کوي. له ماشومانو سره دې د هغوی له خوښې سره سمې لوبې وشي. لوبې او ساعت تېري د ماشومانو په ژوند مثبت اغېز کوي. د لوبو پر وخت ماشوم ډېر څه په عملي توګه زده کوي.