په تېرو وختونو کې چې له اوسني وخت څخه په ځلونو اسانتیاوې کمې وې، کتاب د لویانو او کوچنیانو لپاره د وخت تېرولو تر ټولو ښه وسیله وه، خو دې کچې د بېلابېلو کسانو په منځ کې توپیر درلود. نوو ځوانانو به د مینې داستانونه لوستل، مشرانو به نوي کتابونه اخیستل او یا به یې هم له نورو خپلوانو د امانت په ډول راوړل، خو په ټوله کې د کتاب لوستل د اوسني وخت په پرتله ډېر عام وو. اوسمهال نوې ټکنالوژۍ، فلمونو، سریالونو، له کمپیوټر څخه ډېره ګټه اخیستل او یا هم په ټولنیزو شبکو کې زیات بوختېدل د دې لامل شوي چې د کتاب لوستل او مطالعه کمرنګه شي.
هغه کسان چې د پوهنتون محصلین دي او موخه یې یوازې زده کړه ده، هغوی هم ډېر کله د خپل سمسټر له معلومو کتابونو پرته ازاده مطالعه نه کوي، په داسې حال کې چې ازاده مطالعه د معلوماتو په زیاتولو کې په بې ساري ډول مرسته کوي او په هره برخه کې یې د معلوماتو زېرمه زیاتېږي. دا هم مه هېروئ چې کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری دی. د دې لپاره چې اولادونه مو د کتاب له لوستلو سره روږدي کړی، د مسیر ورځپاڼې په راتلونکو ګڼو کې یې درته لارې چارې ښیو.