هر مور او پلار غواړي چې بچی یې په هېواد او ټولنه کې یو ګټور شخصیت ثابت شي او له ښه ژوند څخه برخمن شي، خو دا هغه مهال شونې ده چې د ماشوم ذهني روغتیا بشپړه وي. داسې مور او پلار هم شته چې د ماشومانو د خوراک، څښاک او د دوی د بدني روغتیا خیال ساتي، خو په عین وخت کې بیا د دوی ذهني روغتیا په نظر کې نه نیسي. ارواپوهان او روغتیايي کارکوونکي دا مني چې په کوچنیوالي کې د ماشومانو رټل او یا له هغو سره په غوسه او قهر چلن د هغوی راتلونکي ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړوي. څېړنې ښيي چې د کم عمره ماشومانو ذهني روغتیا د بدني روغتیا په څېر او له هغې لا زیاته اړینه ده. همدغه د دوی راتلونکی ټاکي.
څېړنه زیاتوي، کله چې د ماشومانو په مخ کې په ډار، غوسه او چیغو خبرې کېږي، دا د دوی ذهني روغتیا سخته اغېزمنوي، د دوی ذهن برعکس د هماغه کار کولو او یا د وخت په تېرېدو سره له هغې د سخت ځواب ورکولو هڅه کوي.
د څېړونکو په وینا، هغه ماشومان چې کوچنیوالی یې په ډار، غوسه او له چیغو وهونکو مور او پلار سره تېر شوی وي، دوی له رواني ناروغیو، ستونزو او ذهني پېچلتیا او اختلاط سره مخ وي چې دا هرڅه یې پر ژوند ډېر بد اغېز کوي.