له زیږېدو څخه تر دوه کلنۍ پورې ماشومان په کورنۍ کې د ټولو د پام وړ وي، خو نوې څېړنې ښيي چې له پلار سره په نږدې ژوند تېرولو سره په ماشوم کې د چټکې زده کړې او پوهې ماده لوړېږي. څېړونکي وایي، د تي خور ماشوم له مور سره نږدېوالی یوه عادي خبره ده، خو که د وخت په تېرېدو ماشوم له پلار سره په بېلابېلو کارونو کې یوځای وي، د دوی په ذهني فعالیت او وده کې زیاتوالی راځي. دا څېړنه په برېټانیا کې د اکسفورډ پوهنتون په طبي شعبه کې ترسره شوې.
دوی د څېړنې پرمهال هغه ماشومان له نږدې وڅارل چې له پلرونو سره یې د بېلابېلو کارونو پر وخت یوځای وو. له دوی سره یې د څېړنې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې او له لوبو یې د څه وخت لپاره لرې وساتل. له ازموینې وروسته دا په ډاګه شوه، هغه ماشومان چې له پلرونو سره د کار پر مهال یوځای وي او د هغوی کړنې څاري، د دوی ذهني وړتیا د هغو په پرتله چې پلار یې ورسره په سختۍ او قهرجنه لهجه چلند کوي او له ځانه یې لرې ساتي، ډېره لوړه وي او په چټکۍ د زده کړې وړتیا لري.